شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، ملاهبت الله اخوندزاده کندهار ته راغلی

طالبان وايي، ملاهبت الله اخوندزاده کندهار ته راغلی

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۷) بي بي سي او اریانا نیوز وايي چې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده کندهار ته راغلی دی.

بي بي سي وايي چې د طالبانو یوې سرچینې ورته تایید کړې چې د دوی مشر کندهار ته راغلی دی. خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې ملا هبت الله اخوندزاده تراوسه چیرې و او یا له کوم ځایه کندهار ته راغلی دی.

د کندهار څو تنو ښاریانو تاند ته وویل چې په واټونو د ملا هبت الله اخوندزاده عکسونه او ورته د ښه راغلاست شعارونه نصب شوي دي.

ځینو طالب سرچینو ویلي چې ممکن ملاهبت الله د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر اخوند په شان په کندهار کې پاتې شي.

خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ممکن د دوی ټول مشران کابل ته راشي.

تر دې وړاندې د طالبانو د قطر د دفتر مشر او د طالبانو د تحریک سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر هم لومړی کندهار او بیا کابل ته راغی.

د ځینو راپورونو له مخې، ښايي طالبان له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د چهارشنبې په ورځ خپل حکومت اعلان کړي او هبت الله اخوندزاده به د نوي حکومت د اعلان په مراسمو کې ګډون وکړي.

1 COMMENT

  1. نو دا څه پیغمبر دی چې راغلی دی، دا به هم یو بیسواده جاهل وی لکه دا نور یې چې دي. خدای افغانانو ته دومره په قهر و چې دا شیان یې پرې بیا نازل کړل. وايی خدای چې ميږي ته په قهر شي نو وزرې ورکړي. دا څو ورځې چې میډیا ګورم او دا شنه پکې لر او بر کیږي نو افسوس وکړم چې دا ورځې هم راغلې، افغانستان بیرته تورې او د ډبرو دورو ته ولاړ. چیرته چې شپونکي، غوبوانان او خرکاران دي دوی وزیران او ریسان معرفي کړل. ځان ته په افغان ویلو شرمیږم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب