چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامریکا او بریتانیا په افغانستان کې خپل سفارتونه بندوي

امریکا او بریتانیا په افغانستان کې خپل سفارتونه بندوي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۸) امریکا ویلي چې د سپټمبر له لومړۍ یعنې د روانې اوونۍ د چهارشنبې له ورځې به په افغانستان کې سفارت نه لري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلیفان پرون/ یکشنبه په سپینه ماڼۍ کې اعلان وکړ چې متحد ایالتونه به د سپټمبر د میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې سفارت نه لري.

له بلې خوا بریتانیا وايي چې په کابل کې به د دغه هیواد سفارت خپل فعالیت نور له قطر څخه پر مخ بیايي.

پرون/ یکشنبه د بریتانیا له لوري له افغانستانه د خلکو د ایستلو وروستۍ الوتکه د کابل له هوايي ډګره والوته.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن په یوه ویدویي پیغام کې وویل چې له افغانستانه د بریتانیا سفیر، ټول دیپلوماتان او سرتېري ووتل.

ده وویل چې بریتانیا له افغانستانه نژدې ۱۲ زره تنه وایستل خو لا هم د ایستلو یا تخلیې ماموریت بشپړ شوی نه دی.

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفیر لوري بریسټو به نور د کابل پر ځای په دوحه کې دېره وي چې د طالبانو سیاسي دفتر هم همالته دی.

له افغانستانه د لوېدیځو هیوادونو د سفارتونو له وتلو سره دا احتمال ډېرېږي چې دا هیوادونه له افغانستان سره مرستې هم بندې کړي. له افغانستان سره د لوېدیځو هیوادونو د مرستو دوام نه یوازې د طالبانو د حکومت بلکې د عامو افغانانو لپاره خورا اهمیت لري. افغانستان د ایران په شان د نړۍ د تېلو درېیم او د ګازو دوهم تولیدوونکی هیواد نه دی بلکې ډېر بېوزله او په نړیوالو مرستو متکي هیواد دی.

له بلې خوا چین چا ته په خلاص لاس مرستې نه ورکوي او د روسیې په اړه ویل شوي چې سر له اوسه یې د پنجشېر جبهې ته مرستې پیل کړي دي.

له کابل څخه د امریکا او بریتانیا د سفارتونو لېږد، د دغو هیوادونو له لوري په هغه صورت کې بندیزونو ته لار هوارولی شي چې طالبان نرمدریځو کسانو ته په خپل حکومت کې ځای ورنه کړي او یا خلکو ته ټولنیزې ازادۍ ورنه کړي.

که څه هم طالبانو ویلي چې ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکوي خو د طالبانو له لوري ټاکل شوي اصول ښيي چې دوی به په دواړو برخو کې له جدي ستونزو سره مخامخ شي ځکه چې دومره ښځینه استادانې نه شته چې نجونو ته په پوهنتونونو کې جلا تدریس وکړي له بلې خوا طالبانو د نوي یمې لسیزې په شان پر موسیقۍ بندیز لګولی دی.

1 COMMENT

  1. پرون/ یکشنبه د بریتانیا له لوري له افغانستانه د خلکو د ایستلو وروستۍ الوتکه د کابل له هوايي ډګره والوته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی