شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسؤلان: ننګرهار کې به د خرما سږنی حاصل د تېر کال په...

مسؤلان: ننګرهار کې به د خرما سږنی حاصل د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیات وي

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۷) د ننګرهار ولایت د کانال ریاست مسوولان وایي، سږکال به په دې ولایت کې له خرما باغ څخه ۱۵ ټنه حاصل ترلاسه شي.

د مسوولانو په خبره چې دا حاصل د تېرو کلونو په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.

د کانال رییس مولوي غلام الرحمن تاند وېب پاڼې ته وویل ننګرهار کې د خرما دا بڼ ۱۲ کاله وړاندې د سعودي عرب له لوري په امتحاني ډول په ۴۰ جریبه ځمکه جوړ شوی دی.

د نوموړي په خبره ۳ کاله کیږي چې د خرما دا بڼ ۶ ډوله حاصل ورکوي او سږکال به له همدې لارې د دولت خزانې ته شاوخوا ۹۲ ملیونه افغانۍ تحویل کړي.

نوموړی د خرماوو د حاصلاتو د ډیروالي لامل د خرماوو په بڼ کې د کرنیزو اسانتیاوو زیاتوالی او د خرما د نویو بوټو په حاصل راتلل یادوي.

د کانال د رییس په خبره ننګرهار د موسمي جوړښت له مخې د خرما د کښت لپاره مناسب دی او که حکومت دې برخه کې پانګونه وکړي نو پایله به یې ښه وي.

په ورته وخت کې د خرما د بڼ کارکوونکي وایي، که اړین وسایل او نورې کیمیاوي سرې په وخت د دې بڼ ونو ته ورکړل شي تمه شته چې حاصلات به یي په راتلونکې کې له دې هم زیات شي.

د خرما یاد بڼ د ننګرهار کانال ریاست له لوري په څلویښت جریبه ځمکه کې جوړ شوی او شاوخوا ۲۷۰۰ د خرما ونې په کې کینول شوي چې سعودي عربستان افغانستان ته ورکړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب