یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د خوست د علماوو شورا پخوانی مشر نیولی

طالبانو د خوست د علماوو شورا پخوانی مشر نیولی

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۸) په خوست کې طالبانو د دې ولایت د علماوو شورا پخوانی مشر مولوي محمدسردار ځدراڼ نیولی دی.

د مولوي ځدراڼ زوی سمیع الله ځدراڼ وايي چې پرون سهار د طالبانو د امنیت کسان په دوو رېنجر موټرو کې کور ته ورغلل او په دې نوم چې د خوست والي غواړي ورسره وویني د ده پلار یې له ځان سره بوت.

د مولوی ځدراڼ خپلوان وايي، د نوموړي په اړه هیڅ راز معلومات نه لري.

خو د ده زوی سمیع الله ځدراڼ وايي، په فیسبوک کې یې د خپل پلار داسې عکسونه لیدلي چې سترګې یې تړل شوې او ورته لیکل شوي چې نوموړی نیول شوی دی.    

سمیع ځدراڼ وایي، سره له دې چې طالبانو عمومي بښنه اعلان کړې نه پوهیږي د ده پلار ولې باید ونیول شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي چې په دې هکله څیړنه کوي او نتیجه به یې وروسته له رسنیو سره شریکه کړي.

ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې د ګڼو نورو مواردو په اړه ورته خبره کړې. مجاهد او نور طالبان یا وچ انکار کوي او یا وايي چې تحقیقات کوي.

د طالبانو له لوري د عفوې اعلان د دوی په اړه د خلکو خوشبینۍ ډېره کړې خو په دې برخه کې حتي په یو مورد کې سرغړونه هم کېدای شي د عمومي عفوې پر اعلان د خلکو شکونه زیات کړي.

3 COMMENTS

  1. په تاسو څه شوي دا د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا پخوانی مشر دی

  2. مګر طالب جندالله دئ چی عفو او نه عفو ئې الهی منبع وګڼل سی؟
    نه
    طالب یوه پنجابۍ _ انګریزۍ پروژه ده چی غواړی د وولس په روحیاتو لوبی وکړی.

  3. دا په پنجابی پاکستان کښی تربیه شوی طالبان او تنظیمونه ستر دوکماران او منافقان دی دوی د پنجابی پاکستان تر رهبری د افغان ملت وژل ، شکنجه کول تر سره کوی او نوره زیاتره بدبختی افغان ملت ته راولی، دوی وحشی ځناوران دی ددوی پاتی کیدل په افغانستان کښی حتی د وحشی غلام بچة سقاؤ دوری څخه به هم افغان ملت ته خطرناکه تمامه شی بالخصوص چی وحشی تنظیمونه هم ورسره یو ځای شی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب