Homeخبرونهافغان وګړی محمدالله شریف امریکا کې محاکمې ته وړاندې شو

افغان وګړی محمدالله شریف امریکا کې محاکمې ته وړاندې شو

تاند (سې شنبه د غويي – ثور لومړۍ) امریکايي رسنیو ویلي، یو افغان وګړی په امریکا کې د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید په تړاو محاکمې ته وړاندې شوی.

دغه افغان محمد الله شریف نومېږي.

پر محمد شریف‌الله مشهور په “جعفر” تور دی چې، داعش ته یې سرچینې او ملاتړ برابر کړی و خو هغه دا تورونه رد کړي.

امریکايي رسنۍ وايي، که محمد شریف‌الله مجرم وپېژندل شي، د عمري بند له سزا سره مخ کیږي.

دغه افغان وګړی په پاکستان کې نیول شوی وو.

نوموړی د ۲۰۲۱ کال اګست کې په کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر په هغه ځانمرګي برید کې په لاس لرلو تورن دی، چې نژدې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځيان پکې ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي،...