یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکايي پوځیان وايي، د کابل برید دوی کړی

امریکايي پوځیان وايي، د کابل برید دوی کړی

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۷) دوو امریکايي مامورینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په کابل کې نننۍ توغندويي حمله امریکايی پوځیانو کړې ده.

دغو امریکايي مامورینو، چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، همداراز ویلي چې په دې برید کې د داعش د خراسان څانګې سختدریځي په نښه شوي دي.

د دغو امریکایانو په وینا دا لا ابتدايي معلومات دي او کېدای شي وروسته نور معلومات ترلاسه شي.

شاهدانو ویلي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نژدې پر یوه کور توغندی ولګېد او ورپسې له کوره تور لوګي پورته شول.

د دې برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه راز راز خبرې کېږي. په لومړنیو راپورونو کې وویل شول چې ۴ تنه وژل شوي، په یوه بل راپور کې ادعا وشوه چې یو ماشوم وژل شوی دی.

امریکا پرون په ننګرهار کې د داعش پر غړیو د بې پېلوټه الوتکې برید وکړ چې د دوی په وینا د داعش دوه غړي، چې د کابل د پنجشنبې د ماښام په خونړي برید کې یې لاس درلود، ووژل شول.

د کابل د هوايي ډګر په برید کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

1 COMMENT

  1. هیله ده چې له هیواد داحل سند تحقیق موجود نه وي هیڅ ضرورت نشته چې له داحل هم نقل له بهر په هر صورت! دا نو څومره باوري ده نه موقعیت نه ځایی اوسیدونکي
    دا په دې دلالت کوي چې ټولې رسنۍ تر نن تاریخه پورې استثمار او انخصار وې او د پروپاګندې جګړه وه
    مونږ او ولس چې ګورو هر څه برعکس او وخت ته هر چا ازموینه ورکړه او ناحقې جګړې مونږ قرباني کړو او هر څوک به دې ولس ته پر وخت امتحان ورکوي او دروغجن ملت دایمي دروغجنو لیدرانو تباه کړ او دا به جارې وي او انشاء الله یو به په وخت ځان ثابتوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب