شنبه, مې 4, 2024
Home+په دې ورځ افغان پاچا ابراهیم لودي ووژل شو

په دې ورځ افغان پاچا ابراهیم لودي ووژل شو

تاند- له نن څخه 498 کاله پخوا د ۱۵۲۶ م کال د اپریل په ۲۱ بابر په هند کې د لودي پښتنو د وروستي پاچا سلطان ابراهیم لودي لښکر ته ماتې ورکړه او په هندوستان کې یې د مغولو امپراتوري جوړه کړه.

د بابر تر قوماندې لاندې مغولي لښکر د ډیلي د سلطنت ځواکونو ته په پاني پت کې ماتې ورکړه. په همدې جګړه کې ابراهیم لودي له ۹ کلنې پاچهۍ وروسته ووژل شو.

د بابر د ځواکونو شمېر ډیر و خو په پانې پت کې د ده ۱۰ زره ځواکونه، د لودي پاچا له ۱۰۰ زره کسیز پوځ سره مخامخ شول. سره له دې چې لودي لښکر ۱۰۰۰ پیلان هم لرل خو مغولي ځواکونه ښه روزل شوي وو او پرمختللې وسلې یې لرلې. په دې جګړه کې په لومړي وار له باروت لرونکو وسلو کار واخیستل شو.

مغولو ۷۰۰ کراچۍ سره وتړلې، له هغو یې د لودي لښکرو په وړاندې موقتي کلا او ډال جوړ کړ. دوی په دې جګړه کې د لودي پاچا ۶ زره سرتېري ووژل.

ابراهیم لودي د خپل پلار سکندر لودي له مړینې وروسته په ۱۵۱۷ م کال ( ۹۲۳ ق کال) پر تخت کښېناست. دی د لودي پاچاهانو د لړۍ درېیم او وروستی پاچا و.

د ده د ماتې یو اصلي دلیل د افغانانو ترمنځ نفاق بلل شوی دی. ابراهیم لودي د خپلې پاچهۍ ټوله دوره د افغان مشرانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو په حل کولو تېره کړه. له پیله د ده له پاچهۍ سره د وروڼو او نورو افغانانو اختلاف وو ځکه چې ده زاړه او پخواني قوماندانان له دندو لېرې او پر ځای یې ځان ته وفاداره ځوانان وګومارل.

لودیانو په هندوستان کې ۷۵ کاله حکومت وکړ. د دې لړۍ موسس بهلول لودي و چې په ۱۴۵۱ کې پاچا شو، ورپسې په ۱۴۸۹ کې سکندر لودي د پاچهۍ پر ګدۍ کېښناست او تر ۱۵۱۷ پورې پاچا و. وروستی یا درېیم ابراهیم لودي و چې تر وژل کېدو پورې یې پاچهۍ دوام وکړ.

1 COMMENT

  1. د پورته لیکنی په ۱۰ مه کرښه کی یوه جدّی غلطی تر سترګو کیږی ګی هیله ده اصلاح سی.
    البته د لیکنی لیکونکی او لیږونکی باید خپله دا غلطی ومومی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب