Home+د پاپ فرانسیس لومړی تلین

د پاپ فرانسیس لومړی تلین

تاند – د ۲۰۲۵ د اپریل په دې ورځ واتیکان اعلان وکړ چې د نړۍ د کاتولیک کلیسا مشر پاپ فرانسیس، سهار (د اپریل ۲۱مه) د ۸۸ کلونو په عمر وفات شوی دی.

کاردینال کوین فارل په یوه رسمي اعلامیه کې د پاپ د وفات خبر تایید کړی او لیکلي یې دي:

«ګرانو وروڼو او خویندو، په ډېرې خواشینۍ سره اعلان کوم چې زموږ مقدس پلار، فرانسیس، نن سهار ۷:۳۵ بجې د پلار کور ته ولاړ. د هغه ژوند د خدای او د هغه د کلیسا خدمت ته وقف شوی و.»

هغه لومړنی پاپ هم و چې د عربي ټاپووزمې هېوادونو ته یې سفر وکړ او په عراق کې یې د شیعه ټولنې له مشرانو سره ولیدل، سربېره پردې یې د الازهر له لوی امام احمد الطیب سره د تاریخي “ورورولۍ” تړون لاسلیک کړ.

پاپ فرانسیس د الازهر له لوی امام احمد الطیب سره یوځای هغه وخت د نړۍ پام ځانته راواړاوه چې د ۲۰۱۹ کال د فبروري پر څلورمه یې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د بشري ورورګلوۍ سند لاسلیک کولو لپاره سره ولیدل. د دغه سند موخه د بشري اړیکو پیاوړتیا، د خلکو ترمنځ د اړیکو، همغږۍ او مینې پلونه جوړول او د سخت‌دریځۍ او د هغې له منفي اغېزو سره مبارزه وه.

پاپ فرانسیس په ۲۰۱۳ کال کې وروسته له هغې چې پاپ بندیکت شپاړسم استعفا ورکړه، د کاتولیک کلیسا نوی مشر وټاکل شو، او لومړنی پاپ و چې د سویلي امریکا له وچه څخه ټاکل شوی و.

فرانسیس د لاتينې امریکا لومړنی پاپ و چې د کاتولیک کلیسا رهبرۍ ته ورسید. پاپ فرانسیس له مهاجرو او بې کوره افرادو د حفاظت او همدارنګه د اقليم ساتنې له پاره ډېري هڅې وکړې، هومره چې بل هېڅ پاپ نه وې کړې. هغه د کاتولیک کلیسا تر ۱۲ کلنې رهبرۍ وروسته نن د ۸۸ کلونو په عمر ومړ. دی په تاریخ کې دوهم تر ټولو زوړ یا د ډېر عمر لرونکی پاپ و.

 پاپ فرانسیس د کلیسا د ۲۰۱۹م کال قانون نوی کړ، چې هدف یې له هغو کسانو سره حساب کتاب کول دي چې د جنسي ځورونې په پټولو کې لاس لري.

پاپ فرانسیس هغه مقررات تصویب کړل، چې په ۲۱۰۹م کال کې په واتیکان او کاتولیک مذهب د بحراني وضعیت پر مهال تدوین شوی و.

د ژوند په وروستیو کلونو کې د هغه روغتیا د رسنیو او د هغه د پیروانو تر پاملرنې لاندې وه.
پاپ فرانسیس د ۲۰۲۵ کال له فبرورۍ څخه د برونشیت (سکاروي) له امله په روغتون کې بستر و.

هغه تر مړینې یوه ورځ مخکې (د ۲۰۲۵ د اپریل ۲۱ مه) د ایسټر یکشنبې د لمانځه مشري وکړه او د امریکا د مرستیال ولسمشر جې.‌ډي. وینس سره یې ولیدل.

واتیکان په مارچ کې اعلان کړی و چې پاپ فرانسیس سکاروی دی، خو روغتیايي حالت یې ښه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي،...