تاند (یکشنبه، د چنګاښ ۱۴مه) – د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، که څه هم په جرمني کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه کم شوي، خو دغه هېواد لا هم په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو تر ټولو مهم منزل (مقصد) دی.
د «وېلټ ام زونتاګ» ورځپاڼې د یوه محرم راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په جرمني کې د پناه ټولټال ۵۱ زره او ۱۴۷غوښتنلیکونه، چې لومړني او تکراري غوښتنلیکونه دواړه پکې شامل دي، ثبت شوي دي.
د راپور له مخې، دا شمېر د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې پرتله، چې نژدې ۷۰ زره غوښتنلیکونه پکې ثبت شوي وو، ۲۷ سلنه کم شوي دي.
د احصایو پر بنسټ، افغانان په جرمني کې د ټولو پناه غوښتونکو ۳۷ سلنه جوړوي او د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله ده. له افغانانو وروسته د ترکیې او سوریې وګړي، هر یو په ۹ سلنې ونډې سره، په دوهم ځای کې دي.
راپور ښيي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې فرانسه د ۶۵ زره او ۵۳۸ غوښتنلیکونو په ثبتولو سره د اروپايي ټولنې، ناروې او سویس په کچه د پناه غوښتونکو تر ټولو لوی مقصد و. له هغې وروسته ایټالیا د ۶۳ زره او ۹۸۵ او هسپانیا د ۵۳ زره او ۸۸۸ غوښتنلیکونو په ثبتولو سره په راتلونکو ځایونو کې دي.
د راپور له مخې، په اروپايي ټولنه، ناروې او سویس کې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د پناه غوښتنې ټولټال ۳۲۱ زره او ۶۲۷ غوښتنلیکونه ثبت شوي، چې د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۹.۳ سلنه کم دي.
د راپور پر بنسټ، افغانانو د ۳۷ زره او ۴۱۹ غوښتنلیکونو په ثبتولو سره په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله جوړه کړې ده. له افغانانو وروسته د وینزویلا وګړو په ۳۳ زره او ۷۵۴ او د بنګلهدېش وګړو په ۱۸ زره او ۹۷۰ غوښتنلیکونو سره په دوهم او درېیم ځای کې دي.
راپور زیاتوي چې له هر لسو افغانانو څخه، چې په اروپايي ټولنه، ناروې او سویس کې د پناه غوښتنه کوي، شاوخوا څلور تنه جرمني د خپل اصلي مقصد په توګه ټاکي، او فرانسه د دوی دوهم مهم مقصد ګڼل کېږي.
د اروپايي ټولنې په دې محرم راپور کې همداراز خبرداری ورکړل شوی چې په افغانستان کې بشري وضعیت په چټکۍ سره خرابېږي، او سیمهییز بدلونونه، په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې روان کړکېچ، ښايي اروپا ته د کډوالۍ پر بهیر نور هم اغېز وکړي.
دا راپور په داسي حال کې خپرېږي چې اروپايي ټولنه د زرګونو افغانانو ایستلو ته تیاري نیسي او په دې لړ کې یې د افغانستان د واکمن رژیم استازو ته بلنه ورکړه چې په بروکسل کې له دوی سره د افغانانو د ستنولو په اړه خبرې وکړي.