دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهاوچا: په ۲۰۲۶ کې ۴.۲ میلیونه افغانان سرپناه ته فوري اړتیا لري

اوچا: په ۲۰۲۶ کې ۴.۲ میلیونه افغانان سرپناه ته فوري اړتیا لري

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۹ مه) د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د طبیعي پېښو زیاتوالی، اقتصادي ستونزې او د کډوالو جبري راستنېدنه سبب شوې چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۴.۲ میلیونه افغانان په خپل هیواد کې بیړني سرپناه ته اړتیا ولري.

اوچا د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹ مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، مرستندوی بنسټونه غواړي په ۲۰۲۶ کې ۸۸۱ زره زیانګالو کسانو ته د سرپناه او غیرخوراکي توکو مرسته ورسوي، خو د دې لپاره شاوخوا ۱۶۰.۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د اړتیا د زیاتېدو اصلي لاملونه

  • طبیعي پېښې (سیلونه او سخت بارانونه)
  • اقتصادي فشارونه او ټولنیزې نابرابرۍ
  • د کډوالو جبري راستنېدا او داخلي بې‌ځایه کېدل

اوچا ټینګار کړی چې ښځې چې د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، داخلي بې‌ځایه شوي کسان او راستنېدونکي تر ټولو ډېر له خطر سره مخامخ دي.

مهمې شمېرې

  • په ۲۰۲۵ کې تر ۱۵ زره ډېر کسان د سیلونو او سختو بارانونو له امله زیانمن شوي؛ شاوخوا ۹۰ سلنه یې لا هم په خیمو یا ناامنه کورونو کې اوسي.
  • له پاکستان او نورو هېوادونو څخه تر ۴ میلیونه ډېر کسان بېرته راستانه شوي، چې نژدې ‌څلورمه برخه یې سرپناه خپله تر ټولو لویه اړتیا بولي.
  • سره له دې چې په تېرو دوو کلونو کې د غیررسمي مېشت‌ځایونو شمېر کم شوی، لا هم ۳۹۰ زره کورنۍ په کابو ۹۰۰ غیررسمي ځایونو کې اوسي.

خبرداری

اوچا خبرداری ورکړی، که لازمې مالي سرچینې برابرې نه شي، سلګونه زره افغانان به په ژمي کې له جدي بشري ګواښونو سره مخامخ شي.

افغانستان تېر کال له مرګونو طبیعي پېښو سره مخ و، چې د زرګونو کسانو د مړینې، د کورونو د پراخې ویجاړۍ او د ډېرو کورنیو د بې‌سرپناه کېدو سبب شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...