Homeخبرونهپه پولنډ کې له کانتینره ۱۵ افغانان او لسګونه نور کډوال نیول...

په پولنډ کې له کانتینره ۱۵ افغانان او لسګونه نور کډوال نیول شوي

تاند (یکشنبه، د چنګاښ ۱۴مه) – د پولنډ سرحدي چارواکو ویلي چې د لیتوانیا پولې ته نژدې یې د یوه باروړونکي موټر له کانتینره ۵۴ ناقانونه کډوال موندلي او نیولي، چې ۱۵ افغانان هم پکې شامل دي.

د پولنډ د پوله ساتې ادارې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د جمعې په ورځ (د جولای ۳مه) د پولنډ په شمال ختیځ کې د بودزیسکو (Budzisko) په موقتي سرحدي پوستې کې شوې ده.

چارواکو ویلي، دا کسان په هغه لارۍ کې سپاره وو چې د رومانیا نمبرپلېټ یې درلود او ۳۷ کلن رومانیایي موټرچلوونکي چلاوه. د پلټنې پر مهال د موټر په کانتینر کې ۵۴ بهرني وګړي وموندل شول، چې ۳۰ پاکستانیان، ۱۵ افغانان او ۹ بنګله‌دېشیان وو.

د پولنډ پوله ساتې ادارې ویلي، دغو کسانو هڅه کوله له قانوني اسنادو پرته پولنډ ته داخل شي. د لومړنیو څېړنو له مخې، موټرچلوونکي دا کډوال له لاتویا څخه د لیتوانیا له لارې پولنډ ته لېږدولي وو.

چارواکو ویلي، تر اداري پروسې وروسته به یاد کډوال بېرته لیتوانیا ته وسپارل شي. همداراز، د رومانیایي موټرچلوونکي لپاره به جنايي دوسیه پرانیستل شي، خو د تورونو جزییات لا نه دي خپاره شوي.

پولنډي رسنیو، د پوله ساتو د چارواکو په حواله، ویلي چې دا په وروستیو میاشتو کې تر ټولو لویه ډله ده چې د لیتوانیا له لارې پولنډ ته د ناقانونه اوښتو پر مهال نیول کېږي.

د راپورونو له مخې، سږ کال شاوخوا ۷۶۰ کسان د لیتوانیا له لارې پولنډ ته د ناقانونه ننوتلو په ترڅ کې نیول شوي دي.

دا پېښه ښيي چې یو شمېر کډوال او د انسانانو د قاچاق شبکې لا هم د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ لارې د لوېدیځې اروپا پر لور د تګ لپاره کاروي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان له مخې، په افغانستان کې نژدې ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د هېواد د نفوس کابو نیمایي جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

مرستندویو ادارو بیا بیا خبرداری ورکړی چې د ناقانونه کډوالۍ لارې خلک د استثمار، د انسانانو د قاچاق، خطرناکو سفرونو، نیول کېدو او نورو جدي ګواښونو سره مخامخ کوي.

تر اوسه پولنډي چارواکو د نیول شویو کډوالو د روغتیايي وضعیت او یا هم په دې اړه چې ایا کوم یوه یې د پناه غوښتنه کړې که نه، څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب