دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو د وضعیت په اړه د پاکستاني وزیر او طالب...

د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د پاکستاني وزیر او طالب سفیر خبرې

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۳ مه) په اسلام اباد کې د طالبانو د رژیم سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر امیر مقام سره لیدنه کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړي.

په یاده لیدنه کې پاکستان ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنر تر سفر وروسته د افغان کډوالو د وضعیت د پرمختګ په اړه خبرې شوې دي.

د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر ویلي؛ چې د ښکېلو ادارو په مرسته یې د افغان کډوالو POR کارټونه د یو کال لپاره غځولي دي.

امیر مقام  زیاته کړې؛ پاکستان د کډوالو اجباري ایستل نه غواړي، بلکه د هغوي د باعزته او په خپله خوښه ستنېدو غوښتونکی دی.

هغه دغه راز له طالب رژیم څخه غوښتي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو زمینه برابره کړي.

پاکستان کې د طالبانو سفیر د کډوالو کوربه‌توب په خاطر له پاکستان څخه مننه کړې، د کډوالۍ کارتونو د غځولو په اړه یې د یاد هېواد د وروستۍ پریکړه ستایلې او د یادو کارټونو د مودې زیاتوالي غوښتنه یې کړې.

سردار احمد شکېب زیاته ویلي، د دوی امارت هم غواړي چې کډوال په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، په دې برخه کې یې د لوړې کچې کمېټې تشکیل کړي او هڅه کوي، چې کډوال په ډېر عزت سره خپل هېواد ته راستانه شي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی؛ چې افغان کډوال له تېرو ۴۰ کلونو پاکستان کې مېشت دې او نه یوازې دا چې چاته یې زیان نه دی رسولی، بلکې د پاکستان په اقتصادي پیاوړتیا کې یې هم مهم رول لوبولی دی.

ښاغلي شکېب ویلي؛ امنیتي موضوعات او سیاسي اړیکې باید له کډوالو سره ونه تړل شي.

په دې لیدنه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د یوې ګډې کمېټې په جوړولو هم خبرې شوې دي.

 د پاکستاني وزیر او طالب سفیر دا خبرې داسې مهال دي، چې هم له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ستنول دوام لري او هم یې په افغانستان کې د نه پالنې او لاسنیوي شکایتونه موجود دي.

کډوال شکایت لري، چې نه پاکستاني حکومت او نه طالب رژیم د دوی د وضعیت او پالنې په اړه رېښتیا وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب