Homeخبرونهایا رونالډو د پنالټۍ تر وهلو مخکې؛ «بسم‌الله» وویله؟ د روسنیو تود...

ایا رونالډو د پنالټۍ تر وهلو مخکې؛ «بسم‌الله» وویله؟ د روسنیو تود بحث

تاند (یکشنبه، د چنګاښ ۱۴مه) – د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې مشهور ستوري کریسټیانو رونالډو له لوري د کرویشیا په وړاندې د برخلیک ټاکونکې پنالټۍ تر وهلو مخکې په شونډو کې یو څه ویلو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ بحثونه راپارولي دي.

دا شیبه داسي مهال ثبت او په ژوندۍ بڼه د نړۍ میلیاردونو لیدونکو ولیده چې پرتګال یو يز یو مساوي و او د رونالډو په پنالټۍ لوبه دوه پر یو شوه. رونالډو د پنالټۍ له وهلو مخکې له ځان سره یو څه ورو وویل.

په عربي نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو ادعا وکړه چې رونالډو دوه ځله د «بسم‌الله» کلمه تکرار کړه.

خو په پرتګال کې ډېری شنونکي باور لري چې هغه ښايي خپلې همېشنۍ پرتګالي جملې ویلي وي، لکه «Vamos lá» (راځئ، پیل یې کړو) یا «Vais marcar» (ته به ګول وهې)، چې د ځان د هڅونې لپاره یې کاروي.

رونالډو، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د سعودي عربستان له النصر کلب سره یوځای شوی، په عربي نړۍ کې ځانګړی محبوبیت موندلی او همدا وجه ده چې تر پناټي شوت مخکې د ده له لوري ورو څه ویلو د عریانو پام ډېر ځان ته اړولی دی.

د ټولنیزو رسنیو په ګڼو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ځینې مینه‌وال له پنالټۍ وروسته په خوښۍ نارې وهي او ادعا کوي چې رونالډو «بسم‌الله» ویلې ده.

ځینو عربي رسنیو هم دا احتمال مطرح کړی چې ښايي هغه رښتیا هم بسم الله ویلې وي، خو دا ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

که رونالډو بسم الله ویلې هم وي حتمي نه ده چې نوموړی دې مسلمان شوی وي. نن سبا په لوېدیځو هیوادونو کې ځینې نامسلمانان د حبیبي، ماشالله او والله او حرام په شان کلمې په خپلو ژبو کې کاروي.

د یورونیوز عربي خبریالانو، چې د رونالډو ویډیو یې څېړلې، ویلي د دوی په اند هم احتمال شته چې رونالډو «بسم‌الله» ویلي وي. دوی دا هم یادونه کړې چې رونالډو د سعودي په لیګ کې د لوبېدو پر مهال تر مهمو شودونو مخکې څو ځله د «بسم‌الله» ویلو عادت درلود.

خو مخالف نظر لرونکي وايي، د رونالډو د پرتګالي لهجې له امله د «Vais marcar» جمله د اورېدو پر مهال «بسم‌الله» ته ورته ښکاري او همدا د دې بحث اصلي دلیل دی.

تر اوسه کریسټیانو رونالډو په دې اړه هېڅ څرګندونې نه دي کړې. هغه د لوبې په پای کې له خپلو مینه‌والو سره د پرتګال د بریا او د سیالیو بل پړاو ته د لوبډلې د رسېدو جشن ولمانځه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب