پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې طالبانو د ګیله من وزیر یو شمېر خواخوږي بندیان کړي

ننګرهار کې طالبانو د ګیله من وزیر یو شمېر خواخوږي بندیان کړي

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۳ مه) با خبره سرچینو تاند ته ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې په ننګرهار کې یو شمېر ځوانان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي شهید ګیله من وزیر د غایبانه جنازې د پلانولو په تور بندیان کړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، عبیدالله فاروقي او ډاکټر محمود له دغو ځوانانو څخه دي.

د دغو ځوانانو پر فیسبوک پاڼو لیدل کیږي، چې د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې د غوښتنې او د هغه په مړینه د غمرازۍ له امله پښېماني ښودل شوې او په ځینو پوسټونو کې نوموړي ته سبکاوی هم شوی.

د دغو ځوانانو یو شمېر ملګرو ویلي، چې دوی طالبانو بندیان کړي او له اکونټونو یې ناوړه استفاده کړې ده.

معلومه نه ده، چې دوی اوس هم بندیان دي که له بنده خوشې شوي.

خلکو په دې اړه توند غبرګونونه ښودلي او ویلي، چې طالبان د داسې ملي فکره ځوانانو په نیولو، شکنجه کولو او د ټولنیزو رسنیو پر پروفایلونو یې د خپل بیرغ له ځړولو سره ملي فکر او ارمانونه له منځه وړلی او د ځان تابع کولای نه شي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دوی رژیم له څو ورځو راهیسې د ګیله من وزیر په مړینه د نه غمرازۍ او د هغه خواخوږو سره د ناوړه چلند له امله توندو نیوکو سره مخ شوي.

2 COMMENTS

  1. THIS KIND ACTION SHOW TO THE PEOPLES;
    TALIBS ARE NOT PUKHTOONS,AND MAKE MORE DISTANCE BETWEEN PEOPLES AND TALIBS,,
    ZENDAH BAAD PUKHTOONS AFGHANS/NOT SOLDOUTS

  2. طالبانو خپل سپيتوب او د پنجاب لاسپوڅي توب وښوولو او الله تعالی به يې له دې وروسته په سپکو سپک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب