یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا پوځ وايي، د کابل پر هوايي ډګر ویشتل شوي توغندي...

د امریکا پوځ وايي، د کابل پر هوايي ډګر ویشتل شوي توغندي یې په هوا کې شنډ کړل

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۸) په افغانستان کې د امریکا پوځ وايي، د کابل پر هوايي ډګر نن سهار ۵ هاوانونو وویشتل شول خو دوی په هوا کې شنډ کړل.

دا برید یوازې ۴۸ ساعته مخکې تر دې وشو چې امریکايی پوځیان له دې هوايي ډګره په بشپړ ډول ووځي.

سپینې ماڼۍ هم دا بریدونه تایید کړي خو ویلي یې دي چې د راکټي برید له کبله له افغانستانه د خلکو د ایستلو بهیر ټکنی شوی نه دی.

تراوسه کومې ډلې د کابل د هوايي ډګر په لور د هاوانونو د ویشتلو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو باور کېږي چې داعش به کړی وي. دې ډلې د پنجشنبې په ماښام د انتحاري برید مسوولیت هم په غاړه اخیستی و.

ځینې کسان وايي چې هاوانونه یا راکټونه له کوم موټره او د کابل له ښاره د هوايي ډګر لور ته ویشتل شوي دي.

طالبانو د برید له کبله امریکایان ملامت بللي او ویلي یې دي چې هوايي ډګر د امریکایانو په کنټرول کې دی. د طالبانو ویندوی ویلي، وروستۍ حملې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور نتیجه ده.

یوه امریکايي پوځي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، مخکې تر دې چې راکټونه پر هوايي ډګر ولګېږي، د امریکا پوځ يې په توغندويي ضد مدافع سیستم مخه ونیوله او راکټونه یې په هوا کې ویجاړ کړل.

سوشیتیدپریس خبري آژانس راپور ورکړی چې ننني توغندي هوايي ډګر ته نژدې د خلکو د استوګنې پر سیمو لګېدلي، خو د تلفاتو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب