Homeخبرونهپه اییرپلېن موډ کې موبایل ژر چارحېږي؟

په اییرپلېن موډ کې موبایل ژر چارحېږي؟

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۰ مه) د نن ورځې ځیرک یا سمارټ فونونه له نويو نويو ځانګړتیاوو برخمن دي، له همدې امله اوس ډېری موبایلونه له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ mAh او یا تر دې هم د لوړ ظرفیت لرونکې بېټرۍ لري. که څه هم دا بېټرۍ کولای شي یو ورځ یا تر هغې زیات وخت موبایل فعال وساتي، خو د بشپړ چارج کېدو لپاره وخت ته اړتیا لري.

د فاسټ چارجنګ ټکنالوژۍ دا ستونزه تر یوې اندازې حل کړې، خو بیا هم د موبایل کاروونکي باید یو څه وخت د چارج لپاره ولګوي. همدې اړتیا ته په کتو، موبایل شرکتونه د چارج چټکتیا د یوې مهمې بازارموندنې وسیلې په توګه کاروي او ادعا کوي چې موبایل په یوازې ۳۰ دقیقو کې له ۰ څخه تر ۸۰ سلنه چارجېدای شي.

په دې لړ کې یو عام کار چې ډېر کاروونکي یې کوي، دا دی چې موبایل د چارج پر مهال ائیرپلېن موډ ته اچوي. عامه تصور دا دی چې کله په ائیرپلېن موډ کې د موبایل ډېټا، زنګونه او وای فای بند وي، نو موبایل په چټکۍ سره چارج کېږي.

د متخصصانو په وینا، په دې خبره کې یوه اندازه رښتیا شته. له تخنیکي پلوه، په ائیرپلېن موډ کې د موبایل د برېښنا مصرف کمېږي، چې له امله یې د چارج سرعت لږ څه زیاتېږي، خو دا توپیر دومره ډېر نه وي لکه څنګه چې خلک فکر کوي.

د بېلګې په توګه، که یو موبایل په ائیرپلېن موډ کې په ۱ ساعت او ۲ دقیقو کې بشپړ چارج شي، نو هماغه موبایل د موبایل ډېټا او وای‌فای په فعال حالت کې په شاوخوا ۱ ساعت او ۸ یا ۹ دقیقو کې چارج کېږي. یعنې توپیر یوازې ۴ تر ۷ دقیقو پورې وي.

کارپوهان وايي که کاروونکي د بېټرۍ په اړه د موبایل د جوړوونکو شرکتونو سپارښتنې په پام کې ونیسي، نو نه یوازې موبایل به ښه او پر وخت چارج شي، بلکې د بېټرۍ عمر به هم اوږد او خوندي پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...