دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین د پښتنو د قومي عدالت د جرګې بللو اعلان وکړ

منظور پښتین د پښتنو د قومي عدالت د جرګې بللو اعلان وکړ

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۴ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین د دغه غورځنګ د مخکښ غړي شهید ګیله من وزیر د جنازې پر مهال اعلان کړی، چې د اکتوبر په ۱۱مه به د پښتنو د قومي عدالت جرګه را غواړي.

ښاغلي پښتین ویلي:”په 11م اکتوبر به د پښتنو قامي عدالت لګوو، ټول پښتون ولس به، د ټول پښتون ولس نماينده خلک به، د ملنګ په شان کلي کلي ته ننوځو او په خپل لاس به ورته دعوت ورکوو، جولۍ به ورته غوړوو چې قام غرقيږي راووځه”.

منظور پښتين د جنازې ګډون والو ته په وينا کې وويل، “په پښتنو ظلمونه روان دي، نور پښتانه هیڅ ته تيار نه دي، زه د پاکستان رياستي واکدارانو ته هم وايم، چې ښکاري داسې چې زمونږ او ستاسو نه وشوه سره، ښکاري داسې دا حالات چې کوم تاسو جوړوئ، پښتانه سره نور ستاسو سره په دې شرايطو تګ نه شي کولی، خو البته دا د يو سټېج يا جنازې نه نېغ اعلان نه شي کېدلی چې دومره غټ بهير او دومره غټ انتقام اخستو دپاره په يو وار خبره وشي”.

هغه وویل، “نن يوه منصوبه وړاندې کوو او عمل به یې ووينئ. پښتانه نن متحده نه دي په اتفاق نه دي ځکه د دغه وجې دوی هر وخت وژل کيږي”.

د هغه په وینا، د دغې جرګې ځای به وروسته اعلان کړي.

منظور پښتین مخکې تر دې ویلي وو، چې پښتانه باید یو لاس شي او د ملا، عامي، سیاسي ګوندونو او نورو وېشونو له توپیره لاس واخلي او په یوه غږ د ځان ژغورنې لپاره غږ وکړي.

هغه وويل، “جرګې ډېرې وشوې د سياسي خلکو وشوې د لږو او ډېرو سړو وشوې خو نتيجه خو لا تراوسه نه ده راغلې کنه، دې ځل مونږ يو فرق درته ښايو، د جرګې دا معنا نه ده چې اعلاميه جاري کړي، د پښتون روايت دی چې جرګه فېصله کوي چې مونږ دا کوو”.

منظور پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مشران او پښتانه ملتپال د پاکستان پوځ او استخبارات تل تورنوي، چې د پښتنو د ځپلو لپاره یې لویې لوبې پلان کړي او د دوی د بربادۍ اصلي عامل دي.

پښتین په وروستیو ویناوو کې د پاکستان لخوا د هغو عملیاتو مخالفت هم کړی،چې ظاهراً هدف یې د ترهګرۍ خلاف مبارزه ښودل شوې.

د پښتین او نورو ملتپالو په باور، پاکستان له یوې خوا ترهګرې ډلې جوړوي او پښتانه پرې ځپي او له بلې خوا د دوی د ځپلو په نوم د عملیاتو په پلمه له نړیوالو مرستې اخلي.

دوی د پاکستان ورته هڅو ته د ډالري جګړو نوم ورکوي او وایي، چې هم پکې وسله وال او هم د پاکستان تر بیرغ لاندې ځواکونو کې پښتانه وژل کیږي.

د پاکستان منتقد ملتپال پښتانه د ګیله من وزیر او نورو ملتپالو پښتنو د وژلو تر شا هم د پاکستان د ورته دسیسو د لرلو ادعا کوي، خو پاکستان ظاهراً داسې تورونه ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب