یکشنبه, مې 5, 2024
Home+موسیقي په اسلامي متونو کي/ عبدالباري جهاني

موسیقي په اسلامي متونو کي/ عبدالباري جهاني

د افغانستان د اسلامي امارت نطاق ذبیح الله مجاهد، د پاکستان د جیو ټلوېزیون سره په مرکه کي، ویلي دي چي موسیقي په اسلام کي ناروا ده او اسلامي امارت موسیقی ته اجازه نه ورکوي. وروسته مي لا په خبرو کي دا هم واورېدل چي یوه طالب د کابل د شهرنو په سیمه کي یو څوک په دې ګناه ویشتلی او وژلی دی چي موسیقي یې په زوره ږغول او د طالب امر ته یې اعتناء نه وه کړې. د وروستي خبر د دروغ او ریشتیا په باره کي زه ډېر څه نه سم ویلای خو د موسیقی د منع کولو او ناروا بللو په باره کي د اسلامي امارت د حکم سره ځکه خپل ښکاره مخالفت اعلانوم چي د هغوی حکم د قرآن شریف، چي باید د ټولو اسلامي احکامو او نواهیو اساس وي، هیڅ ډول اړخ نه لګوي. په قرآن شریف کي هیڅ داسي آیة نسته چي د موسیقی نوم قدر دي یې ذکر کړی وي. نو اسلامي امارت به په کوم اساس دا حکم کوي. که دا د پخوانیو علماوو حکم وي او په معتبرو کتابونو کي پرله پسې راغلی وي موږ ته ځکه د منلو وړ نه دی چي له حضرت رسول صلعم څخه پرته، چي حق متعال یې حکم خپل حکم بللی دی. و ما آتکم الرسول فخُذُوهُ و ما نهکم عنهُ فانتهوا و تقوالله ان الله شدید العقاب. آیة ۵۹ سورة ۷

ترجمه: هغه څه چي رسول حکم درته کړی وي هغه واخلی او له هغه څه څخه چي یې منع کړی یاست پرهېز وکړی. له الله څخه وبېرېږی. الله په عذاب ورکولو کي سختي کوي.

 بل هیڅوک د هیڅ هغه عمل د ناروا بللو صلاحیت نه لري چي په قرآن شریف کي یې صریح او څرګند حکم راغلی نه وي. دا چي مفسرینو، له خپلي خوښي او یا د نورو قدیمو مفسرینو په پیروي موسیقي ناروا بللې ده. دانسته یا نا دانسته یې پر روا او مباح عمل باندي د حرام او ناروا حکم صادر کړی دی او دا پخپله ناروا عمل دی.

له لوستونکو او د اسلامي اِمارت له طرفدارانو او لیکوالانو څخه مي هیله دا ده چي زما او یا زما د مضون په باره کي سمدستي قضاوت ونه کړي. نه پر ما باندي سمدستي د کُفر او الحاد تور ولګوي او نه ما د اِسلامي ِامارت په مخالفلینو کي وشمېري. دا یوه دیني موضوع ده او پر چا باندي سمدستي د حکم صادرول چنداني روا کار نه دی.

زموږ افغانانو، په تېره بیا ځوانانو، تر ټولو لویه نقیصه د کتاب او کتاب لوستلو څخه لیري والی دی. څه چي د دوی لپاره منل سویو مشرانو ورته وویل هغه صحیح بولي او د بل چا خبره نه مني. نن سبا چي قرآن شریف په څه کم ۱۲۰( ۱۱۴) ژبو ترجمه سوی دی او معتبر احادیث هم په هره ژبه موجود دي نو ضرور نه ده چي موږ د هر څه په باره کي حتما د ملاصاحب خبره ومنو؛ بلکه پخپله مو هم سواد د دې لپاره زده کړی دی چي هم ځانونه تنویر کړو، هم په دیني فرایضو او احکامو ، تر خپله وسه پوري، ځانونه خبر کړو او هم نورو ته لارښودنه وکړو.

حرام هغه اعمال دي چي د منع کېدلو لپاره یې، د قرآن شریف پر آیتونو ولاړ، څرګند شرعي احکام موجود وي. په یوه معتبر حدیث کي راغلي دي: اذا نهیتکم من امراً فاجتنبوا و اذا امر تکم بامراً فاءتو منهه ماستطعتم. ترجمه:  کله چي مي د یوه کار څخه منع کړاست نو له هغه څخه پرهېز وکړی او که مي د یوه کار د کولو امر درته وکړ نو په عملي کولو کي یې خپل وس ته وګوری.

 د یوه مولوي صاحب څخه مي د یوه پوښتونکي په جواب کي واورېدل چي موسيقي د ټولو اجتماعي فسادونو مور ده او تر ټولو ستره ګناه ده. که دا خبره حقیقت ولري نو په ټول قرآن شریف کي د هري کبیره ګناه نوم اخیستل سوی او په شریعت کي یې د مرتکبینو په سزا رسولو لپاره حدود ټاکل سوي دي خو حتی یو ځل هم نه د موسیقی نوم اخیستل سوی او نه اشاره ورته سوې ده. زموږ مولوي صاحبانو چي په دې باره کي هر څه سخت حکمونه کړي دي هغه یې د خپلو تعبیرونو او تفسیرونو په اساس کړي دي. څه موده مخکي مي په فیسبوک کي په یوه ویډیو کي له یوه بل مولوي صاحب څخه واورېدل چي ویل یې حضرت رسول صلعم فرمایلي دي چي زه د موسیقی د آلاتو د ماتولو لپاره مبعوث سوی یم. لومړی خو دا حدیث موجود نه دی او که موجود وي نو حتما به حدیث الضعیف یا حدیث الغریب وي چي چنداني اعتبار نه سي ورباندي کېدلای. بله خبره دا ده چي موږ په سیرت النبي کي هیڅ داسي حادثه نه ده لوستې چي حضرت رسول صلعم دي د خپل قدرت په زمانه کي په مدینه او یا کوم بل ښار کي د موسیقۍ کومه آله ماته کړې او یا یې ږغونکي ته سزا ورکړې وي. اوس نو که د بخاري او مسلم د متواتر او صحیح احادیثو په حواله، پخپله د انحضرت صلعم په زمانه کي، د هغه په خپل کور کي، د بي بي عایشې رض په مخ کي نجوني سندري ویلای او تنبور او تولکه ږغولای سي او انحضرت صلعم په بشپړه حوصله غوږ ورته نیسي او ابوبکر رض او عمر رض د هنرمندانو له ترټلو څخه منع کوي نو بیا به زموږ علماوو ته د موسیقۍ هنرمندانو ته د سزا ورکولو او حتی وژلو اجازه چا ورکړې وي. وګوری د صحیح مسلم له ۱۱۳۸ څخه تر ۱۱۴۶ پوري پرله پسې احادیث. 

بي بي عایشه وايی یوه ورځ د هغې په کور کي دوو نجونو سندري ویلې او بربت یې ږغاوه. ابوبکر رض راغی او ماته یې منت وکړ چي د پیغمبر په کور کي سازونه ږغوې. حضرت پیغمبر صلعم هغه منع کړ او ورته وې ویل چي پرېږده هر څوک خپل جشنونه لري دا د دوی د اختر جشن دی. مسلم ۱۱۴۰ لمبر حدیث.

زموږ له پیغمبر صلعم سره دونه وسعت نظر موجود وو چي عیسوي حبشیانو ته یې د مدینې په مسجد کي دننه د شمشیر بازی د لوبي کولو اجازه ورکوله. وګوری د مسلم ۱۱۴۶ حدیث. مګر زموږ ځیني تنګ نظري او توندرو علماء نن د یوه بېګناه مسلمان هنر مند د قتلولو، چي د اسلام په دین کي تر ټولو ستره ګناه ده، او په آخرت کي یې سزا د شرک معادل ده. حکم ورکوي.

دا خبره باید په یاد ولرو چي په اسلام کي یوازي د قاتل سزا د مشرک سره معادله بلله سوې او په آخرت کي د دایمي دوږخ، چي یوازي د مشرکینو لپاره راغلی دی، او د خدای تعالی د غضب او لعنت وعده ورکړه سوې ده. آیت مبارک دی: ومن یقتُل مومناً متعمداً فجزآءُهُ جهنم خالداً فیها و غضب الله علیه و لعنهُ و اعد لهُ عذاباً عظیما. سورهّ النساء

ترجمه: که چا مومن په قصد سره وواژه، د هغه جزاء په جهنم کي دایمي اوسېدل دي. د الله ج غضب او لعنت به ورباندي اوري او ستر عذاب ورته ګوري.

امام ابوحامد غزالي، چي د اسلام د سترو مرشدینو او عالمانو څخه دی، د خپل کتاب احیاءالعلوم الدین د دوهم ټوک په ۱۶۵ مخ کي د موسیقی په باره کي لیکي چي کوبا، مزامیر او تنبور له دې امله ناروا نه دي چي خواږه آوازونه لري بلکه له دې امله ناروا دي چي د موسیقۍ دغه آلات د شرابو او رقص د مجلسونو سره تړلي ول. د شپونکیانو تولکه او ډول دواړه خواږه آوازونه لري؛ څرنګه چي د شرابو له مجلسونو سره اړه نه لري نو روا دي. دهماغه کتاب په ۱۷۱ مخ کي د یوه حدیث په حواله لیکي چي «د آس له سورلی، د غشیو له ویشتلو او د مېرمني سره د لوبو کولو پرته نوري ټولي لوبي لهو او لعب دی. نو د دې معنی دا نه ده چي له دغو دریو یادو سویو لوبو څخه پرته نوري لوبي ناروا دي. د مرغانو د آوازونو اوریدل او داسي لوبي چي بل چا ته یې آزار نه رسیږي حرامي نه دي»

د امام غزالي ورور محمد غزالي، چي په مجدالدین طوسي مشهور وو، او د امام غزالي له وفات څخه وروسته د دمشق د مدرسې رییس سو، د موسیقی په برخه کي یو څه مخته ځي او وايي هر هغه څوک چي وايی موسیقي مطلق حرامه ده نو داسي شی یې حرام بللی دی چي د هغه د حرام والي په باره کي موږ ته هیڅ حکم نه دی راغلی. نو څرنګه چي د موسیقی او رقص د حرامېدلو په باب نه په قرآن شریف او نه په احادیثو کي حکم موجود دی نو هر هغه څوک چي داسي شیان حرام اعلانوي چي د خدای او رسول په کتابونو کي موجود نه وي هغه پر الله ج باندي بهتان وايي او پر الله ج باندي بهتان ویل کفر دی. A  History of Muslim Philosophy P 1128  

شیخ شهاب الدین سهروردي د خپل مشهور کتاب عوارف المعارف په یو نیوي یم مخ کي لیکي« امامان د موسیقی پر حرام او حلال اختلاف سره لري. ځیني وايي چي موسیقی فسق دی او باید چي پرهیز ورڅخه وسي او ځیني یې د حق لاره بولي. د حسن ابن سالم څخه یې پوښتنه وکړه چي د موسیقی په باب څه وايې؟ هغه ورته وویل چي جنید بغدادي، سري سقطي او ذوالنون مصري، چي تر ما بهتر ول هغوی ټولو موسیقي اوریده نو زه به څرنګه انکار ورڅخه کوم»  د همدې کتاب په څلور نیوي یم مخ کي لیکي« که سندري او د موسیقي ږغونه روا نه وای نو حضرت رسول صلعم به منع کړي وای. دا څه غفلت دی چي پر دې منکرانو حاکم سوی دی او دا څه توري وریځي دي چي له دوی څخه یې د حقیقت د لمر مخ پټ کړی او دوی یې له لیدلو محروم کړي دي» 

علي بن عثمان الهجویري موسیقۍ د روح غذا بولي او د خپل مشهور کتاب کشف المحجوب په پنځه سوه دیرشم مخ کي لیکي چي موسیقي د لمر په څېر ده او کله چي لمر پر اسمان باندي را وخېژي نو څوک وسوځي، څوک روښانه کړي، څوک ونازوي او څوک آزار کړي. موسیقي هم دغه راز د هر چا پر زړه باندي بېل تاثیر کوي. علي بن عثمان هجویري نه یوازي موسیقي ناروا نه بولي بلکه د انسانانو لپاره یې لازمه بولي.

مولنا جلال الدین بلخي یا مولنای روم، چي علمي او عرفاني شخصیت یې د لمر په څېر څرګند دی، په دې برخه کي دونه مخته ولاړ چي د خپل مرید او شاګرد صلاح الدین زرکوب جنازه یې، د هغه له وصیت سره سم، په رقص او موسیقی تر هدیرې پوري یوړه. او هلته یې د خپل پلار سلطان العلماء بهاء ولد څنګ ته ښخ کړ. سیر عرفان در اسلام ۳۳۵ مخ

او د پښتو شعر پاچا رحمان بابا خو وایی:

هر مطرب چي غوږی تاو کا د رباب

په دا تاو کي زما زړه کاندي خراب

چي سامع یې په نغمه په ترانه شم

دېوانه شم ګریوان څیري مست خراب

هم یې تار هم یې ګفتار هسي اثر کا

چي هیڅوک یې طاقت نه لري نه تاب

یو یې ساز بل یې آواز دی دلښتیو

دریم شعر پرې آغاز کا انتخاب

څلورم یې یو ساقي د څنګه ناست وي

چي مخی یې نه آفتاب وی نه مهتاب

دا څلور واړه فتنې په څلور کنجه

او پنځم یې صراحي د می ناب

شپږم وخت د نوبهار اووم ځواني وي

اتم شغل د کتاب نهم رباب

چي دا واړه آفتونه سره ټول شي

ترو څوک څرنګ ترېنه کاندي اجتناب

چي دا هسي دلبران پرې اثر نه کا

یا به دېو وي یا دېوال وي یا دواب

راڅرګند به شي پرهېز د پرهېزګارو

که قادر شي په شاهد او په شراب

زه رحمان د ریا زهده امان غواړم

د ریا زهد عذاب دی هم عتاب

د موسیقۍ د روا بللو په برخه کي دومره دلایل او نقل قولونه موجود دي چي ډیري زیاتي پاڼي ورباندی لیکل کېدلای سي. د هغو کسانو نقل قولونه چي ما دلته راوړي دي عادی خلک نه دي بلکه د اسلام ټول احکام ورته معلوم ول او په دین او مذهب کي داسي کتاب نه وو چي دوی پرله اړولی نه وو او د مهمو مدرسو او د اسلام د جیدو عالمانو د لیدلو لپاره یې په میاشتو مزلونه کړي ول. سړی نه پوهېږي چي که دا ستر علماءو چي مثالونه  او کتابونه یې سل هاوو ته رسېږي، نه پوهېدل نو دا زموږ د مولویانو سره دا علم او تعصب له کومه سو چي بالاخره یې د حق متعال د ټولو احکامو په خلاف، په فرض روژه، لاسونه د یوه بېګناه مظلوم په وینو سره کړل او د قرآن کریم د حکم سره سم یې ځانونو ته ابدي دوږخ او د خدای لعنت واخیست.

یوه ځوان ویل چي موسیقي د قرآن کریم د سوره لقمان د شپږم آیت په حکم( د ابن کثیر د تفسیر په اساس) حرامه ده. زما سره د ابن کثیر تفسیر نسته خو د تفسیر کابلي، تفسیر یوسف علي او د سعودي عربستان ټول تفسیرونه تقریبا یو شان حکمونه لري او د هغوی د احکامو څخه، که څه هم چي د قرآن کریم د مبارک آیه د ترجمې څخه یو څه زیاتی هم پکښي سوی دی، داسي نه ښکاري چي موسیقي دي حرامه وي:

و من الّناس من یشتري لهوالحدیث لیضل عن سبیل الله بغیر علم و یتّخذها هُزوًا اُولآءک لهم عذاب مهین. ترجمه: او هغه کسان چي چټي خبري په بیه اخلي څو نورکسان د حق تعالی له لاري څخه بې لاري کړي او د خدای پر لاري باندي ټوکي کوي؛ دې ډلي ته سخت( توهینوونکی) عذاب ګوري. 

 تفسیرکابلي: « دا د نیک بختانو په مقابل کي د هغو بدبختانو ذکر دی چي د جهالت او نادانی په وجه یې قرآن کریم ترک وهلی او په رقص و سرود، لهو لعب او نورو خرافاتو کي غرق دي او غواړي چي نور کسان هم له لاري واړوي او د دین پر خبرو باندي ریشخندونه وهي. 

حضرت حسن رض ویلي دي جي لهوالحدیث هغه دی چي سړی د خدای له عبادت څخه را ګرځوي لکه ټوکي ټکالي او د چا مسخره کول، چټي کارونه کول او ساز و سرود او دغه راز نور. په روایاتو کي راغلي دي چي نضر بن حارث چي د کفارو له مشرانو څخه وو فارس ته په تجارت تلی او له هغه ځایه به یې له ځان سره د عجم د شاهانو کیسې راوړلې او قریشو ته به یې ویل چي محمد ص تاسي ته د عاد و ثمود کیسې کوي راسی چي زه د رستم و اسفندیار او د اېران د شاهانو کیسې درته بیان کړم. ځینو کسانو به د هغه له کیسو سره علاقه وښودله. دغه راز یې یوه سندرغاړې کنیزه هم درلوده چي هر څوک به یې ولیدی چي زړه به یې نرم سوی او اسلام ته مایل سوی وو نو هغه کنیزه به یې ور مخته کړه څو دی په ساز او آواز مشغول کړي او بیا به یې هغه شخص ته وویل چي وګوره دا بهتره ده او که د محمدص خبري چي وايی لمونځ وکړی، روژې ونیسی او زحمتونه وګالی. ځکه نو دغه آیات نازل سول. 

تنبیه: که څه هم چي یو آیت به د یوې خاصي پېښي په اړه نازل سوی وي، مګر څرنګه چي الفاظ یې عام دي نو حکم یې عام دی. هغه لهو چي د هغه په اساس سړی د اسلام له دین څخه ګرځي حرامه بلکه کفر دی. او هغه شیان چي سړی د اسلام د ضروري شرعي احکامو له اجراء کولو څخه را ګرځوي او یا د ګناه سبب وګرځي هغه پخپله ګناه ده. بلې هغه لهو چي د کوم واجب امر د قضا کیدلو سبب ونه ګرځي او یا په هغه کي کوم غرض او شرعي مصلحت موجود نه وي هغه مباح دی؛ مګر څرنګه چي چټي او بیهوده دی نو له هغه څخه لیري والی ښه دی» تفسیر کابلي جلد پنجم ص ۴۷ 

د یوسف علي تفسیر دا موضوع په تقریبا عین شکل خو یو څه مختصره اخیستې ده او د سعودي عربستان تفسیر ټکي په ټکي د تفسیر کابلي متن را اخیستی دی. 

که څه هم چي په ذکر سوي آیت مبارک کي د موسیقی ذکر نسته او په عمومي صورت لهولعب ته اشاره سوې ده، او هغه هم هغه لهولعب ته چي څوک په قصدي توګه خپل د خدای له لاري اړوي او هغه لهولعب هم، لکه څرنګه چي د تفسیر کابلي د تنبیه په برخه کي یې وینو، مطلق حرام نه دی بلل سوی او بې غرضه لهو مباح بلل سوې ده. دا آیت مبارک، چي د هجرت څخه مخکي، یعني په مکه معظمه کي نازل سوی دی، په مشخصه توګه د نضر بن حارث په حق کي راغلی دی، چي ټوله کیسه یې ذکر سوه.

لومړی خو که موسیقي په مطلقه توګه حرامه وای نو حق تعالی ج هغې ته په قرآن کریم کي، د زنا، شرابو، قمار او نورو نواهیو په څېر اشاره کوله؛ او که موسیقي د لهولعب په کتار کي راولو بیا خو د معتبرو تفاسیرو په حکم، چي پورته مو یادونه وکړه، ټول لهو حرام نه بلکه مباح دي. ځکه چي که ټول لهو حرام وبولو په هغه صورت کي د قنرۍ آواز ته غوږ نیول، د الف لیله و لیله د نکلونو اورېدل، د ملګرو سره مېلې ته تلل او لامبو کول او دغه راز ټول سپورټونه او کارونه ناروا او حرام دي. 

او چي تر ټولو خبرو را تېر سو نو په اسلام کي هیڅ عالم او مجتهد د قرآن شریف د اوامرو او نواهیو په خلاف د حکم کولو صلاحیت نه لري. اسماعیل بن عمر کثیر، خپل تفسیرالقرآن العظیم په نهو جلدو کي په اتمه هجري پېړۍ کي ترتیب کړی دی. لومړی خو هغه موسیقي حرامه نه ده بللې او که یې حرامه بللې وي نو له هغه سره، د بل هیڅ عالم، مجتهد او فقیه په څېر دا صلاحیت نسته چي هغه څه ته حرام ووايي چي حق تعالی ج په خپل کتاب کي اشاره هم ورته کړې نه وي.

ابن جوزي، چي حنبلي مذهبه شیخ تېر سوی دی، له موسیقی سره، د خپلو اسلافو او معاصرو دیني علماوو په څېر، ډېر سخت مخالف دی او وايي چي موسیقي په قرآن کریم کي ناروا بلله سوې ده. په دې کي شک نسته چي ابن جوزي ډېر ستر عالم وو مګر د هغه په شمول له هیچا سره داصلاحیت نسته چي، په خپل حکم، د روا او ناروا فتوی ورکړي. ابن جوزي د موسیقي د تحریم په برخه کي په دریو آیتونو استناد کوي خو له بده مرغه چي دی هم د آیتونو د ترجمه کولو پر ځای د هغوی د مفسرینو په تفسیرونو او استدلال استناد کوي. لومړی آیة( و من الناس من یشتری لهو الحدیث) چي معنی یې ځیني هغه کسان چي چټي خبري را نیسی. یا چټي خبرو ته غوږ نیسي. خو این جوزي وايي « ابن مسعود ویلي دي چي په خدای مي دي قسم وي چي له لهو څخه مطلب موسیقي ده. دغه راز ابن عباس، مجاهد، عکرمه، حسن بصري، سعید جبیر او ابراهیم نخعي هم په دغه عقیده دی» د ابن جوزي په څېر یوه لوی عالم باید، د حکم د صادرولو لپاره صریح آیة راوړی او یا یې خپل استدلال وړاندي کړی وای؛ خو دی په عوض کي د ابن مسعود په سوګند استناد او اکتفاء کوي. آیا دا د منلو وړ ده؟

دو هم آیة: و انتم سامدون. یعني تاسي تل په غفلت کي ژوند کوی. ابن جوزي وايي «له ابن عباس څخه نقل سوی دی چي په حُمیري ژبه کي سمدلنا یعني غِنا لنا یا موږ ته موسیقي. او مجاهد وايي چي یقول اهل یمن سمد فلا یعني کله چي سندره یې وویله.»

اوس به نو د دې لویانو په ترجمه او تفسیر کي سړی څه وايي؟ قرآن شریف په عربي ژبه نازل سوی دی او په هغه کي د حُمیري او یمني ژبي په اساس تعبیر ته څه ضرورت دی؟ په قرآن شریف کي په دې اړه درې څلور ځایه صراحت سوی دی چي قرآن په عربي ژبه نازل سوی دی: انّا انزلنا قرآن عربیاً لعلکم تعقلون. یعني موږ قرآن په عربي ژبه نازل کړی دی څو تاسي له هغه څخه عقل زده کړی. په دې صورت کي به سړی د یوه آیة د ترجمه کولو او ځان پوهولو لپاره، چي په عربي ژبه نازل سوی وي، څرنګه او ولي بلي ژبي ته مراجعه کوي؟

دریم آیة: واستفرز من استطعت بصوتک. چي مجاهد په دغه آیة مبارک کي د شیطان ږغ په ساز او آواز تعبیر کړی دی. ابن جوزي تلبیس ابلیس ص ص ۲۴۶-۴۷

بشپړ آیة: و استفرز من استطعت منهم بصوتک و اجلب علیهم بخیلک و رجِلِک و شارکهم فی الاموال والاولاد و عِدهُم و ما یعدُهُم الشیطن الّا غروراً . سورة ۱۷ آیة ۶۴

ترجمه: او هغه کسان چي ته یې کولای سې یا ستا په وس پوره وي په خپل آواز سره را پورته کړه او پر هغوی باندي په خپلو سپرو او پیاده لښکرو حمله وکړه. له هغوی سره په اولاد او مال شریک سه او هغوی ته وعدې ورکړه مګر شیطان هغوی ته پرته له تېر ایستلو د هیڅ شي وعده نه سي ورکولای. ترجمه د یوسف علي له انګلیسي څخه.

که په دې آیة او نورو ذکر سویو آیتونو کي د حق متعال ج مطلب موسیقي او یا د موسیقي آلات وای نو ولي یې موسیقي په نوم نه یادوله. څرګنده خبره ده چي د حق متعال مطلب موسیقي نه وه او وروستی آیة بالکل د شیطان لپاره نازل سوی دی او حق متعال ج هغه ته اختیار ورکوي چي د ده د بنده ګانو د تېر ایستلو لپاره چي یې هر څه په وس پوره وي هغه دي وکړي. ځکه چي حق متعال ج د قرآن شریف په ډېرو زیاتو آیتونو کي ویلي دي چي چاته سمه لاره وښيي هغوی څوک نه سي ګمراه کولای او چي څوک ګمراه کړي نو هغوی بیا هیڅوک لاري ته نه سي راوستلای. 

16 COMMENTS

  1. ډیر ښه جهانی صاحب!
    خو عالمان وایي چې: یا ایها الذین امنو اطیعوالله و اطیع الرسول و اولی الامر منکم! دا معنی لری چی هر عالم ولی ګڼل کیږی! خو رحمن بابا وایي
    اطاعت د اولوالا امر ځکه نه کړم
    اولوالامر د زمانی په زړه کافر دی

  2. ډېره ښه او منطقي لیکنه ده خو طالبان دا ډول حکمونه ځکه صادروي چې غواړي د ټولنې خلک په یو نه په بل ډول تر خپل اغېز لاندې وساتي. څوک د ږیرو په پرېښودو او څوک د موسیقۍ په نه اورېدو ډاروي. بل دا چې د اسلام په دین خو داسې ځرګنده خوشحالي او بوختیا نه لیدل کېږي لکه په نورو دینونو کې. دبېلګې په توګه د هندو په دین کې موسیقي، خوشحالي او ځينې نورې لوبې څومره مهمې او حتی چې د دین یوه برخه ده. د اسلام په دین کې جهاد، شهادت، د کفارو وژل، د دوزخ اور، لړمان او ماران، ژړا، ماتم، بغارې او ټولې نورې ناخوالې ډېرې مهمې دي. نور ټول نعمتونه، مزې او ښېګڼې لکه حورې، غلمان، شراب، کباب او نورې خوشحالۍ په جنت کې دي او مسلمان باید د هغو د لاسته راوړلړ لپاره په دې دنیا کې جهاد او صبر وکړي. موسیقي په خپل ذات کې هېڅ خرابه نه ده. هر شی، هره هستي یا پدیده مثبت او منفي اړخونه لري او دا په انسان پورې اړه لري چې څه ډول ګټه ترېنه اخلي. درمل یا دوا چې په ډېری مواردو کې انسان د مرګ څخه ژغوري، که په یوه ځل ټوله وخوړل شي سړی وژني. دا نو اوس د دوا خرابوالی دی که د ناروغ، چې په سمه توګه یې نه خوري. له موسیقۍ نه به مونږ ورتېر شو خو کاشکي دا د پښتنو اتڼ ته خو طالبان اجازه ورکړي. اتڼ خو پخوا د پښتنو له خوا په جهاد او غزاګانو کې ترسره شوی او خپله طالبان هم ځانګړې مېلې او اتڼونه لري چې د ډول په ځای به یې ټیم پکې واهه، اتڼونه به یې کول او داسې لوخړې به یې پورته کړې چې جومات به یې په سر واخست. وروستۍ خبره داده: څومره چې نا روا فشار د ټولنې پر وګړو زیاتېږي، هغومره یې چاودنه قوي راځي. نور نو دا په طالبانو پورې اړه لري چې دا چاودنه په څه ډول غواړي. مننه

  3. کالا وحاشا
    سمه بڼه یې کلاَّ وحاشا ده.
    داسې موسيقي چې بشري وانساني عفت وکرامت پکې وساتل شي او اسلامي احکامو ته پکې نقصان ونه رسيږي. د بېلګې په توګه لکه يو څوک ورته لمونځ پرېږدي او داسې نور. علماء له دې امله پکې احتياط کوي. موسيقۍ ته د ((لهو الحديث)) کارېدلی او حال دا چې نورو ته په روښانه ټکو منعه يا د حرام کليمه لکه حرّم او دېته ورته نورې کليمې لکه ولاتقربوا، ولاتاکلوا، ولاتجسّسوا، ولايغتب او داسې نورې کارول شوې. همدارنګه په من / فمن ، فاء جزائيه او لام (لاء) ناهيه کارول شوې. حال دا چې د مسلمان / ممؤمن وژنه (قتل) د حکم مواعيد تر موسيقۍ ډېر سخت او ان تر دې چې د بېګناه انسان وژنه مسلمان وي که غيرمسلمان د ټول عالم له وژنې سره پرتله شوې ده. دا پرتله هم خپله الله تعالی کړې ده. د لهو الحديث لپاره د من يشتري کليمه کارېدلې. مانا دا چې که يو څوک ښه کار پرېږدي او بدو پسې ځي يا ورته ترجېح ورکوي، نو دا دې نه کوي. لکه تلاوت د قرآن له موسيقۍ سره نه شو پرتله کولی.
    خو انسان وژنه او د مسلمان وژنه هغه د سياسي واک لپاره هغه د نورو د ملي ګټو لپاره چې دېته هېڅ مشروعيت او دک ودليل نشته. ولو که د خپل واک د تر لاسه کولو لپاره خپلې ډلې ته هر ډول اسلامي نوم وکاروې مشروعيت ورته نشته.
    په موسيقۍ کې لا تر اوسه زموږ د علماو او صوفيانو د نظر اختلاف دی. ولې بيا هم پر صوفيانو به د علماو دک ودليل ته ترجيح شته او د دوی دليل د هغوی په پرتله قوي دی.

  4. موسيقي د روح دوا ده، موسيقي حتي هغه ماشومان چي. دميندو په خيټه کي وي دوی يي حس کوي نن اروا پوهان يوه برخه روحي ناروغي په موسيقي معالجه کوي. نن چي افغان ملايان موسيقي په خلکو په زوره بنده وي يواځينی مقصد د ملا او تالب د ځان د اوتوريتي چلول او ځان ته د اولس اتاعت پيدا کول دي يعني کوم شي چه د ملا او تالب نه غواړي وي هغه ته ببي له کوم داسي منتقي او مذهبي دليل نه منع کوی. داچه نا پوه ملايان يوازي په اوازو چه پلاني داسي وويل چه حضرت محمد داسي ويلي اوو او يا په افغاني بي سيواده ټولنه کي له خپلي خيټي آحادث را باسي دا خبري په نني وخت د علم او معرفت کي څوک نه مني اونه د منلو وړدي.
    د ښاغلي محمد د ليکني سل په سلو کي هم غږی يم.

  5. طالبان او تنظیمونه د افغان ملت اسلام او کلتور لکه د هغه وخت کمونیستانو په شان شعوری او پلا نیز د پنجابی پاکستان او قیدانی ملایانو تر رهبری له مینځه یوسی دا جرأت دی لعنتی مکروبونو ته امریکا انګلیس هم ورکړۍ دی چی د افغان ملت اسلام ، کلتور او د خاروی استقلال مینه او ددی لپاره ئی قربانی هڅی کاملآ پڅی شی دا چی د شاهی له وخته افغان ملت د تعلیم او د لیک او مسلکی زده کړو ته پاملرنه نه وه شوی او ۹۰٪ د افغان ملت بی سواده پاتی شوۍ او د افغانستان طبعی معادنو استفادی ته شعوری پاملرنه نه وه شوی نو دا نیمګړتیاوی سب ددی شوی چی کمونیستان په فریبی سره د شوروی اتحاد په ملاتړ د احساساتی شهید محمد داؤد خان د ملت لپاره د مثبتو ارمانو لرلو څخه سوء استفاده وکړه او د خپل ړستونی مار مردود حسن شرق په کومک ئی دا احساساتی کودتا ته وړاندی کړ او ددی ورځی راپدی خوا افغانستان کښی تباهی روانه او ختمیدل ئی درک نلری اوس د امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان تر رهبری لاندی ئی خپل تربیه شوی جاهلان او د اسلام او افغانستان واقعی دوښمنان تنظیمونه او طالبان رامخ ته کړی دی او هڅه کښی دی چی دا مضر مکروبونه په یو قالب کښی سره راغونډ کړی ددی جاهلو قاتلو وحشیانو په وسیله غوښتل کیږی چی د افغان ملت حقیقی اسلام او ددوی ځلانده کلتور د قیدانانو تر رهبری په جعلی ایاتونو او حدیثونو له مینځه یووړل شی دا وحشیان د ښځیناؤ شکنجو بیماری لری دا جاهل وحشیان غواړی چی نارینه باید جبری ږیری ولری او ادعا لری چی دفاتر، مکاتب او مسلکی کارونه بی اهمیته دی حتی منع ئي کړی بلی د بچة سقاؤ توره دوره بیا تکراریږی !!! او دا بی سواده وحشی مکروبونه د قیدانی ملایانو تر رهبری داسی مضرو اود اسلام تخریب پرپړو باندی لګیا دی او وائی چی اسلام کښی ساز او سندری نا روا دی ، اجنبیانو د افغان ملت تخریب لپاره همداسی تربیه شوی وحشی جاهلان په کار دی او اوس ددوی سره اکثره خائین کمونستان هم ګډ شوی دی او ځانونه حاجیان او الحاج هم نوموی اما بیا هم پدی پوره باوری یم چی صادق اصیل افغانان ددی دوزخی اور ختمیدو توان لرلۍ شی تر څو چی دا رنګارنګ مکروبونه له بیخه له مینځه یووړل شی او د اجنبیانو خائین پلانونه ددائیم لپاره شنډ شی !!!!!

  6. تش په نامه ډاکټره! لمړی پښتو لیکنه د ګرامر سره سمه زده کړه او ځان ډېر پوک پوک مه کوه. تا بیا کمونستان هم په طالبانو کې ورګډ کړل. ته کوم ثبوت لرې چې په طالبانو کې کمونستان شته او طالبان بدناموې. ته یو پوک، بې شخصیته سړی یې او تورونه لګوې. خپه نشې

  7. افسوس چی پر تاسی پنجابی غلام باندی د محمد نوم ایښودل شوۍ دی د طالبانو سره د ملت ځپلو او وژلو لپاره همدا منفور اشخاص کمونیستان هم داخل دی یعنی دا منفور بی سواده وحشی اشخاص هم د اوسنیو جاهلو او وحشی تنظیمونو او طالبانو تر مینځ شتون لری ددی انکار نا محمده هیڅکله نشی کولای تاسی هم د نجسو کابل ږیرو په شان د ترس او بیم اچولو څخه کار اخلۍ تاسو څخه انسانیت او حقیقی اسلام پنجابی پاکستان اخیستۍ دی او منفور قیدانی لاری تربیه درکړ شوی دی که هر څومره تحقیر ته دوام ورکړی چی دا د تاسو خصلت دی او دا مو عملی هم په اثبات رسوۍ او اوس هم د تاسو دا مضر خصلت په کابل او نورو حیصو افغانستان کښي روښانه لیدل کیږی د تاسو پر ضد مقاومت څخه نه نا محمد او نه د کابل خیټوری نجسی ږیری افغانان بندولای شی که امریکا او انګلیس او پنجابی پاکستان علنی هم خپل ملاتړ درسره اعلان کړی تاسی ددی اجنبیو ممالکو ډیر سپین سترګی کړی یاستۍ او غواړۍ چی واقعیتونه هم په قیدانی ایاتونو او حدیثونو سره په تورونو ونوموۍ بلی د ما پښتو د پنجابی پاکستان تر تاثیر لاندی ندی او تاسی نامحمد د افغانستان پښتو سره اشنائي نلرۍ او څه چی لیکل شوی دی او لیکل کیږی دا ټول واقعیتونه او د تاسو نجسی څیری ښکاره کوی !!!!

  8. قدرمن مشر جهانی صیب دې ژوندی وي کور یی ودان په دی لیکنه یی ډيره خواري کړی او په زړه پورې او هراړخیره لیکنه یی کړی خدای دی وکړی چی تالیبان داپه غور ولولي اویا ورورسول شي
    څو خلکوته له دې امله عذاب ورنه کړي

  9. جهانی سیب زیاتی دی کړی.
    تاسو په غرب کی اوسی او مونږ ستاسو له لیکنو مالوموو چه غربی افکارو تاسو متاثر کړی یاست.
    تاسو ښه تحقیق ندی کړی.
    ډیر صحیح احادیث مو ندی بیان کړی.
    تاسو په قران کی له غیر عربی لغاتو منکر یاست. دا ستاسو دقران دکم علمی څخه اشاره راته کوی. یمنی عرب خپل لغات لری. تاسو نه دی اوریدلی چه امام شافعی له بدوی عربو سره ژوند کړی ترڅو عربی پوره زده کړی. هغوی بیل لغات لری. تاسو خوبه خپلی پښتو ته هم یو څه کتلی وای چه پخی او چای یوه شی ته ویل کیږی.
    تاسو دخپلی فتوا ورکولو شرایط ندی ویلی.
    تاسو مجتهد نه یاستی.
    لیکنه مو دځلورو امامانو دمذهبونه په خلاف ده.
    تاسو باید اقلا دامام ابوحنیفه او ابو یوسف قولونه راوړی وای. افغانان حنفیان دی.
    په یوځای کی مو ویلی چه تنها په قران عمل کول لازم دی. دا خبره دنیم اسلام دنه منلو ده. صحیح خبره دا ده چه قران او سنت دواړه دوه مهم مراجع دی. دریم مرجع اجماع او څلورم مرجع قیاس دی. دهغو دواړ مراجعو صریح او نور نصوص دشرایطو سره فرض واجب او مکروه او مباح حکمونه لری. اجماع او قیاس هم بیرته له هغه دوو مراجعو څخه حکم لری. دا دحنفی دفقهی له اصولو څخه دی.
    تاسو ټوله موسیقی ته روا حکم ورکړی چه هغه دڅو شمار سویو نظرونو په چوکات کی هم نه راځي.

  10. نن سبا موسیقی دجنسی غریزو دراپارولو لپاره استخدامیږی. غربی او شرقی موسیقی وګوری
    هندی موسیقی بیا دکفر او الحاد له خبرو ډکه ده.
    نشیدونه ښه دی خو هغه هم دښکلو نجونو لخوا مشکوک بللی سو.
    هغه موسیقی چه دعشق او ښکلا یا دپیغور او بدویلو نه پاکه وی هغه به دامام غزالی په خبرو کی شامله بللی سوای. هغه چه دفسق او فساد درواجولو لپاره نوی استخدام سوی.

  11. داطلاعاتو او فرهنګ بخوانی وزیر
    راځی چې له موسیقی والاوو حخه پوښتنه وکړو.دهالیوود ،بالیوود له الکهولستانو ،دافغانستان له ۳۱ اماتورو تلوېژنو غیر مسلکی ډنډوره چیانو هاها او لیوانو له کاپی شویو بروګرامو څخه هم مشوره وغواړو چې هغوی څه وایې او کوم اهداف لری ؟ وزیر صاحب او لیکوال په فرهنګی لحاظ دې بې انصافی کړې چې د دنبورې طرحه دې نا معلو مه او کمزوری معلومات کې ولس ته وړاندې کړې دا ولس تر بیوی ،علم اوفرهنګی معیاروته اړه لری . موسیقی سره خو الکهول ، دحرم اونامحرم بی باکی،نور اخلاقی فساد نشط او تماشې ملګری دی ، اوپه تېره بیا د مخدره موادو مارکیټ دموسیقی ابزار او کپړی نه ګنل کیږی.لوی مثال یې اریانا سعید کثافت ده چې اروبا ته لوڅه ګده شوه. نور دېر اوچت مثالونه هم شته چې زمو مظلومه ، یتیمه، خورېدلې به پردی فرهنګ مینه ټو لنه یې زمزمو کې ستړې

    کړه همدا کوم همدا!

  12. زه صرف دغه وایم بعضی عالی جنایاتو ویلی دی چی د موسقی سره سم شراب ،کباب او شباب مل وی ، مگر دغه یوه هم ندی ویلی چی افغانستان کې څومره مخدره مواد تولیدیږي ؟ لکه هیروین ،کرستال افین او نور ، چی جامعی یو قشر یی پدی بلا اخته کړیدی ،ایا موسقی ډیر زیان اړوي که نشیي مواد؟مگر منظم کرل کیږی دهلمند په ولسوالیو کی یی فابريکې جریان لری او امارت یی عشر او زکات ټولوي .

  13. وایی چې یوسړی دحضرت علی رض حضور ته راغی او عرض یې وکړ چې ماته نصیحت وفرمایه:هغه وویل کوم شی چې درته حاصل شی مه خوشالېږه چې تیریږی اوغم مه کوه دانسانانو ترتولو غټ اولوی خیر هغه دی چې دالله ج څخه مایوس نه وی او دګناه به کولو زړه ور نه وی.
    دغه ښاغلی زموږ تکړه شاعر عبدالباری جهانی دی بحث به کوو دوروری له منخه . خدای ج دې وکړی چې ستا پوشتنه مې خواب کړی وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب