پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو په مالي مرسته کندهار کې د یوه چیک ډیم...

د ملګرو ملتونو په مالي مرسته کندهار کې د یوه چیک ډیم د جوړولو چارې پیل شوې

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۳ مه)د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د بیانزو سیمه کې د ملګرو ملتونو په ۵۰۰ زره ډالرو  د اوبو یوې زېرمې «چک‌ډېم» جوړولو چارې پیل شوې.

د کندهار د کرنې لپاره د طالبانو د رژیم رئیس ملا عبدالنصیر صفت الله  ویلي؛ دا پروژه ملګرو ملتونو په مالي همکارۍ پلي کېږي، چې د سیمې سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

د هغه په وینا، دغه چک ډېم ۲۲۰ متره اوږدوالی او ۱۳ متره لوړوالی لري، د یو میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې په جوړېدو سره به يې زرګونه جريبه ځمکه خړوبه شي او هم به ځایي سلګونه کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شي.

ځایي اوسیدونکي د یادې پروژې له پیل خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي، چې په اقتصادي برخه کې به ورته زیاته ګټه ولري.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په افغانستان کې پراختیايي چارې خورا کمرنګه شوي، خو وخت په وخت د نړیوالو په مرسته د ورته ځینو پروژو خبرونه خپریږي.

1 COMMENT

  1. *\د ملګرو ملتونو په مالي مرسته کندهار کې د یوه چیک ډیم د جوړولو چارې پیل شوې\*!

    «چیک ډیم» څه شی دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب