تاند- د «اتلانټیک» مجلې په یوه مفصله مقاله کې، چې له لسګونو هغو کسانو سره د مرکو پر بنسټ لیکل شوې چې بشار اسد یې له نژدې پېژانده، د هغه د فکر، شخصیت او د حکومت د سقوط لاملونه څېړلي دي. د دغو کسانو په وینا، که د سوریې ولسمشر دومره مغرور او سرټمبه نه وای، ښايي خپل حکومت یې ژغورلی وای. هغوی نوموړی له جنسي اړیکو او ویډیویي لوبو سره شوقي هم بللی دی.
د اتلانټیک د راپور له مخې، هیچا – حتی سيایاې او موساد – دا تمه نه لرله چې د بشار اسد حکومت به دومره په چټکۍ سقوط وکړي. خو د هغه د حکومت له پرزېدو څو وروسته د هغه د سقوط عوامل روښانه شول: د هغه اصلي ملاتړي، یعنې روسیه او ایران، یو د اوکراین جګړه کې ښکېل و او بل له اسراییل سره په نښتو کې، او نور یې د اسد د ملاتړ توان نه درلود. د دوی ناڅاپي شاتګ د یوه ستړي، فاسد او کم معاشه پوځ ژوره کمزوري بربنډه کړه. دا وضعیت تر ډېره د امریکا له ملاتړه د برخمن افغان حکومت له برخلیک سره ورته و چې په ۲۰۲۱ کال کې ونړېد.
خو د اسد نژدې کسان اتلانټیک ته بل روایت وړاندې کوي. د دوی په وینا، اسد یو بېپروا واکمن و، چې له جنسي اړیکو او ویډیویي لوبو سره یې ډېره مینه لرله، او که دومره سرزوری او مغرور نه وای، ښايي خپل رژیم یې ساتلی وای.
د دې روایت له مخې، جیوپولیټیک بدلونونو رژیم د سقوط خواته نه و بیولی. د دغو سرچینو په خبره، د سیمې هېڅ هېواد نه غوښتل چې بشار اسد سقوط وکړي، بلکې څو ځله ورته د «نجات رسۍ» هم وغځول شوه. که هغه دا وړاندیزونه منلي وای، یقیني وه چې نن به لا هم د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ناست و.
د راپور له مخې، حتی د اسد د حکومت په وروستیو ورځو کې هم د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ورسره اړیکې نیولې او د معاملې وړاندیزونه یې ورته کړي وو، خو هغه ځواب ورنه کړ. داسې ښکارېده چې هغه له دې وړاندیزونو، چې ښايي د واک پرېښودو ته یې اړ ایسته، سخت په غوسه و.
د روسیې او ایران مداخله او «غولوونکې بریا»
اتلانټیک لیکي، کله چې په ۲۰۱۱ کال کې د عربي پسرلي پاڅونونه سوریې ته ورسېدل، د امریکا د هغه وخت د ولسمشر باراک اوباما په ګډون ډېریو باور درلود چې د اسد رژیم به ډېر دوام ونه کړي. خو د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر کې د روسیې پوځي مداخلې هر څه بدل کړل. د روسي د جنګي الوتکو سختو بمباریو، د ایراني او شیعه ملیشو په ملتیا، د جګړې تله واړوله او یاغي ځواکونو ته یې درانه زیانونه واړول.
تر ۲۰۱۷ کال پورې، اسد نژدې جګړه ګټلې وه او د سوریې د لویو ښارونو کنټرول یې بېرته ترلاسه کړی و. د راپور د سرچینو په وینا، همدا «غولوونکې بریا» هغه ټکی و چې له هغه وروسته هر څه غلط لوري ته ولاړل.
په همدې وخت کې، متحده عربي اماراتو د سوریې وړاندې کړې، او نور عربي هېوادونه هم همکارۍ ته تیار وو، خو شرط یې دا و چې اسد باید له ایران څخه لېري شي. د سوریې لپاره دا منطقي وه چې د ایران پر ځای د خلیج د شتمنو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي، خو دا کار د اسد د کورنۍ په ګټه نه و.
ایران تل په ښکاره ویلي و چې د اسد د واک ساتلو لپاره هر څه کوي، په دې شرط چې هغه د تهران له خوا حزبالله ته د وسلو او پیسو د لېږد لاره پرانیستې وساتي. که څه هم اسد تر یوه بریده اماراتو ته نژدې شو او هغوی په ۲۰۱۸ کې خپل سفارت بېرته پرانیست، خو هغه له ایران سره اړیکې پرې نه کړې.
یوه اسراییلي چارواکي ویلي: «د سیمې ټول هېوادونه له هغه راضي و، ځکه کمزوری و او هېچا ته یې ګواښ نه پېښاوه.» خو داسې ښکاري چې اسد دا اجماع د ځواک نښه بلله.
لونا شبل، ښځې، مخدره مواد او جاسوسي
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر وروسته، کله چې اسراییل پر حزبالله او سوریې بریدونه زیات کړل، بشار اسد چوپ پاتې شو. دا چوپتیا د ایران شکونه راوپارول، ځکه هغوی وېره لرله چې اسد ښايي اسراییل ته معلومات ورکړي.
د حزبالله یوه پخواني مشر ویلي، اسد د خپل وخت ډېره برخه د «کندي کراش» او نورو موبایلي لوبو په کولو تېراوه. هغه د خپل پلار د وخت څېرې لېرې کړې وې او پر یوه کوچني، ځوان او مشکوک کړۍ یې تکیه کړې وه.
له دې ډلې یوه لونا شبل وه، چې د الجزیرې پخوانۍ خبریاله وه. د راپور له مخې، هغه د اسد معشوقه وه او د سرچینو په وینا، نورې ښځې یې هم ورته برابرولې. همداراز، پر بندیزونو او فقر سربېره، اسد او کورنۍ یې سوریه د مخدره موادو په دولت بدله کړې وه، چې مشري یې د هغه ورور ماهر کوله. د «کپتاګون» قاچاق اسد ته میلیاردونه ډالر عاید ورکاوه، خو د خلیج هېوادونه یې سخت په غوسه کړل.
وروستۍ شېبې
د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په لومړیو کې، یاغیان دمشق ته نژدې شوي وو او د ایران ځواکونه د وتلو په حال کې وو. د ډسمبر په ۷مه، د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دوحه کې بېړنۍ ناسته وکړه، خو د اسد همکارۍ ته اړتیا وه – او هیچا هغه ته لاسرسی نه درلود.
د وروستیو ساعتونو د شاهدانو په وینا، اسد تر وروستۍ شېبې هم د واقعیت منلو ته تیار نه و. د شپې ناوخته، هغه له روسي چارواکو سره وکتل، بیا یې د وتلو پرېکړه وکړه. ډېرو کسانو فکر کاوه چې هغه به وینا وکړي، خو پوه شول چې جګړه پای ته رسېدلې ده.
کله چې روانېدو، زوړ موټرچلوونکي ترې وپوښتل: «رښتیا موږ ځئ؟»
اسد ځواب ورکړ: «ته څه کوې؟ جګړه نه کوې؟»
بیا هغه د شپې تیارو ته ولاړ. روسان یې په تمه وو.