Homeخبرونهطالبانو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما راپور...

طالبانو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما راپور واقعیت وباله

تاند (یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۹مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما راپور واقعیت وباله.

فطرت ویلي، وخت ناوخت د پاکستان پوځ له لوري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ملکي وګړي په نښه شوي، چې ښکاره بېلګه یې په پکتیکا کې پر کرکټ لوبغاړو هوايي برید و.

کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، په تیر ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان پوځ بریدونو له امله ۶۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یوناما په راپور کې راغلي چې، دا په تیرو ۱۵ کلونو کې د پاکستان له لوري افغان ملکيانو ته تر ټولو درنه مرګ ژوبله ده.

د راپور موندنې ښيي چې، یواځې د تیر ۲۰۲۵ کال په ورستیو دریو میاشتو کې د پاکستان پوځ بریدونو کې ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپيان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...