Homeخبرونهاردوغان: اسراییل ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د امریکا او...

اردوغان: اسراییل ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د امریکا او ایران هوکړه ماته کړي

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۴ مه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ وویل چې د منځني ختیځ د سولې هڅې د سیمې د هېوادونو له ملاتړ پرته بریالۍ کېدای نه شي، او اسراییل ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د امریکا او ایران د سولې توافق له خطر سره مخامخ کړي.

اردوغان په استانبول کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:

«هر هغه حل چې د سیمې د هېوادونو له ارادې او مشارکت څخه ځواک نه اخلي، دوامدار نه شي پاتې کېدای.»

هغه ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه باید د سولې او ثبات په هر بهیر کې اساسي رول ولري.

د ترکیې ولسمشر همداراز وویل چې انقره غواړي له پاکستان سره د انرژۍ، ترانسپورت، مهمو کانونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او دفاعي برخو کې همکاري پراخه کړي، او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه پنځه میلیاردو ډالرو ته ورسوي.

اردوغان دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د ترکیې او اسرائیل اړیکې د غزې د جګړې له پیل وروسته سختې ترینګلې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب