یکشنبه, فبروري 8, 2026
Homeخبرونهد کرکټ نړیوال ۲۰ اوره جام: نیوزیلنډ او انګلیستان خپلو سیالانو ته...

د کرکټ نړیوال ۲۰ اوره جام: نیوزیلنډ او انګلیستان خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۸مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوهمه ورځ (یکشنبه، د فبرورۍ ۸ مه) نیوزیلنډ افغانستان ته، انګلنډ نیپال ته ماته ورکړه او  سریلانکا په ۲۰ منډو آیرلنډ ته ماته ورکړه.

افغانستان او نیوزیلنډ په ډي ګروپ کې مخامخ شول. د افغانستان لوبډلې سیال ټیم ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه. تر ټولو ډېرې منډې ګلبدین نایب وکړې. په ۳۶ توپونو یې ۶۳ منډې وکړې.

ګوربز ۲۷، ابراهیم ځدراڼ ۱۰، صدیق اتل ۲۹، عمرزي ۱۴ او محمدنبي ۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په توپ اچونه یا بیټنګ کې مجیب ښه ولوبېد. ده نه یوازې ۲ لوبغاړي وسوځول بلکې د ورکړو منډو اوسط یې تر نورو توپ اچونکو کم و.

دا سیالي نیوزیلنډ په ۵ ویکټونو او ۱۳ توپونو وګټله.

د نن ورځې بله سیالي په سي ګروپ کې د انګلیستان او نیپال ترمنځ وه. انګلیستان د ۷ لوبغاړو د بایللو په پای کې ۱۸۷ منډې وکړې. د نیپال لوبغاړو د انګلیستان د غښتلي ټیم په وړاندې ښه لوبه وکړه خو یوازې د ۴ منډو په توپیر یې مسابقه وبایلله.

په بي ګروپ کې سریلانکا د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په پای کې ۱۶۳ منډې وکړې. دا مسابقه سریلانکا د ۲۰ منډو په توپیر وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...