تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۲۰ مه) د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۷ نوې لرغونې سیمې موندل شوې دي.
دغه وزارت پرون (شنبې) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دا ۲۷ نوې لرغونې او تاریخي سیمې د لوګر ولایت په برکي برک، څرخ، خروار او ازره ولسوالیو او د ولایت په مرکز پلعلم کې کشف شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ځایونه په باختري–ګندهارا او اسلامي دورو پورې تړاو لري او اوس په رسمي ډول د هېواد د لرغونو ساحو په ملي بانک کې ثبت شوي دي.
چارواکو همداراز ویلي چې د دې سیمو د سروې او او د لومړنیو اسنادو د جوړولو کار روان دی.
د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو حکومت د نورو لرغونو موندنو یادونه هم کړې ده، چې پکې په کاپیسا ولایت کې د بودایي دورې د یوې مجسمې موندل شامل دي.
افغانستان له پخوا راهیسې د تمدنونو زانګو بلل کېږي، چې د هخامنشي، یوناني، کوشاني، بودایي او اسلامي دورو اثار پکې شته. د دې هېواد کلتوري میراث، لکه لرغوني بودایي خانقاهګانې او اسلامي تاریخي ودانۍ، له لسیزو راهیسې د نړیوالو څېړونکو پام ځانته اړولی دی.