Homeخبرونهد ملګرو ملتونو دوه جګپوړي چارواکي کابل ته ورسېدل

د ملګرو ملتونو دوه جګپوړي چارواکي کابل ته ورسېدل

تاند (یکشنبه، د چنګاښ ۱۵مه) – د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر برهم صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) مشر الکساندر ډي کرو د یکشنبې په ورځ افغانستان ته د رسمي سفر لپاره کابل ته ورسېدل.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د دغه وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د یاد پلاوي هرکلی وکړ.

عبدالرحمن راشد د پلاوي د هرکلي په ترڅ کې وویل، افغانستان ته مستقیم سفر د هېواد د وضعیت په اړه تر لیکلو راپورونو ډېر دقیق انځور وړاندې کوي. هغه زیاته کړه، میلیونونه افغانان له کلونو راهیسې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي، خو له خپل هېواد سره یې اړیکې نه دي پرې کړي، او هیله یې څرګنده کړه چې د کډوالو اړتیاوو ته د نړیوالې ټولنې زیات پام به د هغوی د عزت او د ژوند د شرایطو په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

برهم صالح وویل، د دې سفر موخه دا ده چې د افغانستان د خلکو ستونزې له نژدې وڅېړي او د هغو حللارې ولټوي.

هغه زیاته کړه، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې د ده په وینا دا په نړیواله کچه بې‌ساری شمېر دی. هغه ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي او بشري مرستې به اړو کسانو ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو هم وویل، ملګري ملتونه په افغانستان کې فعال حضور لري او د پراختیا، روغتیا او بشري مرستو په برخو کې به خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړي.

هغه ژمنه وکړه چې د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې به هم هڅې وکړي.

د کډوالو وزارت ویلي، د ملګرو ملتونو د دغو دوو لوړپوړو چارواکو سفر د دې ښکارندویي کوي چې نړیواله ټولنه لا هم د افغانستان د خلکو د اقتصادي او بشري ستونزو په حل کې همکارۍ ته ژمنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب