تاند(یکشنبه، د سنبلې ۷) د بریتانیا د سلطنتي سمندري ځواک یو افسر، چې په افغانستان کې یې کوڅه ډبه سپي او پیشوګانې ژغورلې، له ۲۰۰ سپو او پیشوګانو سره له افغانستانه ووت.
ډیلي مېل ورځپاڼه وايي، دغه پخواني پوځي، چې فاردرینګ نومېږي، په افغانستان کې له مرګ او سخت ژونده ژغورلې پیشوګانې او سپي له ځان سره په الوتکه کې بریتانیا ته یووړلې خو ساتونکي یې پرېښودل.
په بریتانیا کې د حیواناتو د دفاع کمپاینر دومینیک ډایر مېل ورځپاڼې ته ویلي چې د پال پین د حیواناتو د خیریه ټولنې مشر پخواني بریتانیايي پوځي فاردرینګ او حیوانات به یې نن (یکشنبه) د لندن هیترو هوايي ډګر ته ورسېږي.
ده دا هم ویلي چې طالبانو د سپو او پیشوګانو ساتونکي نه دي پرې ایښي چې هوايي ډګر ته لاړ شي حال دا چې هغوی وېزې او اسناد هم لرل.
فاردرینګ ۱۵ کاله پخوا، په افغانستان کې د بریتانیا په پوځ کې له خدمته وروسته د نوزاد په نوم د حیواناتو د ژغورنې ټولنه جوړه کړه.