تاند ( یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۴مه) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د لومړي ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی به د هغه د کورنۍ پر غوښتنه سبا (دوشنبه د چنګاښ پېنځلسمه) له جرمني څخه کابل ته راولېږدول شي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې ورځ به د عبدالاحد مومند د جنازې لمونځ د کابل په عیدګاه جومات کې اداء شي.
سرچینې زیاته کړې چې د نوموړي په جنازه کې به حکومتي طالب چارواکيو د هغه د کورنۍ غړي، خپلوان،همکارا ږن او ښاریان ګډون وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د جنازې له لمانځه وروسته به د عبدالاحد مومند مړی د کابل په تپه مرنجان هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
عبدالاحد مومند څه موده وړاندې په جرمني کې د ناروغۍ له امله ومړ.
د هغه د جسد لېږدول د ګڼو افغان فعالانو هیله چې باید کابل کې خښ کړای شي.
عبدالاحد مومند یوازینی افغان دی چې په لومړي ځل یې فضا کې پښتو وویله او قران کریم یې فضا ته ولېږدوه.
د افغان اسمان ستورئ باید په افغانستان کې وي، چي هر افغان وګړی دده قبر ته ورځي او ددرناوي سر ورته ټيټوي. عبدل احد مومند د افغان تاریخ ځلانده ستورئ ده او خښول یې په درنو مراسیمو سره باید تر سره سي.دغه کار به د طالبانو ملاتړ ډیر کړي روح یې ښاده او نوم یې تلپاتي 💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐😭😭😭