بابر ماما په ښه سړيتوب کې د خپلې سیمې نامي يادېده. ټول وخت به يې خندا په خوله وه. هر چا به دی خپل گڼلو، ځکه په ځان کې به يې د هر چا د خوښې نښانې درلودلې.
د دې تر څنګ يې یوه ډله بال بچ هم وو، خو د ده بدمرغي په دې کې وه چې ټولو ته يې بشپړ ازادي ورکړې وه.
له اداري فساد، رشوت او نورو ډول- ډول لانجو يې هم نه منع کول. په خپله به يې هم کله نا کله يو لوګی ور سره کش کاوه.
د بابر ماما په ټبر کې یو بل نامي هم و، چې ګلبندر نومېده. له بابر ماما يې په هوښیارۍ کی پښه اړولې وه. په کور، کلي کې څه چې په ټوله نړۍ کې يې د هوښیارۍ انګازې خپرې وې. خو له بده مرغه له بابر ماما ورته په ميراث کې چور، چپاول، فساد او نا اهله زامن پاتې شوي وو. کله چې دی د خپل ټبر مشر شو، يو ورور يې چې منډول نومېده ډېر پر ځان او د کورنۍ پر مشرتوب مئین و. تل به د ځان په فکر کې و، خلکو به د امير دوست محمد خان د ورور سلطان محمدخان په څېر طلايي باله.
ګلبندر به د خپلې کورنۍ د ښه او ارام ژوند لپاره شپه او ورځ په کار بوخت و او هڅه به يې دا وه چې خپله کورنۍ له سیالانو سره سیاله کړي.
خو طلايي ورور به يې تل دواړه پښې په یوه موزه کې کولې او د ده د کار په مخ کې به خنډ و. له يوې ډلې مفت خورو سره به د خپلو پوچو او بې مانا غوښتنو لپاره په قرآن، قسم او د خپلو ویښتو په ویستلو هم ډیل نه و.
ګلبندر به د مجبوريت له مخې او د خلکو له شرمه د خپل لاس او خپلو خولو حاصل ورسره شريکاوه.
ګلبندر به د خپلې کورنۍ د نېکمرغۍ لپاره هرې خوا ته لاس اچاوه. هيله يې وه چې کورنۍ يې ژر اسوده شي.
خو له بده مرغه طلايي به په چړچو، سينګار او د ده پر ضد به د دسیسو په جوړولو بوخت و. په دسیسو جوړولو کې طلايي یوازې نه و. انګک او بنګک هم ور سره ملګري وو.
د خدای پاک کارونه دي، کله نا کله د حق ځای هم نا حق نیسي او ډېر هوښیار کسان هم د شیطانانو د شومو پلانونو قرباني کېږي.
ګلبندر هم له ټولې هوښیارۍ سره- سره د خپل ورور منډول طلايي او ورسره ملګرو انګک او بنګک د دسیسو قرباني شو.
د کلي او شا و خوا سیمو ټول خلک په دې پوهېدل چې ګلبندر په حقه و، خو انګک، بنګک او طلايي دومره په دسیسو جوړولو کې مخ ته تللي وو، چې مقابله ورسره د هر چا په وس کې نه وه.
خو د خدای وهل بيا نه منډول ته ګوري او نه انګک او نه بنګګ ته.
شیطان هم په تېرایستلو کې اول درجه دی، خو د خدای قهر طوق لعنت يې هم دایمي لباس دی.