تاند (یکشنیه، د چنګاښ/ سرطان ۱۴ مه) که د دوبي په پیل کې تاسو هم د ماشو له ډېروالي په عذابېږئ، د امریکا د واشنګټن د یوه ښارګوټي تجربه ښايي درته په زړه پورې وي.
هر څه هغه وخت پیل شول چې د کپېټل هیل سیمې یوه اوسېدونکې، مېشل مېنګرون، پوه شوه چې ښاروالۍ د ماشو د کنټرول لپاره یوازې یو کارکوونکی لري. هغې پرېکړه وکړه چې د حکومت د اقدام پر ځای له خپلو ګاونډیانو سره عملي هڅه وکړي. د څو میاشتو په موده کې تر ۱۸۰۰ ډېر کورونه د ماشو د کمولو له دې ګډ پروګرام سره یوځای شول.
د سیمې ډېری اوسېدونکي وایي، له کلونو وروسته سږ کال توانېدلي چې د ماشو له مزاحمت پرته په خپلو انګړونو کې ساعتونه تېر کړي.
مېشل وایي: «غوښتل مې ماشومان مې بهر لوبې وکړي، خو هر اوړی به د ماشو له امله په کور کې پاتې کېدو ته اړ وو.»
د ماشو شمېر ولې زیاتېږي؟
متخصصان وایي، د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ په ډېرو سیمو کې د ماشو د فعالیت موده اوږده شوې او دا حشرې هغو سیمو ته هم رسېدلي چې پخوا پکې ډېر نه وو.
د ماشو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، په اروپا کې هم د ماشو شمېر او د هغوی له لارې لېږدېدونکې ناروغۍ، لکه ملریا، ډینګي، زیکا او چیکونګونیا، زیاتې شوې دي.
تېر کال په جرمني کې سختو سېلونو د ځینو سیمو د ماشو شمېر لس چنده ډېر کړ، او ایسلنډ هم په ۲۰۲۵ کال کې په لومړي ځل د ماشو د لیدل کېدو راپور ورکړ.
د نړۍ تر ټولو مرګونی حیوان
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) ماشي د نړۍ تر ټولو مرګونی ژوی بولي.
هر کال شاوخوا ۷۰۰ میلیونه کسان په هغو ناروغیو اخته کېږي چې ماشي یې لېږدوي او نژدې یو میلیون کسان د دغو ناروغیو ژوند بایلي.
خو له کابو ۳۷۰۰ ډولونو ماشو څخه یوازې لږ شمېر یې د انسان وینه خوښوي، او ډېری یې د ګلونو له شاتو هم تغذیه کوي او د ځینو بوټو په القاح او د ګردې په انتقال او د خوړو په زنځیر کې مهم رول لري. له همدې امله ساینسپوهان وایي، د ټولو ماشو له منځه وړل نه ممکن دي او نه هم اړین، بلکې باید یوازې هغه ډولونه کنټرول شي چې انسانان چیچي.
د ماشو د کمولو پنځه ساده لارې
د واشنګټن د دې سیمې اوسېدونکو د کیمیاوي حشرهوژونکو پر ځای پنځه عملي لارې غوره کړې:
- د هر ډول ولاړو اوبو له منځه وړل، ځکه ماشي آن په ډېرو لږو اوبو کې هګۍ اچوي.
- په هغو اوبو کې چې ایستل یې ممکن نه وي، د بیولوژیکي ګولیو کارول څو د ماشو لاروا له منځه ولاړه شي.
- د ځانګړو لومو نصب چې د انسان د بدن بوی تقلیدوي او ماشي ځان ته جذبوي.
- د هغو بوټو پر ځای چې لوند او سیورې چاپېریال جوړوي، د سیمې اصلي بوټي کرل.
- او تر ټولو مهم، د ټولو ګاونډیانو ګډه همکاري، ځکه ماشي د کورونو ترمنځ پولې نه پېژني.
ایا دا پروګرام بریالی شوی؟
که څه هم دا پروګرام لا تر اوسه په علمي ډول نه دی ارزول شوی، خو د اوسېدونکو تجربه هیلهبښوونکې ده.
د درېیو میاشتو په موده کې تر ۱۸۰۰ ډېر کورونه او تر ۲۲۰ ډېر رضاکاران ورسره یوځای شوي دي.
مېشل مېنګرون وایي، سږ کال یې له ډېر وخت وروسته وکولای شول د خپل کور په انګړ کې د ماښامنۍ مېلمستیا جوړه کړي او ساعتونه بهر پاتې شي.
هغې زیاته کړه: «تقریباً له هرچا سره چې ږغېدلې یم، وایي سږ کال د ماشو شمېر په څرګند ډول کم شوی دی.»