تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۲۱ مه) د مقاومت جبهې د یوه مشر محمدمحقق سکرتر پر محقق برید رد کړ. د هغه په وینا دا اوازې دي.
د نوموړې په وینا محقق درې ساعته مخکې استانبول ته رسېدلی دی.
تر دې مخکې په څو راپورونو کې ویل شوي و چې په تهران کې پر جهادي قومندان او د مقاومت ډلې د مشرتابه پر غړي محمد محقق وسله وال بريد شوی دی.
د ناتایید شویو معلوماتو له مخې هغه له تېرې اوونۍ راهيسې په ایران کې اوسېده.
راپورونه وايي چې د شنبې په ماسپښین پر محمد محقق په تهران کې په خپل کور کې برید شوی دی.
راپور وايي چې نوموړی یوه اوونۍ وړاندې ایران ته تللی و او د جمعې په ورځ له مشهد څخه تهران ته ستون شو.
محقق ته یوه نژدې سرچینه وايي چې د نوموړي وضعیت د اندېښنې وړ دی خو له دې کبله چې په ایران کې د حکومت ضد لاريونونو له امله سراسري انټرنیټ قطع دی، نو د نوموړي د ژوند او مرګ په اړه معلومات نه شي ترلاسه کولی.
د افغانستان مظلوم خلک کله دومره طالع لري ، چې د زرګونو بېګناه خلکو قاتل او د هغوی پرسرونو مېځ وهونکی ، د رقص مرده طراح د عدالت منګولو ته وسپارل شي . دا ترخه مولۍ بلا هم نه وهي . اناالله عزیز ذوانتقام