تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۸ مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه ګډ راپور کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې په پاکستان کې تر اوو زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.
د راپور له مخې، ډېری نیول شوي کسان هغه افغانان دي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.
راپور ښيي چې له نیول شویو کسانو څخه ۹۵ سلنه د تابعیت کارت (ECC) لرونکي یا بېاسناده کډوال دي او یوازې پنځه سلنه د مهاجرت کارت (PoR) لرونکي دي. پاکستان د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې شاوخوا ۶۲۰۰ بېاسناده کډوال او ۷۴۰ د مهاجرت کارت لرونکي نیولي دي.
د راپور له مخې، تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان ایالت کې شوې دي، چې هلته ۳۷۱۳ افغانان نیول شوي دي. ورپسې ډېرې نیونې په اسلامآباد کې (۱۵۲۸ ) شوي دي.
په ټوله کې، ۵۳ سلنه نیونې په بلوچستان، ۲۲ سلنه په اسلامآباد، ۱۱ سلنه په خیبرپښتونخوا، اته سلنه په سند او شپږ سلنه په پنجاب کې ثبت شوې دي.
همداراز، په روان میلادي کال کې تر اوسه له پاکستانه تر ۷۷ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې نژدې اووه زره یې په زوره ایستل شوي دي.
د راپور جوړوونکو ادارو ویلي چې ۹۵ سلنه راستنېدونکو د نیول کېدو وېره د وتلو اصلي لامل بللی دی.
د راپور پر بنسټ، په تېرو ۱۱ میاشتو کې له پاکستانه تر یو میلیون او ۱۵۵ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې شاوخوا ۱۵۸ زره یې په جبري ډول ایستل شوي دي.
یو شمېر افغان کډوال په پاکستان کې د خپل ژوند وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وایي د نیونو زیاتېدو او د ویزو د تمدید د بندېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی له نړیوالو بنسټونو او د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې د کډوالو لپاره د قانوني اوسېدو زمینه برابره کړي.
پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په درې پړاوونو کې پیل کړې، خو د طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ له وروستیو سرحدي نښتو وروسته، د افغانانو د چټک او پراخ اخراج بهیر لا چټک شوی دی.