یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهشاهین: اشرف غني سهوه وکړه چې حکومت یې پرېښود

شاهین: اشرف غني سهوه وکړه چې حکومت یې پرېښود

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۷) د طالبانو د قطر د دفتر یو غړی او ویاند سهیل شاهین د اګست له پنځلسمې راوروسته د وروستیو ګډوډیو او بې برخلیک حالت مسوولیت د افغانستان پر ولسمشر اشرف غني اچوي او وايي، غني باید له هیواده نه وای وتلی.

شاهین له دوحه نیوز سره په مرکه کې وویل، دا د اشرف غني تېروتنه وه چې له هیواده ووت او حکومت یې پرېښود.

شاهین وايي، طالبانو غوښتل چې واک په سوله ییز ډول وروسپارل شي او طالب وسله وال د کابل په دروازو کې منتظر ول خو اشرف غني ناببره له هیواده ووت.

«ده دا تېروتنه وکړه چې حکومت یې پرېښود. د دې په نتیجه کې ناڅاپه د قدرت تشه رامنځته شوه، ډزې وشوې.»

سُهیل شاهین د دې پوښتنې په ځواب کې چې اشرف غني له ځان سره ډېرې پیسې وړي دي، وویل، که دا خبره رښتیا وي باید هغه بېرته ستنې کړي ځکه چې د ده نه دي.

شاهین وویل چې د دوی لپاره اوس دا مسله لومړیتوب نه لري او ټول تمرکز یې د نوي حکومت پر جوړولو دی.

خو ولسمشر غني دا ادعا رد کړې چې ګنې ده له ځان سره پیسې وړي دي. ده له هیواده تر وتلو وروسته له متحده عربي اماراتو په لومړنیو مفصلو څرګندونو کې وویل چې په یو جوړ څپلکو کې له هیواده وتلی دی او د دې لپاره ووت چې وینې ونه بهیږي.

شاهین ویلي چې اشرف غني له متحده عربي اماراتو سره نژدې اړیکې لرلې خو د دې معنا دا نه ده چې امارات به له طالبانو سره ښې اړیکې نه لري.«زموږ دفتر په قطر کې دی خو موږ له متحده عربي اماراتو سره هم ښې اړیکو لرو.»

ادعا کېږي، وروسته له دې چې اشرف غني وپوهېده چې طالبانو ته د یوې پټې معاملې پر اساس واک سپارل کېږي، له هیواده ناببره ووت چې له کبله یې د امریکا او طالبانو پلانونه ګډوډ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب