یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهتر ۹۰ ډېرو هیوادونو د طالبانو د ډاډ په اړه ګډه اعلامیه...

تر ۹۰ ډېرو هیوادونو د طالبانو د ډاډ په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۷) د امریکا د متحدو ایالتونو او لویو اروپايي هیوادونو په شمول تر ۹۰ ډېرو هیوادونو وویل چې طالبانو ډاډ ورکړی چې هر هغه چا ته به له هیواده د وتلو اجازه ورکړي چې د سفر اسناد ولري.

دغو هیوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې دوی ته طالبانو ډاډ ورکړی چې درست بهرنیان او هغه افغانان، چې د سفر جواز (ویزه او نور) لري، پرېږدي چې له افغانستانه خوندي ووځي.

د دوی په ګډه اعلامیه کې راغلي«موږ ټول ژمن یوو چې خپل اتباع مو، اقامت لرونکي، کارکوونکي، او هغه افغانان چې زموږ سره یې کار کړی او همداراز هغوی چې په خطر کې دي په ازاد ډول له افغانستانه وتلی او مربوطه هیواد ته تللی شي.»

د هغو هیوادونو په منځ کې چې دا اعلامیه یې لاسلیک کړې ده، استرالیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، جاپان، هالنډ، نیوزیلنډ، سویس، اوکراین او بریتانیا شامل دي.

دا ګډه اعلامیه د طالبانو د هغه عمومي اعلان پر اساس خپره شوې چې په هغه کې یې تایید کړه چې د بهر ته تلونکو مخه نه نیسي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر غړي او ویندوی سهیل شاهین په یوه ټویټ کې لیکلي:

«هغه افغانان چې غواړي بهر ته لاړ شي، په هیواد کې د تجاري الوتنو له پیلېدو وروسته په عزت او ارام ذهن د پاسپورټ او ویزې په شان په قانوني اسنادو تللی شي.»

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد هم نن / یکشنبه انډیا ټوډې ورځپاڼې ته ویلي، طالبان به هغه کسان، چې غواړي له هیواده ووځي د اګست له ۳۱ وروسته هم پرېږدي.

د امریکا او ګڼو نورو هیوادونو اندېښنه وه چې طالبان به داګست له ۳۱ یعني له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته هغه افغانان پرېنږدي چې بهر ته لاړ شي چې په خپل هیواد کې د خطر احساس کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب