شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهترکیه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په بدل کې د...

ترکیه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په بدل کې د کابل د هوايي ډګر مسوولیت اخلي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۸) راپورونه وايي چې د ناټو غړې ترکیه د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو ته نژدې شوې او په مقابل کې یې دا هیواد له قطر سره په ګډه د کابل د هوايي ډګر په فعالولو کې برخه اخلي.

د ترکیې او قطر له لوري په ګډه د کابل د نړیوال هوايي ډګر په فعالولو کې برخه به له طالبانو سره مرسته وکړي چې نړیوال د دې ډلې له حکومت سره تعامل وکړي.

د ترکیې او طالبانو ترمنځ موافقه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان تایید ته ځنډول شوې ده خو تمه ده چې له افغانستانه د سې شنبې په ورځ د امریکايي پوځیانو له وتلوړ وروسته به نهايي شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن لا هم په دې کلک ولاړ دی چې د اګست تر ۳۱ پورې خپل ټول ځواکونه د کابل له هوايي ډګره وباسي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې یوه جنجالي موضوع د کابل د هوايي ډګر د امنیت وه.

خو اوس داسې ښکاري چې طالبانو له ترکیې سره منلې چې د کابل د هوايي ډګر امنیت د خصوصي قراردادیانو په وسیله وساتي، او ترک پوځیان او پولیس هلته ځای پر ځای شي.

د دې په مقابل کې به ترکیه د طالبانو حکومت د افغانستان د مشروع او قانوني دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

تراوسه پورې هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او هیڅ هیواد نه دي ویلي چې د طالبانو له لوري جوړېدونکی حکومت به په رسمیت وپېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب