چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+ټیسلا انسان شکله روباټ جوړ کړ

ټیسلا انسان شکله روباټ جوړ کړ

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۸) دا د ټیسلا کمپنۍ له لوري جوړ شوی انسان شکله روباټ دی چې د دې کمپنۍ اجرايي رييس ایلن ماسک معرفي کړ.

دا روباټ (ټیسلا باټ) نومېږي او په لومړي پړاو کې به د انسانانو لپاره هغه کارونه کوي چې خطر یې ډېر وي خو په بل پړاو کې به په کورونو کې کارول کېږي.

دا روباټ د یوه ډنګر او متوسط قد انسان په شان دی. وزن یې نژدې ۵۶ کیلو دی او د خپل وزن هومره پېټی وړلی – راوړلی شي.

د تګ سرعت یې د عادي انسان هومره دی.

ټیسلا باټ قصداً تر یوه عادي انسان کمزوری جوړ شوی دی ځکه چې بېره ده چې روباټونه به پر انسانانو زورور شي او واک به ورڅخه واخلي.

له ډېرو کلونو راهیسې دا اندېښنه له انسانانو سره شته چې د مصنوعي ذهانت لرونکي روباټونه کېدای شي په لنډ وخت کې د هر څه کنټرول په لاس کې واخلي او حتي انسان یې ترلاس لاندې شي.

ټیسلا باټ د شاوخوا چاپېریال د تحلیلو لپاره ۸ کامرې لري او هغه عصبي شبکه چې په هغه کې کارول شوې، تر یوه حده د انسان مازغو ته ورته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی