یو وخت یوه ملګري و پوښتم چي تاریخ مسلکي ولي نه وایې؟ ماته یې پوښتنه چنداني مهمه ونه ایسېده. او ورته ومي ویل چي کاش موږ د تاریخ مسلکي استادان، پر نویو میتودو برابر تدریس او د هیواد په پوهنتونو کي دې مهمي برخي ته ځانګړې پاملرنه درلودلای. هغه د مبارک علي خبره: ” زموږ په پوهنتونو کي تاریخ نه ښودل کېږي، یوازي په محصلینو نېټې حفظ کېږي. “
تاریخ چي د ماضي په شننه او د راتلونکي لپاره په وړاندوینه کي مهم رول لري نور هیوادونه مسلکي خلک او څانګې دې برخي ته لري. چي د ویل ډورانټ، ارنولډ ټاینبي، اي اِچ کار ابن خلدون او پیټر فرانک غوندي خلکو آثار پکښي تدریسېږي یا وړاندي کېږي. موږ له بده مرغه د هیواد وچ سیاسي تاریخ او د پېښو د نېټو حفظ کولو او یا د رومانیت په ډول د تاریخي اتلانو و ستایلو ته ملا تړلې. او د تاریخ باطن او تل چي سړی باید سر ور ښکاره او هغه د هیرودوتس خبره د پېښو تر شاه د ولي؟ او څنګه؟ علتونه را وباسي. توجو نه کوو.
ما ښایي وطن کي هغه وخت د تاریخ مسلکي ویلو او څانګې ته زړه ښه کړی وای چي موږ د پوهاند کاکړ او مرحوم باوري غوندي استادان درلوده. اوس مي ځکه زړه ښه نه کړ چي د دې برخي درسونه د کابل پوهنتون په ګډون ښایي یو ډول تکراري یا سراسري راته ښکاره سوي وای. او له دې ویري چي خدای مکړه اټکل مي سم ونه خېژي د تاریخ و لوستلو ته مي زړه ښه نه کړ. کله چي د کابل حقوقو ته پخپله خوښه کامیابه سوم ” د افغانستان معاصر تاریخ ” په نوم یو مضمون د کابل پوهنتون د تاریخ د ډیپارټمنټ امر چي په تاریخ کي یې ماسټري هم کړې وه، په لومړي سمیسټر کي راته تدریساوی. زما د توقوع خلاف د استاد درس ډېر سطحي او حتا داستان او کیسې وې. جالبه خو لا هغه وخت پېښه سوه چي د امان الله خان په باب یې افسانه نګاري شروع کړه. لاندي انتقادي مضمون مي هغه وخت ولیکی چي کله د استاد محترم درس خلاص او تشریح یې پای ته ورسېده. البته نورو درسونو کي هم پر احمدشاه بابا او حتا د افغان – انګرېز پر لومړي جنګ دونه ساده او سطحي و ږغېدی لکه یو چا چي یو ځل د هیواد معاصر تاریخ تر سترګو تېر کړی او بیا یې فکر ته ور پیاده سوې کومه کیسه کوي. حال دا چي ده څلور کاله په لیسانس، او دوه کاله یې په ماسټري دوره کي تاریخ مسلکي لوستی وو. د دې صحنې په لیدو مي پیش بیني پر ځای ثابته، خو په یو اکاډمیک پوهنتون او مسلکي ډول د تاریخ لوستنه مي، اوسنیو حالاتو ته په کتو ښایي تر ډېره پر زړه ارمان پاته سي.
یادونه: دا لیکنه څو میاشتي مخیکنۍ ده. او دلته په لومړي ځل خپرېږي.
څو ورځي دمخه په پوهنتون کي یوه استاد چي اصلاً یې د هیواد معاصر تاریخ تدریسوی د خپلو خبرو په ترڅ کي وویل چي امان الله خان یو وخت یوه ښځه په شنه چادري کي ولیده. نو سم دلاسه یې ودروله. او چادري یې ځیني کش کړه. او ښځي ته یې وویل چي نور حجاب ممنوع دی. افغانان باید وروسته پاته خُرافاتي روایج پرې او نوی موډ رواج کړي.
سړی نه پوهېږي چي د یوه پوهنتون استاد چي د ماسټري تر کچي یې عصري زدهکړي کړي وي. او بیا پوهنتون کي د تاریخ غوندي یو ستر مضمون تدریسوي؛ پر کوم اساس دا افسانوي روایت موثق او مستند بولي؟ دا روایت اصلاً په کوم کتاب کي راغلی؟ تر اوسه خو د امان الله خان د دغسي خُرافاتي افسانو په باب نه غبار، نه حبیبي، نه کاکړ او نه کهزاد څه لیکلي او نه کوم حقیقت لري.
لومړی خو د امان الله خان غوندي یو پاچا لپاره دا ښایي نه چي په عام محضر کي دي له خپلو ساتونکو سره یو ځای یوه ښځه ودروي. او بیا دي دغسي عمل تر سره کړي. امان الله خان یو هوښیار او روشن فکره سړی و. هیڅوخت د خپلو ساتونکو او ولس پر وړاندي د دغسي بې فکره عمل توقع نسي ځیني کېدای. بله خبره د امان الله خان د پیادهروي او ګرځېدو ده. دا چي یو پاچا عموماً د خپلو ساتونکو سره ښار ته وځي. نو د امان الله خان سره به حتماً ګارډ وو. او پر ځای د دې چي ولس ځیني متاثره، یا یې په لیدو کومه نوعه خوښي وښیي نو امان الله خان به یې په مقابل کي داسي کوم حرکت کوي؟ چي په عام محضر کي هغه هم د ښځي څخه چادري کش؛ او هغه بې حجابه کړي. که چېري داسي پېښه سوې هم وي. بیا خو د پېښي د حقیقي حالت د معلومولو لپاره لږ تر لږه د دوو یا درو منابعو وړاندي کول او ذکر کول ضروري دي. مثلاً: د امان الله خان په باب دا روایت ډېر مشهور دی چي د خپلواکي د اعلانېدو پر وخت یې له حساسو او تودو الفاظو وروسته انګرېز ایجنټ حافظ سیف الله ته مخ ور واړوه او په خوشک ډوله طرز یې ورته وویل: ” اوه سفیره! ته پوه سوې چي ما څه وویل؟ هغه جواب ور کړ چي هو، زه پوه سوم. ” [د پاچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه – د پوهاند کاکړ اثر ۱۹ مخ.] د دې روایت ذکر پر مرحوم کاکړ سربېره نورو ډېرو مورخینو هم کړی، ځکه یې حقیقت بللای سو. او دا نسو ویلای چي یو چا دې قصداً د امان الله خان د شخصیت لوړوني په پار خپله جوړ کړی او په اصل کي دي یوه خُرافاتي افسانه و اوسي.
دې ته ورته یو بل روایت مي کومه ورځ په فېسبوک کي د یوه ځوان د اکاونټ څخه ولیدی چي لیکلي یې وو امان الله خان په ترکیه کي تر کښتېدو وروسته د آذان ږغ وا ورېدی. چي هرکلي ته یې د ترکیې حکومتي چارواکي او د ده سفیر هم ورغلی وو. نو امان الله خان د آذان د اورېدو وروسته په قهر ډوله شکل وویل: ” دا د خره آواز د چا دی!؟ . “
د ځوان له قوله دا روایت د امان الله خان سفیر اورېدلی. او د هغه له خولې څخه د یوې پېړۍ په کشمکشي جریان کي تر ده پسي را رسېدلی. لومړی خو باید دا خبره مستند ماخذ ولري چي د سفیر صاحب دا خبره په کوم کتاب کي راغلې او چا کړې ده؟ که بیا سوې هم وي نو بیا علامه حبیبي، غُبار او کاکړ ولي داسي روایات نه دي ذکر کړي چي د هیواد د تاریخ اصلي لیکوال او بې طرفه څېړونکي بلل کېږي؟ بیا نو که پر دې ټولو مواردو سربېره ترکیې ته د امان الله خان د سفر جریان و څېړو نو دا پایله په لاس راځي چي امان الله خان د ۱۹۲۸م د مۍ پر دوهمه د مسکو څخه مخ پر ترکیې په کښتۍ کي روان سو. او د ده سفر تر ډېره حده اروپا ته زمیني وو. نه هوایي. ځکه هغه وخت لا د هوایي حریم په برخه کي مجهز تغیرات نه وو راغلي.
د مۍ د دوهمي څخه تر اتلسمي مسلسل د شپاړسو ورځو د سمندري سفر وروسته امان الله خان د ترکیې پلازمینې استانبول ته رسېږي. او د سهار پر نهو بجو شاوخوا د تُرکي چارواکو په بدرګه خپل ټاکلي استوګنځي ته رهنمایي کېږي. او تر یوڅه استراحت وروسته په دا بله ورځ رسماً د کمال اتاترک سره ویني. لومړی خو د سهار پر نهه بجې د لمانځه وخت نه وي. نو بیا آذان له کومه سي؟ دوهم دا چي استانبول ته د امان الله خان له رسېدو وروسته د هغه رسمي هرکلی سم دستي نه؛ بلکي یوه ورځ وروسته د اتاترک سره د لیدني پر وخت کېږي.
د دې ټولو خبرو باوجود دا په ډاکېږي چي دا یوه لاسي جوړه سوې خُرافاتي افسانه ده. او ممکن ډېر له مطالعې لیري ځوانان حقیقي برداشت ځیني واخلي او د امان الله خان د شخصیت او مثبتو کړنو د ردلو لپاره کېدای سي همدا یو دلیل ورته کفایت وکړي. څنګه چي افغاني ټولنه مذهبي ده ځکه خو د مذهب ضد داسي خُرافي افسانې جوړول ژر او په عیني حال کي تېز تاثیر کوي.
اوس چي نو د یوه پوهنتون تر ماسټري پوري رسېدلی استاد خپله د خپلې خبري حواله نلري، نو بیا نویو او ځوانو محصلینو ته یې دونه کشاله بشاله کوي پر څه؟ ده خپله چېري لیدلې، اورېدلې او یا زده کړې ده؟ هدف یې څه دی چي په تاریخ کي دي دونه سطحي موضوع چي په اصل کي پر یوه پاچا د فرهنګي لحاظه د یوې مېرمن د سپکولو تور دي ځوانانو ته وړاندي سي!؟ یا ښایي استاد خپله د پخوانو خلکو او سپین سرو د هغو خُرافاتو څخه اغېزمن سوی وي چي وایي ځمکه د غوایي پر ښکر ولاړه ده! دا چي د هیواد د یوه اکاډمیک پوهنتون استاد د دغسي خُرافاتي افسانو څخه متاثره او محصلینو ته یې د تاریخ په ډول وایي نو د نورو څخه بیا څه ګېله ده؟
ذبیح الله شفق
۲۰۲۵/۸/۳۰ – شنبه. کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځی.