ليکنه ، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان
له ورخه تيرو اوبو پسې کره نه ګرزوم. له پخوانيو ارګ ميشتو سره مې په هيواد کې د ننني ترينګلي سياسي او امنيتي وضعیت په هکله په توره شپه او څپانده سمندر کې د ممکنه توپاني هوا د راتلو اندېښنې په همهغه وخت شريکې کړي او د ناورين وړاندوینه مى هم ورته کړې وه. طالبانو ته مې هم د جنګ له لاري د کابل او ولايتونو د نيولو خطرناکې پايلو په تړاو ليکنې کړي وي، خو متاسفانه زموږ سياست له وختونو راپدېخوا په ملي ګټو نه را څرخيږي.
اوس نه غواړم د ماضي په هکله په ليکنو باندي خپله انرژي او د لوستونکو وخت ضائع کړم چې په تير وخت کې چا څومره غلطيانې وکړي او څوک څه ډول خلک وو. بس يوازې په دغه يوه جمله بسنه کوم چې د سولې په وړاندي د خنډونو اچولو له امله نننئ بدبختئ او توپان د ارګ ميشتو او د ولسمشر غني د سلاکارانو په ځانګړي ډول له غرب څخه را ديسانت شويو نازولو د فساد او ناوړه تګلارو څخه سرچینه نيسي.
زه په نن باندې خبره کوم. د ماضي په تړاو قضاوت او د پړ وړ معلومول تاريخ ته سپارم. د نن خبره دا ده چې څوک خوښ او که نا خوښ وي، خو نن طالبان په هيواد باندې حاکم او افغانستان د مديريت دنده ور په غاړه ده. زه باور لرم چې د تير حکومت په پرتله د طالبانو په ليکو کې د فساد د کړنو کچه ښکته ده، خو بيا هم د صفر کچه کې نه ده. مشرتابه ته به يې نن بيا لمن وغوړوم او عذرونه به ورته وکړم چې د دولتي شتمنيو خوندیتوب ته پام وکړي. د نظامي وسائطو او وسلو د چور قاچاق او بيځايه استعمال د مخنیوي په تړاو جدي او عاجل اقدامات وکړي.
بله دا چې په واک کې د هغوى د انحصار روحيه، يکه تازي او په نورو باندې د باور د نشتون له امله دغه هېواد له ژورو ستونځو سره مخ کيږي. داسې ژورې ستونځې چې نه يوازې زمونږ ولس په امنیتي او اقتصادي توګه ځپي بلکې د طالبانو لپاره به هم ناوړه پايلې ولري او د دغه تحریک د سختې ناکامي لامل به وګرزي.
پخوا مو هم نه غوښتل چې زمونږ ولسمشر ووژل شي او يا هم له هيواد څخه د تېښتې لاره خپله کړي، خو هر څه زموږ په خوښه نه کيږي. اوس هم قطعاً نه غواړو د يو بل خونړي اوښتون شاهدان واوسو. نه غواړو بل څوک د توپک په زور ارګ ته ننوزي. نه غواړو چې دا پاتې ملي شتمنئ بيا لوټ شي.
په پښتو ژبه کې متل دى چې وايي “اباد کال د حمل له مياشتې څخه معلوميږي” په اوسنيو حالاتو او خورا ترينګلي سياسي وضعیت کې په ډيرو پوستونو باندي د طالبانو لخوا د غير مسلکي خلکو ګمارنې د دغې ډلې نيمګړتيا، د خپل ولس په لومړيتوبونو او نړيوالو حساسیتونو باندي ناخبري او يا هم لاپرواهي په ګوته کوي.
يقيناً ويلاى شم چې د طالبانو په وړاندې د امریکا له تبلیغاتي توپان څخه د نجات، د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د ولس د هيلو، د کاري فرصتونو برابرولو، اقتصادي بدحالي، له نړۍ سره په هسکه غاړه د اوسيدو لپاره د اړيکو جوړولو، د ځان بساينې لور ته د دغه هېواد د روانولو او د خپلو اقتصادي زيرمو د را سپړلو او اوبلنو زيرمو د مهارولو وړتیاوې او د موجوده بي نظمي د ختمولو لپاره له طالبانو څخه د ډير سخت او ستونځمن کار کولو هيله کوو.
اوس داسې ښکاري چې امریکا پريکړه کړې چې هغه کټې چې له طالبانو څخه يې په جګړه کې ترلاسه نکړاى شوې د بنديزونو او سياسي فشار له لارې په خورا اسانه توګه او له سترو لګښتونو پرته ترلاسه کړي. که طالبان لکه د اوس په شان په احساساتو ولاړه لاره باندي روان وي، تشريفاتي اړخ پالي چاپلوسانو ته توجه ورکوي او په ترانو باندې د ولس او هېواد ستونځې حل کوي نو بيا خو خداى ښه پوهېږي چې دا وړئ شړئ شي.
البته که عجالتاً پياوړي ديپلوماسي و کاروي، په جزئيانو او فرعياتو پسې ونګرزي، د امریکا د اقتصادي، تبلیغاتي او نفسياتي جګړې په وړاندې رغنده کاري اقدامات وکړي، نو په افغانستان کې اقتصادي او سخت بشري بحران راتلو او د طالبانو په وړاندې د ولس لخوا د غبرګون ښودلو مخه نيول کيداى شي.
امریکا په خپلو بانکونو کې د افغانستان د پانګې له کنګل کيدو او د رسميت پيژندلو له ستونځې ورهاخوا نور هم د فشار لپاره زيات غوراوى لري. له افغانستان څخه د بشري او اقتصادي سرچینو وتل باید طالبان په خپلو تګلارو باندې بيا غور کولو ته اړ ايستلي واى، خو متأسفانه داسې لږ نښې نښانې ليداى شو چې طالبان د يويشتمې پيړۍ د حساسیتونو د درک او د خپلو نيمګړتياو د سمون په تړاو جدي واوسي.
شل کاله وړاندې په افغانستان باندې يرغل مطلقاً احساساتي او د ولسي باور ترلاسه کولو لپاره نا سنجول شوى ګام وو چې د مطلقې ماتې په شکل کې پاى ته ورسيده. په اوسني مودرن عصر کې نظامي استعمار له منطق څخه ورهاخوا سناریو دى. د اقتصادي ستونځو د پوره کولو لپاره غرب ته اړتیا د پخواني نظامي استعمار غوره او د عسکري اشغال په پرتله ډير اغيزمن بديل ګرزيدلى دى.
غرب د لږکیو، ښځو، بشري حقونو او د بيان له ازادي څخه د سرغړونې او ديموکراسي څخه د دفاع تر عنوان لاندې په مختلفو هیوادونو باندي د اقتصادي تحريمولو لګولو، د IMF او نړيوال بانک د پورونو شرطونه او ملاماتونکي سود په مرسته د نړۍ په هيوادونو باندي خپل تسلط لاهم قائم ساتلى دى. تر هغو پورې به يقيناً بى وزله هيوادونه د غرب اقتصادي مستعمرې وي ترڅو چې د پورتنيو لويديزوالو مالياتي ادارو اقتصادي برلاسي شتون ولري.
اوس دغه واقعیت له هيچا پټ نه دى چې د سياست له پيچلتياو سره د طالبانو د بلديت نشتون د يوه ټول شموله حکومت په جوړولو کې د هغوى پاتي راتلو ته لاره پرانیزي او خداى دې نکړي چې افغانستان د غربي نړئ له بنديزونو سره د مخ کيدو له امله د سختو اقتصادي ستونځو په محراق کې وسوځي.
افغانستان هم يو له هغو بيوزله هېوادونو څخه دى چې د خپلو اقتصادي سرچینو او زيرمو د راسپړلو لپاره د غرب او غربي مالي بنسټونو مالي مرستو ته اړتیا لري. موږ په هيڅ ډول نشو کولاى د نړيړالو له مرستو پرته د ځان بساينې خوا ته لاړ شو. په اوسني معاصر دور کې اقتصادي وده او په ځپل ځان بساينه د ازادي او خپلواکي ضمانت دى.
خپلو کورنیو اړتیاو او وړتیاو ته په کتو به په اوس وخت کې به غوره او ويښ مشرتوب هغه وي چې د حساسیتونو او نزاکتونو د درک له لارې داسې انډوليزه کورنۍ تګلاره او له نړۍ سره د داسې اړيکو درلودلو هڅه وکړي چې هم خپلې اړتیاوې ملي ګټې خوندي کړي او هم افغانستان د نړپوالو رقابتونو د ډګر ګرزيدلو مخه ونیسي.
د خورا ترينګلي سياسي او اقتصادي صورت حال او له هيواد څخه د کادرونو د تېښتې له امله رامنځته شوى بشري ناورين او د ولس اړتیاو ته په کتو، يقيناً ستونځمن کار وي چې د طالبانو حکومت هيواد له اوسني بحران څخه را وباسي. هغه بحران او ننګونې چې کابل ته د توپک په زور د طالبانو له ننوتلو وروسته رامنځته شوې دى.
بيا هم سپارښتنه مو داده چې اوسنى حکومت د مسلکي او تجربه لرونکو افغانانو په ګمارلو عجالتاً لنډمهاله منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه ترتیب کړي. په لمړي سر کې د کادرونو د تشويق کولو له لارې د هغوى د وتلو مخه ونیسي، د افغانئ د ارزښت ساتلو او د اړينو توکو د نرخونو د کنترول لپاره عاجل ګامونه واخلي . په واقعي توګه په ټول شموله حکومت باندي کار وکړي او نړيوالو ته ډاډ ورکړي چې د هغوى د ګټو خوندیتوب او د افغانستان لخوا منل شويو نړيوالو قوانینو پلى کولو ته ژمن دي.
پوهيږم چې له بېوزلو هيوادونو څخه د غرب اکثريت غوښتنې غير منطقي او په هيڅ ډول نورمونو باندي برابرې نه دي، خو بايد ومنو چې له نړۍ سره اوږه په اوږه تللو او د امریکا په سترګو کې، سترګو اچولو ته لاهم موږ ډير اوږد واټن په مخکې لرو. کله که موږ او اسلامي امت د خپلو سرچینو د کارولو په مټ په اقتصادي توګه په ځان بسیا شو، بيا به خپلواکي او استقلاليت لمانځو.
په درنښت،
MAJORITY AFGHAN POLITICIAN AND SPECIAL THIS MAN TARGET FORMER GOVERNMENT ADVISORS,
BUT DO NOT PAY ATTENTION TO ISI INTELLIGENT SER VICE &INTERIOR SOLDOUT AFGHANS HONEST TO PAKISTAN.
RIGHT NOW HOW MUCH TALIBS ARE UNDER DOMINANCE OF PAKISTAN.
IS TALIBS ARE 100%FREE OR INDIRECT UNDER PAKISTANI DOMINANCE.
TALIBS ARE ELECT UN ABLE MULAH FOR ADMINISTRATION.
WE WILL SEE HOW MUCH CAN REBUILD SOME PROJECTS,
EXAMPLE;
IF MEAT BURN WILL MUCH BETTER FROM DAAL.
FORMER ADWISORS WAS 1000%BETTER FROM MULAHA.
ZENDA BAAD AFGHANISTAN