Home+چینايي ستوربیړۍ پر مریخ کښېناسته

چینايي ستوربیړۍ پر مریخ کښېناسته

تاند(شنبه، د ثور۲۵) چین وايي، د دغه هیواد د فضا د ملي ادارې له لوري مریخ ته استول شوی لېنډر، چې مریخ بیړۍ پکې وه، پر دې سره سیاره بې ستونزې کښېناسته.

چینايي لېنډر د یوه پراشوت په مرسته د مریخ له اتومسفیره تېره شوه او پر سیارې د کښېناستو ۷ خطرناکې دقیقې یې په بري تېرې کړې.

دا لېنډر د مریخ په هغه ځای کې کښېناست چې (Utopia Planitia) نوم ورکړل شوی دی.

Play

په دې حساب چین له امریکا او روسیې وروسته درېیم هیواد شو چې پر مریخ یې ستوربېړۍ کښېنستې ده.

چینايي ستوربېړۍ، چې ژورونګ نومېږي، ۲۴۰ کیلوګرامه وزن، ۶ څرخونه او د لمریزې انرژۍ څو پنلونه لري.

ژورونګ به پر مریخ وګرځي او د دې سیارې د تیږو د نمونو له ټولولو وروسته به هغه وڅېړي.

دا ستوربېړۍ په لمریزه انرژي کار کوي.

اټکل کېږي چې ژورونګ به ۹۰ مریخي ورځې په مریخ کې تېرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...