Homeخبرونهسکاټ مېلر: افغانستان کې د امریکا د ماموریت پر پایته رسېدو خوښ...

سکاټ مېلر: افغانستان کې د امریکا د ماموریت پر پایته رسېدو خوښ نه وم

تاند / دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۹مه/ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو وروستي قومندان سکاټ مېلر په تازه مرکه کې ویلي، «په افغانستان کې د امریکا د ماموریت پر پایته رسېدو خوښ نه وم.»

مېلر په افغانستان کې د خپلو افغان همکارانو په اړه ویلي چې احساس یې کاوه په پرېښدو یې له هغوی سره خیانت کوي.

دغه قومندان د تخلیې پر مهال د کابل هوایي ډګر کې د چاودنې په اړه ویلي چې، په ملا یې مات کړ او هغه مهال یې د بې وسۍ حس کاوه.

په افغانستان کې د امریکا دې پوځي استازي ماموریت د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې پای ته رسېدلی و.

تازه افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت د اګست ۳۱مې له افغانستانه د وروستي امریکايي پوځي د وتلو ورځې په مناسبت ویلي چې، افغانستان د امپراطوریو هدیره او یوه نه تسلیمېدونکې خاوره ده.

2 COMMENTS

  1. سکاټ میلر ته ووايئ، د خپل پغماني دلال او م،ر ده 🐃 سیاف پوښتنه خو وکړه، تورکیه کې په دوعاوو بغارو ليونی شو 🤭

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو څوکیداري| ماهر احسانزی

پښتو یوازې ژبه نه؛ بلکې ویونکي یې د نالیکلي قانون چې پښتونولي نومیږي؛ داسې یو ترسیم شوي چوکاټ ته ورغورځوي چې له لومړۍ ورځې...