یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دیني او طبیعي...

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دیني او طبیعي علومو پر نه جلاکېدو ټینګار وکړ

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۷) د طالبانو له لوري د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر په توګه تازه معرفي شوي وزیر عبدالباقي حقاني نن /یکشنبه/ په یوه غونډه کې وویل، باید د افغانستان په تعلیمي نظام کې د دیني علومو زده کړه زیاته شي.

دا غونډه د لویې جرګې په خیمه کې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو او د پوهنتونونو د استادانو په ګډون جوړه شوې وه.

حقاني وویل، تیر حکومت د غیرمسلمانو په تقلید دیني او طبیعي علوم سره بېل کړي وو.

ده وویل اسلام، د دیني او ساینسي علومو ترمنځ هیڅ توپیرته قایل نه دی.

ښاغلي حقاني د پوهنتونونو له استادانو وغوښتل چې په هیواد کې پاتې شي او نور هم وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو لوېدیځو رسنیو پرون راپور ورکړ چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان د پوهنتونونو شاوخوا ۲۰۰ استادان له هیواده وتلي دي.

په غونډه کې دلوړو زده کړو مخکیني وزیر عباس بصیر د لوړو زده کړو د وزارت لپاره د طالبانو له مشرتابه څخه وغوښتل چې د لوړو زده کړو په برخه کې ترلاسه شوې بریاوې وساتي.

ده زیاته کړه:«څه چې افغانستان ته یې زیان اړولی هغه انقطاع ده، هر سیاسي جریان چې ځواکمن شوی، تیر یې نفی کړي او له صفره یې پیل کړی دی، خو د لوړوزده کړو وزارت نوی مشرتابه ډاډ ورکوي چې، تیرې لاسته راوړنې به خوندي وي او د راتلونکو تشو او ستونزو د کمولو لپاره به کار کوي.»

ښاغلي بصیرهیله وښوده چې، د طالبانو ژمنې عملي شي.

نن د طالبانو لاس ته د کابل د لوېدو دوې اوونۍ پوره شوې خو لا هم پوهنتونونه پرانیستل شوي نه دي او له بلې خوا ډېری استادان شکایت کوي چې معاش نه دی ورکړای شوی.

1 COMMENT

  1. پنجابي طالب ډرته، دا ستاسو يو بل ثبوت ده چې ډ افغانستان مسلمان ملت مو يو لوی توهين وکړ،ولی د افغانستان په تعلمي نصاب کې کوم غيرې اسلامي ټکي وو چې پنجاب کې نه وو؟؟ شراب،هيرامنډي، په هر ښار او کوڅه کې يې فحشا وه، ګډا وه، لواطت وو کې، خلک له دين او جومات نه لری ساتلي وو، عالمان يي ډار کړي و؟؟؟
    اوس نو په لوی لاس خلک د غيرې اسلامي هيوادونو غلامي ته اړ کوی چې دا وطن تاسو ته پريږدي چې هر څه پنجاب درته ويل هغه کې کوي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب