کله چې انسان نړۍ ته سترګې وغړوې، تر هغو پورې خاپوړې کوي، چې یوه ورځ خبرې کول او په پښو تلل زده کړي، وخت تېرېږي په دې موده کې ډېر څه وویني، خو په اړه یې په درست ډول نه پوهېږي، ورو ورو د کورنۍ غړې وپېژني نومونه او څېرې یې ذهن ته داخل شي، د لایزال رب په نړۍ کې د یو ګل په څېر وغوړېږي، بیا هم د لیدلو شیانو په اړه؛ ورسره تلوسه پیدا شي. په ذهن کې ورسره، بلها پوښتنې او ګروېږنې پیدا کېږي. خو یوه ورځ په طبیعت کې ورسره پایېدونکې، انسانانو په واسطه یو څه زده کوي، پوهېږي. همدغه وخت کې یې د فکر پراختیا پیل کېږي، دا ځل د فکر له پراختیا سره په خپله هیلې او ارزوګانې ورته پیدا کېږي، او د ژوند یو بل پړاو ته داخلېږي، چې همدغه پړاو ورته ژوند کې ارزښتمند او ځینې وخت په تېروتنو سره غلط ورته تمامېدلی شي. یوه ورځ پوهیږي، خپلو هیلو او اروزوګانو ته رسېدل هڅه او هاند غواړي، پیل کوي، په همدې ځای کې هم پوښتنې پیل کوي، خو زیاتره وخت؛ د خپلو پوښتنو ځوابونه داسې تر لاسه کړي، چې له خپل هدف او هیلو څخه زړه توری شي، ځکه چې پیل یې نوي دی. نه پوهېږي، چې نړۍ تر هغو پورې هیله بښونکې څه نه در کوي، چې تر څو یې په خپلی هوښیارتیا ترې ونه غواړي. د خوشحالیږي وخت هر څوک درته پیدا کېږي، خو د غم او خپګان وخت کې، داسې ترې تم ورک شي، چې دومره څوک به لا ونه مومي چې، مشوره او نظر ورنه غواړي، مرسته او له غم څخه خلاصون خو لا په خپل ځای پریږده.
وایې: نړۍ ظالمه ده، که یې بد درنه کړل، د ښو طعمه باید ترې ونه شي، همداسې د دې نړۍ اوسېدونکي هم؛ که دې په خپلو خبرو ناهیله نه کړي، د هیله من کېدو طعمه هم بايد ترې ونه شي، او باید په وړاندې یې له فکر او دقت څخه کار واخیستل شي. د مثال په ډول به ووایو: عامه اصطلاح ده، او ډېر ځله به مو اورېدلي یا لیدلي وي، چې کله یو کس له خپل پوه ملګري سره مخامخ کېږي، د مخامخېدو په صورت مقابل ملګری یې مطالعه کوي، نو ملګری یې ورته وايې: چې راځۀ اوس مطالعه پرېږده، افلاطون به نه یې درنه جوړ شوي، پوهېدنه او د يو څه تر لاسه کولای په څو ډولونو ترسره کېږي، خو هغه څه چې په خوږو او هیله بښونکي الفاظو تر لاسه شي، ډېر خوند کوي. فکرونه له ذهن او مغزو څخه پیل کېږي، او د خپل مسیر په لور حرکت کوي، برعکس دا فکرونه درته راتلونکي ټاکې او ستاسو شخصیت تعریف کوي، او دا معلومه چې څه ډول په نورو اغېزه ولري، او خلک ستاسو له خبرو څومره متاثره کیږی، او نور تاسو پورې اړه لري، چې یوه موخه او هدف ستاسو ذهن او فکر څه ډول درک کوي. مغزو ته تل هیله بښونکي او هغه څه وسپاري، چې تاسو له ناامېدي څخه لري کوي، او د بریالیتوب رسېدو ته مو خوشبین کوي.