طالب منګل
په شپږو موټرو کې مو ټول ملګري سره کېنول.
زموږ شاعر ملګري کلیوال د هر موټر سپرلۍ ته د لارې مسیر لکه د نظم بندونه، جلا جلا وښوده.
د ماښام لمانځه لپاره د خام سرک پر ژۍ ولاړ وړوکي جومات ته ورننووتو؛ خاموشه او له رڼا ډک و.
امام په محراب کې د دوو زدهکوونکو تر منځ ناست و، د درس تار یې لا نه و پرې شوی٬ چې موږ ته یې په لنډ، خو دروند نظر ښه راغلاست ووایه، بیا یې خبرې بېرته د علم خواته وګرځولې.
همدا وخت زموږ د هغه موټر سپرلۍ هم راورسېدې چې په لاره پاتې وې.
د حامد خیري صیب په امامت مو لمونځ مو ادا کړ٬ له تکبیر سره مو د ورځې ستړیا پر ځمکه کېښوده. بېرته د خام سرک په اوږده لیکه روان شوو.
د سرک دواړو غاړو ته د ونو اوږده کتارونه ولاړ وو، لکه د لارې ساتونکې.
د سرک تر څنګ ځای٬ ځای پرانیستو دوکانونو په منځ کې څراغونو شپه رنګینه کړې وه٬ رڼا د ښیښو، تختو او سیورو تر منځ ځان ته فضا جوړوله.
شاته پاتې بل موټر ته مو د خپل منزل ادرس ورکړ.
په یوه شیبه کې د خړ کور مخې ته ودرېدو. د موټر د اوږدو څراغونو په رڼا کې د پښتو ادب نومیالی شاعر پیر محمد کاروان راڅرګند شو.
ځان یې په څادر کې نغښتی و، خو حضور یې تود او خوږ لګیده٬ په لاس یې هر موټر ته د درېدلو ځایونه وښودل. ټول ورښکته شوو.
هغه یو په یو له هر چا سره دروند، پخوانی دودیز روغبړ وکړ٬ هره خبره یې لکه خواږه بیتونه په ذهن لګیده.
بیا یې موږ د خپلې حجرې تودې فضا ته دننه کړو٬ د هر ملګري په څیره کې د کاروان شاعري لوستل کیده.
ورو٬ ورو فضا شاعرانه او ادبي شوه.
موږ تر پنځلسو ډېر ملګري وو٬ ټول د ادب په یوه نري خو ټینګ تار تړلي وو. دا تار تصادفي نه و٬ دوی ټول د ژبو او ادبیاتو د ماسټرۍ تازه غوړېدلي ګلونه وو٬ له ذهنونو څخه یې د کتابونو خوشبویانې پورته کیدې.
مشر استاد دوکتور شهاب په ارام نظر پر ملګرو سترګې وګرځولې٬ بیا یې یو په یو کاروان صیب ته وروپېژندل.
د هغه د لیدو د حضور کیسه یې داسې تشریح کړه لکه یو ادبي سفر چې خپل تمځای ته رسېدلی وي.
د کاروان صیب سترګې ورو ورو وغوړېدې٬ پر هر مخ یې دروند، خو مهربان نظر کېناوه. ډوډۍ، چای او میوې راغلې٬ د خبرو، خندا او خاموش کیف ترمنځ یې خپل نوبتونه واخیستل.
وخت بې له دې چې حساب شي، په یوه شیبه کې د کاروان صیب په خوږو کلمو( جار مو شم) نه تېریده.
ما په نقیب رسول کلیوال غږ وکړ: کلیوال صیب شعر ولوله! کلیوال یو څه ست وکړ خو دوکتور شهاب زما خبره غبرګه کړه.
کلیوال خپل غزل پیل کړ٬ نوې رنګونه یې راټول کړي وو٬ غزل تر پایه ټولو ته خوند ورکړ.
وروسته کلیوال او شهاب صیب له ما د غزل ویلو غوښتنه وکړه٬ غزل مې ولوست او د دوی تبه مې روانه وساتله.
دا وخت د خاورینې حجرې فضا د شعر له روح سره تړل شوې وه٬ په ټولو ځانګړی کیف خپور و.
ما کاروان صیب نه هیله وکړه چې نوې شعرونه ووایي٬ ټول ملګرو دا د خپل ځان غوښتنه وبلله٬ خوښ شول٬ سترګې یې د کاروان صیب په مخ کې نیولې وې.
کاروان صیب یو څو نوي غزلونه ولوستل٬ هر ځل به په حجره کې د واه یو لوړ غږ پورته شو٬ هواګانو به نڅا وکړه او رڼا به په ټولو مخونو مسکا وویشله.
کاروان صیب پخې او له تجربې ډک خواږه غزلونه ولوستل، داسې غزلونه چې خاموشو زړونو ته یې غږونه کول.
کاروان صیب موسک شو او ویې ویل:اهل ذوق ته شعر ویل بېل خوند او بېل کیف لري.
د نصیبالله صدیقي نوبت راغی٬ هغه حماسې ته ورته شعر ولوست، لوړه ساه، او دروند احساس یې درلود.
د حجرې فضا دومره رنګینه شوه چې که یو سخت او غمجن زړه هم په دې فضا ورپېښ شوی وای نو د زړه زنګ یې لرې کیده او زړه ته به یې پستې٬ پستې اهنګینې شیبې ننوتلې وای.
کله به چې د حجرې په منځ کې کوم یو بیت ته واه٬ واه او بیا ووایه غږونه شول٬ د حجرې د باندې ګلونو او ونو هم غوښتل چې حجرې ته د ننه راشي او دا فضا حس کړي.
په حجره کې د کاروان صیب زامن، ماښام او جمال، هم ناست وو٬ د حجرې نیالۍ پرې ښکلې ښکاریدې.
ټینګار وشو چې جمال دې خپل غزلونه ووایي٬ هغه غزلونه ولوستل. ټوله حجره کیف ونیوه٬ لکه اور ته چې نوي لرګي ور واچوې٬ ټولې حجرې د جمال د هر بیت ستاینه وکړه.
کاروان صیب وویل کله چې یو لیکوال د بل شاعر او لیکوال د نثر او شعر په اړه لیکنه وکړي٬ دا نورې پنځونې رامنځته کوي.
هغه د ښاپېرۍ لاسلیک کتاب په اړه ویل:نقادان کولای شي هغه خواوې خلکو ته ښکاره کړي چې کله کله خپله لیکوال هم ورته متوجه نه وي.
ده زیاته کړه چې دا ډول کتابونه شاعر او لیکوال ته د نوو پنځونو فرصت برابروي٬ دا هڅونې د الهام لپاره خام مواد دي، هغه تخمونه چې سبا به ترې نوې ګلونه راشنه شي٬ دا کتاب ماته الهام راکونکی دی.
په دې ناسته کې د ادب، مسولیت او رول په اړه اوږدې خبرې وشوې٬ خو شپه لکه شمعه ورو٬ ورو ویلې کېده، او ساعت ستنې بېغږه مخکې روانې وې.
د کاروان صیب په کتابتون کې ټولو ملګرو یو په بل پسې یادګاري عکسونه واخیستل٬ کاروان صیب هر یو په غېږ کې کلک ونیو او بیا یې وویل:
زموږ خوا کې یو اصطلاح ده چې د ښکار ورځ په ژوند کې نه حسابیږي.
زیاته یې کړه:
د شاعرانو شپه په ژوند کې نه حسابېږي٬ لکه دا شپه٬ داسې ښکاري چې هېڅ نه ده تېره شوې.
زموږ جدایۍ کاروان صیب په ژور کیف کې اچولی و٬ موږ پوهیدو چې هغه زموږ په تګ خفه کیږي٬ خو هر قدم مخکې جلا لار لري.
د موټرونو اوږدې اشارې ولګیدې٬ هر یو د کاروان صیب له غاړې لاسونه تاو کړل٬ مخه ښه وشوه او د خام سرک په اوږده مسیر بېرته راروان شو.
د سرک تر څنګ کورونه خاموش و٬ موټرونه ارام لکه د مسافرو قافله له کلي تېریده.
موږ ټول ددې شپې د کیف په راټولولو بوخت و٬ چې موترونه د سرک تر څنګ ودریدل.
ملګري محمدالله محمدیار په ټولو ملګرو انرژۍ ووېشلې٬ خولې مو خوږې شوې او د شپې په چوپتیا کې د کورنو په خوا روان شو٬
خو موږ حس کړه چې د کاروان صیب اروه او د ونو سترګې په موږ پسې شاته راګوري.