Homeخبرونهمسوولان: بلخ کې ۷ هغه کسان نیول شوي چې خلک به یې...

مسوولان: بلخ کې ۷ هغه کسان نیول شوي چې خلک به یې بلک مېل کول

تاند ( یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۹مه) په بلخ ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي چې، ځواکونو یې په دې ولایت کې تېره اونۍ ۷ تنه د بلک مېل یا باجګیرۍ په تور نیولي دي.

سرچېنې ویلي، دغو کسانو به د واټساپ، فیسبوک او نورو ټولنیزو پاڼو له لارې له خلکو غیر اخلاقي انځورونه غوښتل او بیا به یې بدل کې پیسې ترې اخیستلې.

د یادې قوماندانۍ له لوري خپرو شویو ويډیو ګانو کې تورنو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.

د طالبانو امنیتي مسوولانو خلکو ته ډاډ ورکړی، چې له جرمونو د پاکې ټولنې هڅې دوام لري او هېچاته به د فساد د خورولو او د نورو د رواني ځورولو اجازه ورنکړي.

پر ټولنیزو رسنیو د بلک مېلېنګ کیسه په دې وروستیو کې په ټولنه کې یو سرخوږی جوړ شوی او ټولنیز فعالان بیا وایي، بلک مېلېنګ په هغو ټولنو کې زیات کېږي چې، خلک یې له ټکنالوژۍ لرې او یا پکې د سواد کچه ټیټه وي.

دوی د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته سپارښتنه کوي چې، نا اشنا خلکو ته دې بېځایه مالومات نه ورکوي او محتاط دې اوسي.

1 COMMENT

  1. افرین ددغه ددموکراسۍ په ناروغي اخته سوو لپاره طالبان ټک پتری دي.او ښه سخته سزا باید ورکړي سي سي نجسي دموکراسۍ خیالونه یې له مغزو ویستل سي. 👍❤️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...