یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهګراهم: موږ پر امریکا د بلې حملې لاره هواره کړه

ګراهم: موږ پر امریکا د بلې حملې لاره هواره کړه

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۸) د امریکا د سنا جرګې مخکښ غړی سناتور لیندسي ګراهم پر ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په خاطر انتقاد وکړ، ویې ویل، د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې په شان د بلې حملې لاره هواره شوه.

ګراهام پرون /یکشنبه د سي بي ایس تلویزیون (فېس دي نېشن) خپرونې ته وویل «زرګونه افغان متحدان، چې زموږ سره اوږه په اوږه یې په زړه ورتیا جګړه وکړه، په میدان پرېږدو.»

په سنا جرګه کې د جنوبي کارولینا دغه جمهوریپال غړي، زیاته کړه، «که زه د بایډن پر ځای وای، لومړی خو به مې ځواکونه نه وو ایستلي، ځواکونه به مې ساتلي وو او له ځايي ځواکونو سره به مې کار کړی و.»

ده د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د داعش د غړیو پر ځپلو شک څرګند کړ، ویې ویل«دا بې پېلوټه الوتکې د اسلامي دولت ډله نه شي له منځه وړلی. د داعش د غړیو شمېر دوه برابره شوی. موږ خپلو متحدانو ته شا واړوله… او د سپټمبر یوې بلې یوولسمې ته مو شرایط برابر کړل. زه لکه څومره چې اوس اندېښنه لرم چې پر هیواد به مو حمله وشي، بل هیڅوخت مې دومره اندېښنه نه لرله.»

له بلې خوا د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مک ماسټر ویلي چې امریکا د افغانستان د منتخب حکومت پر ضد له طالبانو سره لاس یو کړ او هغه یې نسکور کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب