Homeخبرونهد خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د سعودي پلاوي پر وړاندې...

د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د سعودي پلاوي پر وړاندې د قرآن د آیت تلاوت؛ سیاسي پیغام که تصادف؟

تاند (شنبه، د چنګاښ ۱۴مه) – د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د سعودي عربستان د پلاوي حضور او د هغوی پر وړاندې د قرآن کریم د یوه ځانګړي آیت تلاوت په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو دا آیت د سعودي عربستان لپاره یو سیاسي پیغام بللی، خو ایراني چارواکو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د خامنه‌يي د جنازې د مراسمو لومړۍ ورځ د جمعې په ورځ د تهران په مصلی کې یو شمېر جګپوړو بهرنیو چارواکو هم ګډون درلود. هر بهرنی پلاوی د پوځي مارش په بدرګه د مراسمو تالار ته ننوت، د خامنه‌يي د تابوت مخې ته یې درناوی کاوه او په همدې وخت کې ورته د قرآن کریم یو آیت تلاوت کېده.

د سعودي عربستان پلاوی، چې مشري یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ولید بن عبدالکریم الخریجي کوله، د تهران او ریاض ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله ځانګړې پاملرنه ځان ته واړوله.

د سعودي پلاوي د درناوي پر مهال د آل عمران سورې ۱۳م آیت ولوستل شو.

قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأُخْرَىٰ كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُمْ مِثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ ۚ وَاللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَنْ يَشَاءُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ

دا آیت د بدر جګړې ته اشاره کوي او د دوو ډلو د مقابلې یادونه پکې شوې؛ یوې ډلې د خدای په لار کې جګړه کوله او بله ډله «کافره» بلل شوې ده. د اسلامي تفسیرونو له مخې، دا آیت د بدر جګړې د مسلمانانو بریا بیانوي، چې له لږ شمېر او محدودو امکاناتو سره سره بریالي شول.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ایراني او عرب کاروونکو د همدې آیت ټاکنه قصدي او د سعودي مشرتابه لپاره یو سیاسي پیغام بللی دی. ځینو ایراني رسنیو هم دا انتخاب «معنادار» ګڼلی، خو د آیتونو د ټاکلو د څرنګوالي په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.

په راپور کې راغلي چې د ایران او امریکا ـ اسرائیل د وروستۍ جګړې په ترڅ کې تهران پر ریاض تور پورې کړی و چې د امریکا د بریدونو ملاتړ یې کړی دی. همداراز، ځینو لوېدیځو رسنیو د سعودي او ایران د وروستیو اړیکو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره کړي، خو دا ادعاوې په خپلواک ډول تایید شوې نه دي.

د مراسمو پر مهال د قطر د پلاوي لپاره هم د قرآن ځانګړی آیت ولوستل شو. د قطر د پارلمان د رئیس حسن بن عبدالله غانم په مشرۍ پلاوي ته د فتح سورې دوهم آیت تلاوت شو، چې د حدیبیې سولې ته اشاره لري. ځینو شنونکو دا هم د قطر د منځګړیتوب رول ته یوه سمبولیکه اشاره بللې ده.

لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا

کارپوهان وايي، د ایران اسلامي جمهوریت له کلونو راهیسې د قرآن کریم له ځینو آیتونو څخه د سیاسي پیغامونو د رسولو لپاره استفاده کړې ده. د بېلګې په توګه، د «نصرٌ من الله و فتحٌ قریب» آیت د ایران د رسمي شعارونو او سیاسي پیغامونو په منځ کې څو ځله کارول شوی دی.

سره له دې، تر اوسه هېڅ رسمي سند یا ثبوت نشته چې وښيي د جنازې په مراسمو کې د هر پلاوي لپاره د قرآن د ځانګړو آیتونو ټاکنه په قصدي ډول د سیاسي پیغام رسولو لپاره شوې وه. له همدې امله، دا موضوع تر ډېره د رسنیو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د تفسیر او اټکل په کچه پاتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب