Homeخبرونهفضل الرحمن: عجیبه ده له افغانستانه یو انار پاکستان ته نشي راوړل...

فضل الرحمن: عجیبه ده له افغانستانه یو انار پاکستان ته نشي راوړل کېدای خو «ترهګر» راځي

تاند ( یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۹مه) د پاکستان د علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن نن یکشنبه په یوه غونډه کې د پاکستان د حکومت پر پالیسو سخته نیوکه کړې ده.

هغه ویلي، دا ډېره جالبه ده چې له افغانستانه یو انار هم پاکستان ته نشي راوړل کېدای، خو په خبره یې، «ترهګر» له افغانستانه ورځي.

هغه زیاته کړې: «که له افغانستانه ترهګر راځي، نو ولې یې نه دروئ؟ ولې یې نه وژنئ؟ هغوی خو له تاسو هیڅ شکایت هم نه دی کړی.»

نوموړي، د پاکستان په حکومت کې داخلي مخالفتونو ته په اشارې سره ویلي: ” د پاکستان یو جنرال وايي چې له افغانستان سره باید خبرې وشي، خو بل یې بیا وايي چې نه، باید جګړه وشي.”

مولانا فضل‌الرحمن دغه راز د پاکستان د بد اقتصادي وضعیت په اړه هم اندېښنه شریکه کړې ده.

هغه ویلي چې، د پاکستان خلک او پیسې بهر ته روانې دي او په خبره یې د ایران، هند، چین او افغانستان اقتصادي حالت د دغه هېواد له اقتصادي حالت ډېر ښه دي.

مولانا فضل الرحمن داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، پاکستاني حکومت په وار وار ادعا کړې چې، دوی ته ترهګر له افغانستانه ورځي خو دا ادعا په ځلونو افغانستان رد کړې ده.

د همدې ناندریو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اوس هر ډول سوداګري بنده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...