تاند- په ۲۰۲۵ کال کې د قزاقستان، ازبکستان، قرغیزستان او تاجیکستان د اقتصادي فعالیت کچه لوړه شوه. اذربایجان، که څه هم د منځنۍ اسیا جغرافیایي برخه نه ده، خو د انرژۍ او سوداګرۍ د دهلېزونو له لارې یې له اروپا او نړیوالو بازارونو سره نژدې اړیکې ساتلې دي.
د سیمې د ناخالص کورني تولید (GDP) د معلوماتو له مخې، د منځنۍ اسیا د اقتصادونو مجموعي اندازې په ۲۰۲۵ کال کې د وړم کال پرتله له ۶ سلنې څخه زیاته وده کړې ده.
نړیوال بانک د سیمې وده ۶.۲ سلنه اټکل کړې او د اوراسیا پراختیایي بانک (EDB) دا کچه ۶.۶ سلنه بولي. په دې شمېر کې قزاقستان، ازبکستان، قرغیزستان او تاجیکستان شامل دي، خو ترکمنستان د معلوماتو د محدودیت له امله نه دی شامل شوی.
دا وده د پرمختللو اقتصادونو له ډېر ورو راتلونکي سره پرتله کېږي. د اوراسیا پراختیایي بانک د ۲۰۲۶ لپاره د امریکا اقتصادي وده شاوخوا ۱.۶ سلنه او د یورو زون د اقتصاد وده ۱.۱ سلنه اټکل کړې، په داسې حال کې چې تمه ده د چین اقتصاد نژدې ۴.۶ سلنه وي.
سره له دې مثبتو شمېرو، اقتصادپوهان خبرداری ورکوي چې انفلاسیون، د عایداتو نابرابري او پر بهرنیو عواملو تکیه لا هم د سیمې د ورځني اقتصادي واقعیت بڼه ټاکي. د مرکزي اسیا تر ټولو لوی اقتصاد، قزاقستان، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۵.۹ سلنه وده وکړه او تمه ده په ۲۰۲۶ کې هم ۵.۵ سلنه پراخه شي؛ دا د دې هېواد د تېرې یوې لسیزې تر ټولو ښه اقتصادي فعالیت بلل کېږي.
تېل لا هم د اقتصادي ودې د ملا تیر دي، چې د تنګیز د نفتو په میدان کې د تولید له وخته مخکې زیاتېدو یې ملاتړ کړی دی. ورسره هممهاله، صنعتي تولید، په ځانګړي ډول د ماشین جوړونې او فلزاتو په برخه کې، چټک شوی او په بېلابېلو سیمو کې نوې فابریکې پرانیستل شوې دي.
د اوراسیا پراختیایي بانک د مکرو اقتصادي څېړنو د مرکز لوړپوړې شنونکې، اغلې آیګول بردیګولوا، وویل: «دا تر هر څه مخکې د دې حقیقت له امله دي چې د پانګونې د ظرفیت د ازادېدو اغېز زموږ د جون د اټکل پرتله ډېر قوي و.»
هغې زیاته کړه: «سربېره پر دې، صنعتي تولید هم په چټکۍ وده کوي، چې ډېره برخه یې د اقتصاد د متنوع کولو لپاره د دولت د اقداماتو پایله ده.»
د عایداتو زیاتوالي د کورونو پورونه او د موټرو پېرود هڅولي او کورني سفرونه یې زیات کړي دي. خو چارواکي پوهېږي چې پر انرژۍ ولاړ د ودې ماډل محدودیتونه لري، له همدې امله د کسپین سمندرګي له لارې د ترانسپورتي لارو او د پروسس په صنایعو کې پانګونه کوي.
انفلاسیون، چې تېر کال شاوخوا ۱۲.۳ سلنه و، لا هم د خلکو پېرودوس کموي، د سود کچې لوړې ساتي او د کورنیو لګښتونه محدودوي.
ازبکستان؛ چټکه وده او جوړښتي بدلون
ازبکستان د سیمې له غوره اقتصادونو څخه و، او د اوراسیا پراختیایي بانک په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې یې GDP ۷.۴ سلنه وده وکړه او د ۲۰۲۶ لپاره ۶.۸ سلنه اټکل شوې ده.
په ۲۰۲۵ کې د دې هېواد GDP له ۱۳۳ میلیارده یورو واوښت، حال دا چې نهه کاله وړاندې شاوخوا ۵۶ میلیارده یورو و. په همدې موده کې د سړي سر عاید کچه له نژدې ۱۷۵۰ یورو څخه ۳۲۲۰ یورو ته لوړه شوه.
په ۲۰۲۵ کې د ثابتې پانګونې کچه له ۱۵ سلنې زیاته شوه او د صادراتو ارزښت تر ۳۳ سلنې لوړ شو. د سرو زرو لوړو نړیوالو بیو پکې مهم رول درلود، ځکه د سرو زرو د صادراتو عاید له ۷۰ سلنې ډېر زیات شوی و.
د تاشکند د نساجۍ او سپکو صنایعو د انستیتیوت د پوهنځي مشرې، ګولاسال مدرحیموا، وویل: «یوازې د خدماتو برخه اوس شاوخوا ۷۲.۴ میلیارد یورو د GDP برخه جوړوي. ډیجیټلي خدمات ځانګړی اهمیت لري. د ‘یو میلیون د مصنوعي ځیرکتیا پروګرامران’ پروژه ښيي چې نوې مهارتونه څنګه څو برابره عاید رامنځته کولای شي.»
د ازبکستان ولسمشر میرضیایف ویلي، په ۲۰۲۵ کې نژدې پنځه میلیونه کسانو باثباته عاید موندلی او ۱.۵ میلیونه کسان له فقره وتلي دي. د مصرف بڼه هم بدله شوې؛ د کورونو کلنی پېرود شاوخوا ۲۷۰ زره واحدونو ته رسېدلی او د موټرو پلور یو میلیون ته نژدې شوی دی.
نړیوال بانک وايي، د ازبکستان د ودې بل پړاو به له ننګونو ډک وي. د بانک اقتصادپوهه، پینار یاشار، وویل چې راتلونکې وده باید پر قوي خصوصي سکتور، د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب او رښتینې سیالۍ ولاړه وي.
قرغیزستان او تاجیکستان؛ چټکه خو نابرابره وده
قرغیزستان په ۲۰۲۵ کې له شاوخوا ۱۰.۳ سلنې ودې سره د سیمې تر ټولو چټک اقتصاد و، او د ۲۰۲۶ لپاره یې وده ۹.۳ سلنه اټکل شوې ده. تاجیکستان هم د مهاجرو د حوالو او پراخو دولتي پانګونو ګټه اخیستې ده.
شنونکي وايي، د دې ودې یوه برخه د روسیې–اوکراین له جګړې وروسته د سوداګرۍ د لارو بدلون ته ورګرځي.
کارپوه کوبات راخیموف وايي، په کمپانګیزو اقتصادونو کې لوړه وده ډېری وخت د شاتګ د جبران پړاو وي، نه ژور جوړښتي بدلون.
اذربایجان؛ د انرژۍ د نښلولو مرکز
اذربایجان، که څه هم د مرکزي اسیا برخه نه ده، خو د انرژۍ او ترانزیټ له لارې د سیمې له اقتصادونو سره نژدې تړاو لري. د پیسو نړیوال صندوق اټکل کوي چې د دې هېواد GDP به په ۲۰۲۵ کې شاوخوا ۳ سلنه وده وکړي.
که څه هم دا کچه د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو پرتله ټیټه ده، خو اذربایجان د سیمې په نښلولو کې مهم رول لري. اقتصاد یې لا هم پر تېلو او ګاز متکي دی، خو چارواکي په بدیلو انرژیو او غیرنفتي برخو کې پانګونه کوي.
انفلاسیون او راتلونکی
سره له دې چټکې ودې، انفلاسیون لا هم ستره ستونزه ده. په ۲۰۲۵ کې انفلاسیون په قزاقستان کې شاوخوا ۱۲ سلنه، په قرغیزستان کې ۹ سلنه او په ازبکستان کې ۷–۸ سلنه و.
اقتصادپوهان خبرداری ورکوي چې دا وده د بهرنیو شاکونو پر وړاندې زیانګاله ده او راتلونکی چلنج دا دی چې دا اقتصادي پرمختګ په دوامدارو عایداتو، لوړې تولیدي وړتیا او د خلکو د ژوند په رښتینې ښهوالي بدل شي.