یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+طالبان او موسيقي/ عبدالله خيبر

طالبان او موسيقي/ عبدالله خيبر

دا منم چې کابل يو نا امنه ښار و، غلاوې او شوکې پکې ډېرې وې، هره ورځ پکې په لسګونو جنازې کيدې، د ځوانو افغان ځواکونو جنازې. په کوڅه کې به د ښځو کوکې او ژړاوې اوريدل کيدې، په ښار کې د جنازې د موټرونو او امبولانسونو هارنونو زړونه درزول، خو په موټر کې به چې کيناستې، موټروان به راډيو نيولې وه، سندرې او د وياندويانو ټوکې ټکالې او له مينې ډکې خبرې به ترې خپريدې. د خبرونو وخت به چې شو، خبرونه به پيل شول، خو ډېر به يې د مرګ ژوبلې خبرونه وو، د خبرونو نه وروسته به بيرته سندرې پيل شوې… د شپې به کابل په رڼاګانو کې ډوب و، له ډېرو ځايونو نه به د سندرغاړو د غږونو اواز له خوږې موسيقۍ سره اوريدل کيده. عجيبه ښار دی، په يوکوڅه کې يې ښادي او په بله کې غم او آن په يو کور کې  د ښادۍ سندرې او موزيک او په بله کې د غم ويرونه. انسان داسې فکرکوي چې په دې ښار کې لکه د ډېرو قومونو غم او ښادي او يا موسيقي او ساندې هم يو ځای سره اوسېږي، غم او ښادي لکه خور و ورو.

په تېرو شلو کلونو کې افغان موسيقۍ ښه پرمختګ وکړ، ‌ډېر ښه سندرغاړې پيدا شول چې په ولس کې يې پوره محبوبيت پيدا کړ، دې سندرغاړو نه يوازې چې د افغانانو زخمي او غمزده زړونه د موسيقۍ پر پټۍ ټکورول، بلکې دوی خپل اولس ته په دې موسيقۍ کې داسې اشعار رانغاړل چې اولس او خلکو ته یې اوچت پيغام هم درلود. د کابل د جومات ملا دا جرئت نشو کولی چې پر ممبر د وطن او ملي ځواکونو ننګه وکړي، خو سندرغاړو په پوره جرئت سره دا کار وکړ، افغانانو ته يې هيوادپالنه ورتزريق کوله او ملت پالنې ته يې رابلل، په دې لاره کې نه له انفجاره ويريدل او نه هم له انتحاره. حکومت هم ځينې سندرغاړې ونازول او د دوی هنر ته يې د قدر په سترګه وکتل، همدا علت و چې د موسيقۍ هنر له ورځې نه بلې ته پو غوړيدو و. 

کابل طالبانو ونېو، د طالبانو موټرسايکلونو او له حکومت نه پاتې موټر په ښار کې ګرځي، ځينې يې په لوړ غږ امارتي ترانې غږوي، چې د طالبانو د فتحو يادونه او د دوی د شهيدانو ستاينه پکې کېږي، خو دا ترانې يا شعارونه يوازې طالبانو او د هغوی پلويانو ته غرور او وياړ وربښي، عام خلک يو ډول ويره ترې لري، د دوی د زړه زخمونه ورسره تازه کېږي، هغه زخمونه چې همدې طالبانو يې پر زړه جوړ کړي دي. د طالبانو د ترانو پيغام يوازې جنګ او جهاد ته هڅول او پر خلکو د خپل امارت منل دي، د دوی په ترانو کې نه وطنپالنه شته او نه هم د مينې او يوالې ښکاره پيغامونه. 

طالبانو د تېر په څېر په کابل کې پر موسيقۍ څرګنده پابندي نه ده لګولې او نه يې چا ته په دې اړه څه ويلي دي، په موټرونو کې هم موسيقي نه پلټي، مګر خلک بيا هم ويره لري، د موسيقۍ غږ نه اوريدل کېږي، راپورنه دي چې طالبانو په ځينو ولايتونو کې په محلي راډيوګانو او تلويزيونونو کې د موسيقۍ تر څنګ د ښځينه ويانديانو پر غږ هم بنديز لګولی دی او ويل کېږي چې په بغلان کې يې يو محلي سندرغاړی فواد اندرابي هم پر ډزو وژلی دی. کابل ته د دوی په راننوتو سره د کابل په تلويزيونونو کې هم بدلون راغی، سريالونه ټول اسلامي او حجابي شول، سندرې، هندي او امريکايي فلمونه پکې نه ښکاري.

اوس په کابل کې د شپې خاموشه خاموشي وي، د موسيقۍ غږ بيخي نه اوريدل کېږي، يو نيم ځای د پټاقيو اواز او رڼا په اسمان کې ښکاره شي. په وادونو کې يوازې د ښځو دريا وي، په هوټلونو کې هم موسيقي بنده شوې ده، په کابل کې د موسيقۍ او سندرغاړو دفترونه او دوکانونه بند دي، سندرغاړې په دې هڅه کې دي چې له هيواده ووځي او له بهره خپلې موسيقۍ او هنر ته کار وکړي.

موسيقي د يو قوم او وطن د فرهنګ برخه ده، له موسيقۍ پرته که يو ملت هر څومره بډايه فرهنګ ولري، بيا به هم نيمګړی وي، بې ژبې او بې غږه به وي.

له طالبانو څخه تر اوسه چا دا پوښتنه نه کړې چې دوی موسيقۍ ته کومه برنامه لري او که نه؛ خو له قراينو ښکاري چې موسيقي به لکه ښکلې سمندربوله مرغۍ د ګل په يوه ښاخ کې زندۍ کړل شي او طالباني ترانې به لکه د کارغانو کاغ کاغ له هر لورې اوريدل کېږي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    خیبر صاحب رښتیا واېې. ایکاش طالب العلمان د عبدالباري جهاني ساب همه جانبه لیکنه همدې تاند کې ولولي او له قرآن او حديث او بیا له اجماع او قیاس څخه د موسيقي په باب خپله فتوی ورکړي ؛ نه د لاهوري، قادیاني یا … جعلي خبرې .
    بل دا چې همدا پوکستیاني ؛ عربي ؛ترکي، …. مسلمانانو ټولنې دې وګوري او واوري چې په کومه کښې موسيقي منع ده؟
    صحيح ده چې د موزیک ځینې ډولونه به لهو کې راځي ؛ مګر ډیره ېې لعب ده چې د لوبو مانا ورکوي ؛ او لوبې خو له ماشومانو نیولې تر ځوانانو او جنګي عساکرو پورې او د…. خوښېږي او د روح غذا ده!. اوسنۍ نړۍ کې د ناروغانو درملنه کې هم کارول کېږي.
    زما په یاد دي د ارواښاد ظاهر شاه او راوروسته تر ۱۹۹۰ یمو کلونو او بیا د کرزي او غني په دورو کې د مولود نبي په ورځ (نعتیه موسیقی ) ؛ او د وطن د استقلال او ملي جشنونو کې (حماسي ترانو) د خلکو مغزونه تازه کول او غوږونو ته ېې نوازش ورکاوهء!.د دوی ترانې هم د پخوانیو سندرغاړو په کمپوزونو انګازې کوي !!!؟؟؟!!!.

  2. د تالب او ملا ځاي جماعت وو چيرته چه به يي الاهي احکام تر خپلي پوهي خلکوته ښودل ځکه په درنه سترګو ورته کتل کيدل خو ملا او تالب جماعت ته شاه کړه هغه يي پريښود سياست ته په زور وهڅول شول دفتر ته لاړو چيرته چي تالب کومه فني زده کړه نه لري.
    د تالب ملا ماغزه تازه او غوږونه خلاس نه دي دا يي هم علت ده چي آ اس. آ او انګريز په د پوه وو او دي که د تالب ماغزه تازه او غوږونه يي خلاس شي بيا د دوی له کنتروله وځي او خود مختاره کيږي نو دا يي علت ده چي د تالب زړه تور ده او غواړي د افغان ملت زړونه هم ور تو ر کړي تر څو چي افغان ملت هم لکه ځان شان ته د آ اس. آ تابع وګرزي. تالب به پر افغان اولس ور ورو نور قيودات هم ولګوي لکه کوم چي کمونستانو په کمونستي نړی کي لګولي ول همدا قيدودات او ديکتاتوري د کمونستانو وه چي ورسته د نړي له مخه ورک شول همدان شان ته به تالبان هم له خپل امارتي او استبدادي سيستم سره ورکيږي دتيښتي ځای به بي نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب