دوشنبه, فبروري 9, 2026
Home+په معاصر شعر کې د مخاطبوي شاعرۍ نمونې|طالب منګل

په معاصر شعر کې د مخاطبوي شاعرۍ نمونې|طالب منګل

لیکنه: طالب منګل
په معاصر شعر کې چې موخه ترې اوسنۍ شاعري ده٬ داسې شاعران شته چې په خپل شعر کې له بل چا سره خبرې کوي. که لږ یې واضح ووایو هغه به دا وي چې که یو شاعر له بل انسان، بل شاعر، ملګري، وطن، طبیعت او یا یوې زمانې سره خبرې کوي، د مخاطبوي شاعرۍ تر عنوان لاندې یې پېژندل شو.
دا ډول شاعري زیات ارزښت لري٬ ځکه دا یوازې د احساساتو بیان نه دی، بلکې ادبي مکالمه، فکري دریځ او اخلاقي دریځ هم په کې راټولیږي.
په پښتو ادب کې زیات شاعران شته چې ورته شاعري یې کړې ده٬ خو په شعر کې یې دا نمونې د ګوتو په شمېر دي.
بهار خوستی بیا هغه شاعر دی٬ چې په شعرونو کې مخاطبوي بڼه نه یوازې څرګنده ده، بلکې د هغه د شاعرانه هویت یوه بنسټیزه ځانګړنه هم جوړه شوې ده٬ لکه له یوې خوا یې دغه ډول شاعرۍ تله درانه ده له بلې خوا یې شمېر او کیفیت هم اوچت دی.
که دده شعرونه ولولو نو هغه کله شاعر ته شاعر خطاب کوي، کله ملګری د زړه مخاطب ګرځوي، کله وطن د یار په څېر رابولي، او کله پسرلی، غر او نښتر د انسان په شان بولي او مخامخ ورسره خبرې کوي.
کله چې بهار خوستی یوسف شاه سپېلني، ساده حیدرخېل، کاروان صیب، فرهاد (د ده شاعران ملګري) او نورو شاعرانو ته شعر لیکي، نو دلته شعر د ستاینې تر حده نه محدودېږي، دا خبره ځکه مهمه ده٬ چې د شعر په وسیله د شعر خبرې وړاندې کوي.
 بیت:
دغزل د جرس غږ دې لږ تت شوی
د پاستۀ غزل شرنګیه سپېلنیه
په دې بیت کې جرس او شرنګ  یوازې الفاظ نه دي او د غزل د موسیقیت او روحي شور سمبولونه هم دي.
بهار خوستی کله کله په خپلو شعرونو کې د احساساتو ریښتینی مخاطب هم لري چې دې ډول شعرونو ته دوستانه شعرونه هم ویلی شو. په دوستانه شعرونو کې بهار خوستی له تصنع تېرېږي او ژبه یې ولسي، صمیمي او رښتینې کېږي.
بیت:
ورک یې چیرې یې زړګیه سپېلنیه
نظر ماتو ته لوګیه سپېلنیه
په دې بیت کې لوی قوت دا دی چې ملګری د روح ساتونکی ګرځي٬ ځکه په بیت کې سپیلنی نوم نه دی د دعا او باور سمبول هم دی.
د بهار په دا ډول شاعرۍ کې وطن هم ملګری بولي٬ ځکه هم په دې باور لري چې وطن یوازې جغرافیه نه ده٬ وطن یو ژوندی وجود دی، چې ورسره خبرې کېږي، تسلي ورکول کېږي او ترې هیله غوښتل کېږي.
دا وطن به ګلالی افغانستان وي
پرېمانه به هر څۀ شي صبر وکړه
دا بیت د وطن‌ پالنې تر څنګ هیله چورلیځه مخاطبوي شاعري ده. شاعر وطن ته د ملګري په شان وایي چې صبر وکړه.
بهار خوستی طبیعیت هم نه دی هېر کړی او دده په شاعرۍ کې تشخیص او ندا هم شته یو اوږد شعر کې چې پسرلي موسم ته یې لیکلی دی وایي.
بیت:
بهار  ګډ چې له مستۍ شي لیونیه
راشه راشه پسرلیه پسرلیه
دا بیت د بلاغت له طرفه٬ ندا او تخیص دی او له ادبي پلوه یې اخلاقي دریځ درلودونکي شاعري بللی شو.
ځکه په دې بیت کې یوازې موسم ته بلنه نه ورکوي ځکه پسرلی د بیا راژوندي کیدو هیله هم لري.
د بهار خوستي ځینې بیتونه مستقیم د انسانیت پر زخم هم  ګوته ږدي.
بیت:
د چا په بې‌وسۍ پورې دې کټ کټ وخندل
حېران شومه چې تا هم خدای منلی دی کنه
په دې بیت کې کوم مشخص مخاطب نه شته وجدان مخطب ګرځوي٬ که دا بیت وګورو دې ته اخلاقي انتقادي مخاطبوي شاعري ویلی شو، چې لوستونکی له ځانه پوښتنې ته اړ باسي.
دغرۀ لمن کې دنښترو سیوری
لکه کاروان صیب سندرو سیوری
کاروان صیب د پښتو غزل لوی شاعر دی او دې بیت کې تشبیه، طبیعت او هنر یوځای شوي دي. د غر لمن، نښتر او سیوری د سندرو له فضا سره یو سینمایي انځور جوړوي. دا ډول بیتونه تصویري او سینمایي شاعري ته نږدې دي.
دلته د هغه یو بل بیت هم راوړم:
رنگ زما له غنمرنگ جانان یې واخیست
د  بهار غزل بوبری او کـه لونـگ شو
په دې بیت کې جمالیتي سمبولیکه زاویه شته ځکه رنګ بوی او غږ یې سره ګډ کړي. په بیت کې بوبری او لونګ د رنګ او بوی سمبولونه دي. که وګورئ  شاعر خپل شعر د حسونو نړۍ ته داخلوي٬ په دې حالت کې شعر یوازې لوستل کیږي نه، بلکې لوستونکی یې احساسوي. زه فکر کوم چې دا بیت د لوړې جمالیاتي کچې نښه ده.
شاعر په یو نظم کې خپل محبوب ته بلنه ورکوي چې د ښار له تنګې فضا ووځي او د غره ازادې فضا ته ورشي او بیا خپله خبره داسې پیلوي:
دغرۀ لمن ته به یاران را ټول کړو
دستړیو زړونو حواله به وکړو
څه به ټپې څه به سندرې وکړو
دمینې ډکه مشاعره به وکړو
                    ***
مشر میلمه به خپل کاروان وټاکو
اننسري به ساده ګل ته پریږدو
فرهاد به کټ کټ راته خاندي موږته
خوږ سپیلنی به مست غزل ته پریږدو
                   ***
بیا به دریځ ته په چکچکو راشي
بیا به یو ښه غزل خاورین ووایي
خادم به مسک مسک ورته ګوري ګوري
کمال به بل غزل رنګین ووایي
                ***
بیا به بلنه بشرمل ته وشي
چې سټیج راشي مونږ ته شعر ووایي
هغه به هم لکه سالک په شانتې
شوخ شوخ شعرونه مونږته ډېر ووایي
                     ***
بهار که ښۀ غزل لیکلی نه شي
خووي خوشال چې وي یاران په څنګ کې
لکه ګلاب داسې بیا وغوړیږي
چې کله ناست وي دکاروان په څنګ کې
دا شعر د اوسنۍ پښتو شاعرۍ له هغو ښکلو بېلګو څخه دی چې فکر، احساس، کلتور او ادبي ملګرتیا په یو منظم او ژوندی تصویر کې سره یوځای شوي دي.
 دا نظم یو شخصي احساس او نظر نه دی بلکې د هنر  کلتور او د شاعرانه یووالي یو ښکلی اعلان هم ورته ویلی شو. په دې شعر کې شاعر په ډېره عاجزۍ او انساني احساس اعتراف کوي چې که غزل هم ونه شي، خو د یارانو موجودیت، د کاروان ملګرتیا او ګډه فضا ورته بس ده.
که متوجې شو په دې کې یو پیغام دا دی چې ریښتینی ادب له خلکو، مینې او یووالي پرته نه شي تر سره کیدای. کله کله مخاطبوي شاعري په خاصه توګه چې ستاینه په کې وي د هنر له دایرې وځي خو د بهارخوستي شاعري په مخاطبوی شعرونو کې د هنر لاره نه پریږي. خپل یو ملګري ساده حیدرخېل ته یو داسې غزل لیکي:
ته څانګې څانګې یې نښتر یې ساده
ته د سپرلي طلایي لمر یې ساده
ستا د غزل طوطیان دوږي نه شي
ته هم نبات یې، هم شکر یې ساده
د ستا سندرې د کابل جیناکۍ
ته په غزل کې له مونږ بر یې ساده
ستا د قلم نوکه د پڅه نه شي
ته د وطن ستر انځورګر یې ساده
ته یې زمونږ د سرودونو بلبل
ته د لفظونو نغمه‌ګر یې ساده
ته یو خوږ‌زړی او سپین‌زړی انسان
ته د مینې یو قلندر یې ساده
ته د فرهاد، خاورین، خادم، سپېلني
ټیکلیو زړونو ته نه خبر یې ساده
ته د خوږو خوږو لفظونو پاچا
او ته د مینې سر لښکر یې ساده
ته د ګلابو او نرګسو جانان
ته د رنګونو جادوګر یې ساده
ته د ښکلا په تعریف ښه پوهېږې
ته سترګور او سخنور یې ساده
د ستا په باب دی بهار خوب لیدلی
تعبیر یې دا دی: بختور یې ساده
دا شعر د ستاینې په بنسټ لیکل شوی دی او په ستاینه مانیز فورم کې مبالغه هم وي٬ که دا شعر وګورو په دې شعر کې(ته ) لفظ د صمیمیت لپاره راوړل شوی دی.
په. دې شعر کې تشبیه او استعاره هم شته چې د سپرلي طلایي لمر، نښتر، نبات او شکر، بلبل او نغمه‌ګر، ګلاب او نرګس ټول د مخاطب شخصیت او هنري کیفیتونو ته ژوندي تصویر ورکوي.
بل دا غزل نرم قافیه، روان وزن او د ردیف تکرار لري چې د غزل داخلي اهنګیتوب جوړوي٬ بهار خوستی ځکه دا کار کوي چې په مخاطبوي شاعرۍ کې د پیغام رسولو لپاره همدا توکي اغیز لري. په دې غزل کې د اغراق هنر هم څرګند دی، خو دا اغراق په هنري او ستاینیز چوکاټ کې کارول شوی، لکه د خوږو لفظونو پاچا، د مینې سرلښکر، او ستر انځورګر چې دا ډول مبالغه ادبي مقام لري او هنري ارزښت زیاتوي. که همدا بیتونه وګورئ نو تاسو احساس کوئ چې دا ډول مبالغې مخاطب ته لوړ ادبي مقام ورکوي او د شعر ښکلا یې زیاتوي.
شاعر د غزل په یوه برخه کې د نورو شاعرانو نومونه هم یاد کړي، لکه فرهاد، خاورین، خادم، سپېلنی. په دې غزل کې دا بین المتني اشاره  د معاصر پښتو ادب د یوه ادبي بهیر سره نښلوي، او مخاطب د ادبي او ټولنیز چاپیریال یوه برخه ګرځوي. خو د غزل وروستۍ بیت وګورو نو غزل په خوب پای ته رسیږي دا یو کلاسیک هنر دی چې شاعر د شخص ستاینه پرې بشپړه کوي.
له دې پورته بحث څخه موخه دا وه چې د مخاطبوي شاعرۍ سره هنري اړخ هم مهم دی چې دا کمال د اوسني ادب په شاعرۍ کې یو قوت څرګندوي. که څه هم دا ډول شعرونو لیکل په پښتو اوسنۍ شاعرۍ کې کم دي خو زه فکر کوم چې بهار خوستی یوازنی شاعر دی چې مخاطبوي شاعرۍ د شعرونو شمېر یې یو څه تر نورو ډېر دی او یا یې دا ډول شاعري دومره پاخه کړي چې د شعر هنر ته یې نه دا چې پیکه کړی بلکې ښکلا یې ورکړې ده.
د بهار خوستي مخاطبوي شاعري په ستاینه٬ لارښونه او یا فریاد پورې نه ده محدوده بلکې د هغه مخاطبوي شاعرۍ اصلاحي او نصحتي بڼه هم لري لکه په لاندې یو شعر کې:
چې ځان دغرب زلمي په څېر نه شي پام
بې ځایه لاس چې درنه تېر نه شي پام
که ته دغرب په رنګینو کې اوسې
دا خړ کورګی چې درنه هېر نه شي پام
                       ****
منم چې شور دکلیساوو واورې
اوته دا خپل جنت وطن به غواړې
د مازدیګر شغلې به هم یادوې
دخپل خواږۀ جانان دیدن به غواړې
                        ****
دغرب له تکوسرو بربنډو پېغلو
ته لرې ګرځه پام په ځان کړه اشنا
دغه دوخت دی مزدوري وکړه ته
دا خپل المونځ اودس اذان کړه اشنا
                   ****
ددغې ښار په ښکلا مه نازیږه
دبل دیار په ښکلا مه نازیږه
دخپل وطن ملګري مه هیرا وه
دډک بازار په ښکلا مه نازیږه
                  ****
دا خپل ګلاب ګلاب شباب ملګریه
چې په نېشو نه کړې خراب ملګریه
چې خپل وجدان ته ملامت وې سبا
له داسې کار کړه اجتناب ملګریه
                       ****
خبر شوم تا دا خړکورونه هېر دي
داکلی قام دهېر  تربورونه هېر دي
سپین سري مور دیادوي ملګریه
ولې دخویندي واړۀ وروڼه هېر دي
              ****
وخت تېرا وه وطن خو مه هېراوه
دپلار نیکۀ مسکن خو مه هېراوه
دخپل وطن څېړۍ نښتر یادوه
چنار ګودر ګلشن خو مه هېراوه
                   ****
دوطن غرونه او چینې یادوه
دخاورو کلي او کوڅې یادوه
دماشومانو پټ پټونی یاد کړه
ها اتڼونه او خجرې یادوه
                 ****
مزدوري کړه عبس کارونه پریږده
دغه مستي او نایټ کلبونه پریږده
پښتني هوډ له لاسه مه ورکوه
دا دشین سترګو محفلونه پریږده
                        ****
پیسې چې وګټې وطن ته راشه
دلته وطن ښکلی هم ژوند ښکلی دی
دا پښتنې پېغلې له مینې ډکې
په خدای بنګړی ښکلی مړوند ښکلی دی
                     ****
نه د  سلام نه د کلام را درومي
نه دواټساف کې کوم پیغام رادرومي
ډیره موده وشوه چې ورک یې یاره
نه دکوم زنګ سهار ماښام را درومي
                      ****
دغرب په ټول ښایست یې نه ورکوم
دغه مې زړۀ دغه مې ځان دی ګرانه
راځه راځه افغانستان ته راشه
افغانستان افغانستان دی ګرانه
                 ****
خاطر چې دروند نه کړې خواږه جانانه
له ما چې ونه کړي ګیله جانانه
دا څو کیسې وې دبهار په زړۀ کې
ساتلي وې ډیره موده جانانه
                 ****
  مخکې له دې چې ددې اوږد شعر هنري جاج واخلو یوه خبره په پام کې نیسو٬ هغه دا چې د بهارخوستي دا شعر  خپل ملګري لپاره یو اصلاحیه او نصحتي پیغام وړاندې کوي، چې په صمیمي او دوستانه ژبه لیکل شوی دی. لیک د مینې او احترام له احساس سره مل دی، او د مخاطب د اخلاقو، وطن‌ پالنې او دودیزو ارزښتونو ساتنې ته پام را اړوي. دا شعر د اصلاحیه نصحیت او دوستانه مینې ترکیب ښيي. شاعر هڅه کوي چې خپل ملګری د غرب په ښایسته، خو فریبنده نړۍ کې د ځان او وطن یاد وساتي، د اخلاقو او وجدان ساتنه وکړي، او په عملي ژوند کې مسولیت ولري. په همدې ډول، شعر د پښتو معاصر ادب یوه ښکلی نمونه ده، چې نصيحت، مینه او ادبي ښکلا په یوه ژبه کې سره یوځای کوي.
دا شعر ځکه د اوسني ادب برخه ګرځي او ارزښت لري چې مستقیم مخاطبیت لري، د نغمه، ردیف او وزن له مخې موسیقي‌محوره ده، استعاره، سمبولیزم او تشبیه لري، اخلاقي او اصلاحیه پیغام وړاندې کوي او مهم دا چې د انساني احساس او فکر ژوروالی په کې په ښه شان څرګند شوی دی.
خو په دا ډول شاعرۍ کې چې مخاطبوي او نصحتي وي شاعرانو ته په کار دي چې کلمې او عبارتونه زیات تکرار نه شي٬ لکه پام، ملګریه، نه هېر کړه، راشه.
که څه هم دا تکرار د ریتم لپاره کارول شوی، خو ځینې ځایونه یې د لوستونکي پام کمزوری کوي او د شعر خوند لږ کوي٬ ددې په ځای په کار دي چې متبادلې کلمې وکارول شي.
په مخاطبوی شاعرۍ کې په کار دي چې تصویرونه ډېر دودیز نه وي. بل په مخاطبوي شاعرۍ کې د یارانو او ملګرو نومونه باید پرلپسې په یوه کرښه کې رانه شي٬ ددې لپاره حل لاره دا ده چې نمونه کم شي یا د یو نوم په ځای د هغه شخصیت یو ځانګړنه یاده شي.
بهار خوستي زیاته شاعري کړي او دا یو څو شعرونه شاید د هغه د شاعرۍ استازیتوب ونه کړي ځکه کوم شعرونه چې ده په مخاطبوي توګه لیکلي له هغو شعرونه سره چې شخصي احساس او تخیل لري یو څه فرق شته او یو شمېر غزلونه او بیتونه خو یې دومره لوړ دي چې د هغه د شاعرۍ نازک تارونه یې چیړلي دي.
بهار خوستی مشر شاعر دی او په تنوع برابره شاعري کوي٬ نو ځکه یوه دوې لیکنې د هغه د شاعرۍ په اړه قضاوت نه شي کولی٬ ما په دې لیکنه کې د بهار صیب د شاعرۍ مخاطبوي شاعرۍ ندا نمونې اړخ راواخیست شاید نور اړخونه یې بل څوک وڅیړي خو د دې لیکنې پر مهال دا څرګنده شوه چې په اوسني پښتو ادب کې مخاطبوي شاعري یوازې د احساساتو ساده نمونه نه ده او  مخاطبوي شعر هغه مهال لوړ ادبي ارزښت مومي چې د خطاب تر څنګ تخیل، تصویر، موسیقیت او مانیز ژورتیا هم ولري. که مخاطب انسان وي، وطن وي، طبیعت وي او که وجدان شعر هغه وخت اغېزمن کېږي چې له شعار او سطحي نصیحت څخه تېر شي او د هنر په ژبه خبرې وکړي.
د بهار خوستي شاعري د معاصرې مخاطبوي شاعرۍ له پیاوړو بېلګو څخه ده. هغه مخاطب یوازې د ستاینې لپاره نه کاروي، بلکې د شعر مانا ته هم ګوري. په پای کې باید ووایم چې مخاطبوي  شاعري خپلې ننګونې هم  لري لکه د کلمو او عباراتو ډېر تکرار، دودیز تصویرونه او د نومونو زیات یادونه کولای شي د شعر هنري شدت کم کړي. خو کله چې شاعر لکه بهار خوستی دا بڼه په شعوري ډول وکاروي، نو مخاطبوي شعر له تصنع څخه ژغورل کېږي او د اوسني ادب یو اغېزمن او ارزښتناک جریان جوړوي.
 په ټوله کې، مخاطبوي شاعري که د هنر له چوکاټه ونه وځي، د معاصر پښتو ادب د فکري، اخلاقي او انساني ژورتیا یو مهم او روښانه مخ دی٬ چې سترګې پرې نه شو پټولی.

د شاعرانو هغه شپه چې په ژوند کې ونه شمېرل شوه

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...