Homeخبرونهد افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د اسانتیا لپاره د طالبانو...

د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د اسانتیا لپاره د طالبانو څلور نور ډیپلوماتان جرمني ته ځي

تاند (یکشنبه، د چنګاښ ۱۴مه) –د جرمني فدرالي حکومت تایید کړه چې د هغو افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د اسانتیا لپاره به، چې په جرمونو محکوم شوي، د طالبانو څلور نور دیپلوماتان جرمني ته ولاړ شي.

د دویچه‌ویلې د راپور له مخې، جرمني تر دې مخکې هم په بُن کې د افغانستان قونسلګري او په برلین کې سفارت پر افغانستان د واکمن حکومت استازو ته سپارلی دی.

دویچه‌ویله لیکلي چې د جرمني حکومت هوډ لري افغانستان ته د جرمونو په تور د محکومو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پراخه کړي. په همدې موخه د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت، چې د مسیحي سوسیال اتحاد (CSU) ګوند غړی دی، وړاندیز کړی چې هره میاشت درې چارټر الوتنې ترسره شي او تر څنګ یې محکوم کسان په عادي مسافروړونکو الوتکو کې هم افغانستان ته واستول شي.

راپور زیاتوي، برلین د دغو کسانو د ایستلو د بهیر د اسانولو لپاره له هغه نظام سره د اړیکو د ټینګولو په لټه کې دی چې جرمني ځواکونو نژدې شل کاله ورسره جګړه کړې وه. په دې جګړه کې ۵۹ جرمني سرتېري وژل شوي وو، او جرمني لا هم طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د دویچه‌ویلې د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «د افغانستان واکمنه اداره، له جرمني څخه د خپلو وګړو په منلو سره، د نړیوال عرفي حقوقو له مخې خپل مکلفیت ترسره کوي. په ورته وخت کې، په جرمني کې د افغانستان د دیپلوماتیکو استازولیو فعالیت د بدیلو سفري اسنادو د صادرولو لپاره لازم شرط دی، ځکه دغه اسناد د ایستلو د بهیر لپاره ضروري دي.»

جرمني او یو شمېر نور لوېدیځ هېوادونه طالبان د افغانستان د «بالفعلې ادارې» په نوم یادوي، خو د رسمي حکومت په توګه یې نه دي په رسمیت پېژندلي.

د جرمني صدراعظم فریدریش مرڅ هم مخکې د جرمني پارلمان ته ویلي و: «موږ د طالبانو رژیم ته د دوستۍ لاس نه ورغځوو.»

خو هغه زیاته کړې وه چې جرمني چمتو دی له طالبانو سره د هغو موضوعاتو په اړه، چې د جرمني له ګټو سره تړاو لري، په ځانګړي ډول د جرمونو په تور د محکومو کسانو د ایستلو په برخه کې، په «لازمه تخنیکي کچه» همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب